Curriculum
Course: د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د رو...
Login

Curriculum

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود

0/36
Video lesson

معرفی

1. د کورس تشریح

د ناورین خطر کمول او د بیړني حالت چمتووالي روزنې لارښود د هغو غیردولتي بنسټونو او مدني ټولنو لپاره جوړ شوی چې په افغانستان او ورته له شخړو اغېزمنو شرایطو کې فعالیت کوي. دا کورس عملي او د اسانه پوهېدو وړ لارښوونې وړاندې کوي چې ناورینونه څنګه رامنځته کېږي، ولې خطرونه پرله‌پسې زیاتېږي، او بنسټونه څنګه کولی شي دغه خطرونه په منظم ډول کم کړي، همدارنګه د بیړنیو حالاتو لپاره خپل چمتووالی هم پیاوړی کوي.

دا لارښود د افغانستان په عامو خطرونو تمرکز کوي، چې زلزلې، سېلابونه، وچکالۍ، او د شخړو اړوند خطرونه پکې شامل دي. دا لارښود واضح کوي چې دا خطرونه څنګه له بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، کمزورې زیربنا، او د اقلیم بدلون یو له بل سره اړیکه لري. همدارنګه دا لارښود پر عملي تطبیق، د ټولنې ښکېلتیا، شمولیت، او له بشردوستانه او محلي جوړښتونو سره پر همغږۍ ټینګار کوي. د نړیوالو د ناورین خطر کمولو اصول د افغانستان له ځانګړو واقعیتونو سره په یوځای کولو سره، دا کورس ګډونوالو ته زمینه برابروي چې له سم­لاسي او یو په يو ځواب څخه تېر شي او د خطر پر بنسټ ولاړ، مخکښ پروګرامونه عملي کړي.

2. د کورس موخې

د دغه کورس اساسي موخې په لاندې ډول دي:

·       د ناورین خطر کمولو او بیړني چمتووالي اساسي مفاهیم او اصول درک کول؛

·       د ناورین د سم­لاسي ځواب، چمتووالي، او د اوږدمهاله خطر کمولو ترمنځ روښانه توپیر وکړي؛

·       د افغانستان د ناورین اصلي خطرونه او تکراري پېښې د بشردوستانه او پراختیايي شرایطو په چوکاټ کې تحلیل کړي؛

·       د خطر پر بنسټ ولاړ فکر د پروګرام د طرحې او پرېکړه‌نیونې په بهیر کې وکاروي؛

·       د ناورین خطر کمولو مفاهیم په سکتوري پروګرامونو لکه زده‌کړه، اوبو، حفظ‌الصحې، نظافت، روغتیا، او سرپناه کې مدغم کړي؛

·       د پلان جوړونې، همغږۍ، او مخکیني اقدام له لارې د بنسټیز او ټولنیز چمتووالي پیاوړتیا یقیني کړي؛ او

·       له بشردوستانه معیارونو سره سم، ټولشموله، حساب‌ورکوونکي، او د شخړو پر حساسیت ولاړې د ناورین خطر کمولو کړنلارې رواج کړي.

 

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).