واوره ښوېدنه
واوره ښوېدنې په لوړو سیمو کې د ژمي یو لوی خطر دی. دا پېښې کولای شي:
· کورونه او د څارویو سرپناوې ویجاړوي؛
· سړکونه بندوي او کلي د ورځو یا اونیو لپاره له ورتګ لرې پاتې کېږي؛
· روغتیایي خدمتونو او بازارونو ته لاسرسي وزي؛ او
· کله چې د تودوخې توکي ختم شي، د یخنۍ اړوندو ناروغیو خطر زیاتوي.
بېلګه (د پروګرام تړاو):
یو روغتیایي پروګرام ښایي داسې وه انګیري چې د ګرځنده کلینیکونو لیدنې لپاره د ژمي پر مهال لاسرسی ممکن دی او بې له بدیل پلان څخه لیدنه تنظیم کړي. درنه واوره او د واورې ښوېدنې خطر لارې بندوي. د چمتووالي کړنلاره به اړین درمل مخکې ځای پر ځای کوي، د خوندي تګ راتګ وختونه پېژني، له ځایي ټولنو سره همغږي کوي، او د ژمي د انزوا لپاره د اړیکو او راجع کولو پلانونه جوړوي.
فصلي او جغرافیایي بڼې (د ساحې عملي لید)
د خطرونو فصلي او جغرافیایي بڼې درک کول له ساحوي ټیمونو سره مرسته کوي چې خطرونه مخکې له مخکې اټکل کړي او تر ناورینونو مخکې عملي اقدامات پلان کړي. په افغانستان کې ډېری خطرونه د وړاندوینې وړ فصلي دورې لري او له ځمکې او معیشتونو سره نږدې تړاو لري. دې خطرونو ته د فصلي او جغرافیایي لید له لارې کتل کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې د عمومي پوهاوي له کچې هاخوا ولاړ شي او د ارزونو او د پروګرام د ډیزاین پر مهال مشخصې، د ساحې له اړتیا سره سمې پوښتنې مطرح کړي. دا عملي لید د فعالیتونو د ښه وختبندۍ، خوندي ځای ټاکنې، او د ټولنې په کچه د اغېزمن چمتووالي ملاتړ وکړي.
د ساحوي ټیمونو د ملاتړ یوه ساده لاره دا ده چې خطرونه د فصلي والي او د ځمکې له بڼې سره وتړو.
د خطرونو فصلي جدول
|
خطر |
عام فصلونه |
عام لوړخطره چاپېریالونه |
د پروګرام عملي ملاحظات |
|
سېلابونه |
پسرلی (د واورو وېلې کېدل او باران)، ځینې وخت د دوبي توپانونه |
د سیند درې، سېلابي میدانونه، تېزې حوزې |
اوبه ایستل، خوندي ځای ټاکنه، احتیاطي اوبیزې زېرمې، د اوبو او حفظالصحې ساتنه (WASH) |
|
وچکالي |
څو فصله؛ ډېری وخت څو کلونو دوام کوي |
پر باران ولاړه کرنه، مالدارې سیمې |
د اوبو مدیریت، د وچکالي زغم وړ د معیشتونه، د تغذیې تړاو |
|
زلزلې |
هر وخت (فصلي نه دي) |
زلزلهیزې سیمې، کمزوري کورونه |
خوندي ساختماني لارښوونې، د ټولنې پوهاوی، د سرپناه معیارونه |
|
د ځمکې ښوېدنې |
پسرلی؛ له درنو بارانونو یا د واورو له وېلې کېدو وروسته |
لوړې غونډۍ، د سړک پرې شوې څنډې |
د ځای ټاکنه، د غونډۍ اوبه ایستل، د لاسرسي پلان |
|
واورې ښوېدنې |
ژمی |
لوړې درې او غرنۍ سیمې |
د ژمي چمتووالی، مخکې ځای پر ځای کول، خوندي لارې، د انزوا پلانونه |
دا جدول د تخنیکي خطر نقشهکولو بدیل نه دی، خو د ارزونو پر مهال له کارکوونکو سره مرسته کوي چې غوره او عملي پوښتنې مطرح کړي.
د افغانستان د ناورین خطر بڼه هغه مهال په سمه توګه درک کېدای شي چې دا وپېژنو شخړه او بېځایه کېدل څنګه له طبیعي خطرونو سره تعامل کوي. دا عوامل اکثره پخپله خطرونه نه رامنځته کوي، خو د خلکو زیان رسېدنه زیاتوي او د مقابلې وړتیا کمزورې کوي.
شخړه څنګه د ناورین خطر زیاتوي
د شخړې اړوند اغېزې کېدای شي لاندې موارد ولري:
· زیانمنې شوې زیربناوې (سړکونه، پلونه، کلینیکونه، د اوبو سیستمونه) ؛
· د اساسي خدماتو کمېدل (روغتیا، زدهکړه، د اوبو او حفظالصحې ساتنه) ؛
· د امنیتي یا اداري محدودیتونو له امله د ارزونې او غبرګون لپاره محدود لاسرسی؛
· اقتصادي زوال او بېکاري، چې د کورنیو د زغم او مقاومت وړتیا کموي؛ او
· ټولنیز ټوټهټوټه کېدل، چې د مقابلې ګډې لارې کمزورې کوي.
په عملي توګه، که سړکونه ویجاړ وي او امبولانسونه اغېزمنو کلیو ته ونه رسېږي، یا که روغتیايي مرکزونه اړین توکي او وسایل ونه لري؛ حتی یو عادي سېلاب هم کولای شي په لوی ناورین بدل شي.
د خطر څو برابروونکی عامل (بېځایه کېدل)
بېځایه کېدل د خلکو بې وزلي او زیان زیاتوي، ځکه چې بېځایه شوې کورنۍ ښايي:
· په ناامنه او خطرناکو سیمو کې مېشتې شي (سېلابي میدانونه، ناپایدارې غونډۍ، غیر رسمي مېشت ځایونه) ؛
· په لنډمهالو سرپناوو کې ژوند وکړي چې له یخنۍ، تودوخې، یا باد څخه خوندي نه وي؛
· قانوني مالکیت ونه لري، چې د کورونو د خوندي کېدلو یا رغولو توان محدودوي؛
· بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی له خنډونو سره مخ کوي (روغتیا، پاکې اوبه، زدهکړه) ؛ او
· د ژغورنې له خطرونو سره مخ کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، او معلول کسان.
سناریو (مرکب خطر):
یوه بېځایه شوې ټولنه د ښار په څنډه کې د یوه وچ سیند په غاړه مېشته کېږي، ځکه کرایه ارزانه ده او ځمکه موندل کېږي. د پورته سیمو د درنو بارانونو پر مهال، یو ناڅاپي سېلاب د دې چینل له لارې تېرېږي، سرپناه زیانمنوي او د اوبو لوښي ککړوي. په عین وخت کې، کورنۍ بل ځای ته له تلو ډډه کوي، ځکه له شړلو وېره لري. دا یو مرکب خطر دی چې د خطر زیاتېدل + بېځایه کېدل + د ساتنې اندېښنې + محدود انتخابونه، سره یوځای کوي.
د «مرکبو او پرلهپسې خطرونو» مانا
په افغانستان کې، خطرونه ډېر ځله مرکبه بڼه اخلي، یعنې په یو وخت کې څو خطرونه رامنځته کېږي، یا پرلهپسې پېښېږي، یعنې یوه پېښه بله راولاړوي. بېلګې یې دا دي:
· وچکالي → د عاید کمېدل → پورونه → خوارځواکي → د ناروغیو پر وړاندې زیاته زیانپذیري
· سېلاب → د اوبو ککړتیا → د نس ناستې خپرېدل
· زلزله → ویجاړ سړکونه → صحي ځایونو ته د رسېدو ځنډ → د مړینې لوړه کچه
· سخت ژمی + د سون توکو کمښت → د یخنۍ اړوند ناروغۍ + د ژغورنې خطرونه
د غیردولتي بنسټونو او مدني ټولنو لپاره، دا موضوع دا مانا لري چې ارزونې باید یوازې د ښکاره فزیکي زیان پر کچې محدودې نه وي، بلکې لاندې پوښتنې هم مطرح کړي:
· څوک تر ټولو ډېر له خطر سره مخ دي او ولې؟
· کوم خدمتونه او د تدارکاتو ځنځیرونه ګډوډ شوي دي؟
· د مقابلې کومې لارې لا دمخه ختمې شوې دي؟
· د شاک پر مهال او وروسته د ساتنې او خوندیتوب کوم خطرونه زیاتېږي؟
اقلیمي بدلون د افغانستان د ناورین بڼه تر ډېره د تودوخې د الګوګانو، د ورښت بدلون، او د شدیدو اقلیمي پېښو د زیاتوالي له لارې اغېزمنوي. که څه هم په ځینو سیمو کې معلومات محدود دي، خو د ساحې تجربې او لیدل شوي تمایلات ډېری وخت ښيي چې:
· په ځینو سیمو کې د وچکالۍ حالتونه ډېر تکرارېږي یا لا شدید شوي دي؛
· د ورښت بدلون زیات شوی دی (اوږدې وچې دورې او ورپسې شدید بارانونه) ؛
· پر وچې او کلکې خاورې د شدیدو بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو احتمال لوړ شوی دی؛
· د واورو په بڼو کې بدلونونه رامنځته شوي چې د اوبو پر شتون او د سېلابونو پر وخت اغېز کوي؛ او
· د اوبو پر سرچینو، کرنه، او مالداریو سیستمونو فشار زیات شوی دی.
په روزنیزو پروګرامونو کې د اقلیمي بدلون موضوع باید په دقت سره وړاندې شي: له مبالغې او د یوې واحدې علتمحورې تشریح څخه باید ډډه وشي. په عملي ډول، اقلیمي بدلون له ځمکې د کارونې، بېوزلۍ، او زیربناوو سره یوځای اغېز کوي. د غیر دولتي بنسټونو د پروګرام جوړونې لپاره عملي پیغام دا دی چې:
· د لا زیاتې ناڅرګندتیا لپاره پلان جوړ کړئ (د فصلونو د ممکنه بڼو پراخ بدلون) ؛
· پر انعطافپذیرۍ او مخکیني اقدام پانګونه وکړئ؛
· د اوبو او معیشتونو د زغم وړتیا پیاوړې کړئ؛ او
· د یوه واحد فصل پر ځای د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه وکړئ.
بېلګه (د پروګرام تړاو):
یوې ټولنه پخوا تمه لرله چې د پسرلي بارانونه به د مدیریت وړ وي. په وروستیو کلونو کې د باران الګوګانې بېنظمې شوې دي: اوږدې وچې څپې او ورپسې درانه بارانونه. خاوره د اوبو د جذب وړتیا له لاسه ورکوي او د سطحي بهېدنې کچه لوړېږي. ناڅاپي سېلابونه د اوبو لګولو کانالونه زیانمنوي او بزګران خپل حاصلات له لاسه ورکوي. د اقلیمخبره د ناورین د خطر کمولو کړنلاره به د کانالونو ساتنه، د اوبه تخلیه، د اوبو د حوضو پیاوړي اقدامات، د وچکالۍ پر وړاندې د زغم وړ انتخابونه، او د شدیدو بارانونو لپاره د ټولنې د مخکیني خبرتیا پیغامونه پکې شامل کړي.
په افغانستان کې د ناورین خطر په ښاري او کلیوالي سیمو کې بېلابېلې بڼې لري. که څه هم دواړه چاپېریالونه له جدي خطرونو سره مخ دي، خو د خطر لاملونه، اغېزې، او د حل لارې یې ډېری وخت یو له بله توپیر لري.
کلیوالي د خطر بڼې
کلیوالي ټولنې اکثره له لاندې خطرونو او محدودیتونو سره مخ وي:
· روغتیایي خدمتونه، بازارونو، او د ترمیم توکو ته محدود لاسرسی؛
· پر کرنه او مالدارۍ ډېره تکیه؛
· له ځایي توکو جوړ کورونه چې د خطرونو پر وړاندې لږ مقاومت لري؛
· د سېلابونو، د ځمکې ښوېدنو، او واورو پر مهال جغرافیایي انزوا؛ او
· په ځینو سیمو کې ټولنیزې اړیکې پیاوړې، خو رسمي خدمتونه محدود وي.
کلیوالي بېلګه:
یو سېلاب هغه کلیوالي پل ویجاړوي چې څو کلي د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي. که څه هم کورنۍ یوازې عادي زیان ویني، خو د لاسرسي له منځه تګ هغوی له دې منع کوي چې خپل محصولات وپلوري، روغتیایي مرکزونو ته ورسېږي، یا مرستې ترلاسه کړي. د انزوا له امله، ناورین اوږدېږي او اغېزې یې ژورېږي.
په کلیوالو سیمو کې د ناورین د خطر کمولو عملي لومړیتوبونه اکثره دا وي:
· د ټولنې پر بنسټ د خطر نقشه کشي او ځایي مخنیوي اقدامات (اوبه ایستل، د غونډیو ساتنه) ؛
· د خوندي سرپناه لارښوونې او د ژمي چمتووالی؛
· د اوبو د سرچینو او د اوبو لګولو سیستمونو ساتنه؛
· د معیشت متنوع کول او د وچکالۍ لپاره چمتووالی؛ او
· د موسمي انزوا پر مهال د اړینو توکو مخکې ځای پر ځای کول.
د ښاري خطر بڼې
ښاري او نیمهښاري سیمې اکثره له لاندې خطرونو سره مخ وي:
· چټکه او بېپلانه پراختیا او غیر رسمي مېشت ځایونه؛
· د اوبه ایستلو کمزوری سیستم او د کثافاتو ناسم مدیریت، چې د سېلابونو سبب ګرځي؛
· ګڼهګوڼه، چې د اورلګېدنې او د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي؛
· د بېځایه شوو کورنیو لوړه کچه چې په نازکو او ناپایدارو سرپناوو کې ژوند کوي؛
· د کلیوالي سیمو په پرتله د خدمتونو زیات شتون، خو نابرابر او محدود لاسرسی.
ښاري بېلګه:
په یوه ښاري ګاونډ کې، د درنو بارانونو له امله کوڅې سېلابي کېږي، ځکه چې د اوبه ایستلو سیستم د کثافاتو له امله بند شوی وي. غیر رسمي سرپناوې له اوبو ډکېږي، او کورنۍ خپلې کوچنۍ خو مهمې شتمنۍ (وسایل، اسناد، ګرځنده تلیفونونه) له لاسه ورکوي. که څه هم خطر «کوچنی» ښکاري، خو د ټولو بېوزلو کورنیو لپاره زیانونه ډېر درانه وي.
په ښاري سیمو کې د ناورین د خطر کمولو عملي لومړیتوبونه اکثره دا وي:
· د اوبه استلو سیستم ښه کول او د کثافاتو د مدیریت په اړه د ټولنې پوهاوی؛
· د امکان په صورت کې د لنډمهالو مېشت ځایونو لپاره د خطر پر بنسټ د ځای ټاکنه او پلان جوړونه؛
· د لاسرسي، اوبه ایستلو، او د بیړني غبرګون د رولونو په اړه له ښاروالیو یا اړوندو de facto ادارو سره همغږي؛
· له اور لګېدنې څخه د خوندیتوب پوهاوی او د سرپناوو ترمنځ خوندي واټن (که ممکن وي) ؛ او
· د ځایي سېلابونو لپاره د اړیکو او مخکینۍ خبرتیا پیاوړتیا.
لنډ پرتلیز جدول
|
بُعد / شاخص |
کلیوالي چاپېریالونه |
ښاري او ښاريڅنډهییز چاپېریالونه |
|
د زیان رسېدنې عام لاملونه |
انزوا، خدمتونو ته محدود لاسرسی، پر کرنه تکیه |
غیر رسمي مېشت ځایونه، د اوبه ایستلو ستونزې، ګڼهګوڼه |
|
د خطرونو عامې اغېزې |
د لاسرسي ګډوډي، د معیشت له لاسه تګ، د ژمي انزوا |
ځایي سېلابونه، روغتیایي خطرونه، د شتمنیو له لاسه ورکول، د شړلو خطر |
|
اصلي عملیاتي ننګونه |
ټولنو ته چټک او دوامدار رسېدل |
د نفوس لوړه کچه او پېچلې همغږي |
|
ګټور د DRR د ننوتلو ټکي |
ټولنیز مخنیوي اقدامات، خوندي سرپناه، مخکې ځای پر ځای کول |
اوبه ایستل، د مېشت ځایونو د خطر کمول، د مخکیني خبرتیا پیغامونه |
د غیر دولتي بنسټونو د کارکوونکو لپاره پیغام روښانه دی: د ناورین خطر کمولو لپاره «یوه واحده نسخه» اغېزمنه نه ده. پروګرامونه باید د ځایي خطر بڼو، موجودو ظرفیتونو، او عملي محدودیتونو له مخې عیار شي.
دې برخې د افغانستان د ناورین د خطر بڼه تشریح کړه او اصلي طبیعي خطرونه یې وڅېړل—زلزلې، سېلابونه، وچکالۍ، د ځمکې ښوېدنه، او واورې ښوېدنه—او دا یې روښانه کړه چې د هغوی اغېزې څنګه د فصلونو، جغرافیې، او زیان اوښتو له مخې بدلېږي. همدارنګه یې وښودله چې شخړې او بېځایه کېدل څنګه خطر زیاتوي او مرکب او پرلهپسې بحرانونه رامنځته کوي چې دا یوازې فزیکي زیان نه وي. دې برخې دا هم تشریح کړل چې اقلیمي بدلون څنګه ناڅرګندتیا او شدیدې پېښې زیاتوي، چې انعطاف لرونکي پلان جوړونه او مخکینی اقدام اړینوي. په پای کې، د ښاري او کلیوالي خطر بڼې پرتله شوې، ترڅو دا څرګنده شي چې د ناورین خطر کمولو مداخلې باید د شرایطو او چاپېریال له مخې طرحه شي.