Curriculum
Course: د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د رو...
Login

Curriculum

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود

0/36
Video lesson

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود پنځمه برخه دریم درس

 

5.5 د بیړنیو حالاتو پر مهال رول او مسوولیتونه

روښانه نقش او مسوولیتونه د اغېزمن، منظم، او پر وخت بیړني غبرګون لپاره حیاتي ارزښت لري.

د چمتووالي پلان جوړونه باید دا موارد په څرګند ډول تعریف کړي:

·       په بېلابېلو کچو کې د پرېکړو کولو واک؛

·       د ساحوي ټیمونو مشخص مسوولیتونه؛

·       د همغږۍ رول؛

·       له ټولنې سره د اړیکو رول؛

·       د مالي چارو او تدارکاتو مسوولیتونه؛ او

·       د خوندیتوب او ساتنې د تماس ټکي.

رول باید واقعي وي او د شته وړتیاوو، د لاسرسي شرایطو، او عملي محدودیتونو انعکاس وکړي.

بېلګه:

د ژمي د بیړني حالت پر مهال، ساحوي ټیمونه نه پوهېږي چې څوک د زیان‌منو کورنیو د تودوخې لپاره د سون توکو د پېرلو تصویب کولی شي. وروسته له هغه چې رول د چمتووالي په پلان کې روښانه شي، واکونه اړوندو کسانو ته سپارل کېږي او مرسته پر وخت رسېږي.

د چمتووالي پلانونه باید همدارنګه دا موارد هم په پام کې ونیسي:

·       د کارکوونکو خوندیتوب او د پاملرنې مسوولیت؛

·       بدیل ترتیبات، که کلیدي کارکوونکي شتون ونه لري؛ او

·       د ظرفیت د زیاتوالي او چمتو پرسونل ترتیبات

6.5 د قضیې څېړنه: د فصلي سېلابونو لپاره د بیړني چمتووالي پلان جوړونه

شالید:

یوه غیر دولتي اداره په داسې ولایت کې فعالیت کوي چې فصلي سېلابونه نږدې هر پسرلی پکې رامنځته کېږي. پخواني غبرګونونه د ناوخته ارزونو، ناڅرګند رول، او د اکمالاتي توکو د کمښت له امله له ځنډ سره مخ شوي وو.

د چمتووالي اقدامات:

·       د ساحوي کارکوونکو په ګډون د سېلاب لپاره احتیاطي پلان جوړ شو؛

·       د سېلاب د لومړیتوب سناریوګانې په ګوته شوې؛

·       د ورښت او د سیند د اوبو د کچې پر بنسټ د فعالېدو نښې وټاکل شوې؛

·       د بیړنیو اوبو، حفظ‌الصحې او نظافت او سرپناه توکي له مخکې ځای پر ځای شول؛ او

·       د ټولنې کمېټې د مخکیني خبرداري د خپرولو په برخه کې وروزل شوې.

پایله:

کله چې راتلونکي کال سېلابونه رامنځته شول:

·       ارزونې د 48 ساعتونو په دننه کې پیل شوې؛

·       بیړنۍ زېرمې په چټک او منظم ډول ووېشل شوې؛

·       ټولنې له وخته مخکې تخلیه شوې؛ او

·       له ځایي چارواکو سره همغږي په څرګنده توګه ښه شوه.

زده‌کړې:

·       د چمتووالي پلان جوړونې د غبرګون وخت په څرګنده توګه راکم کړ؛

·       د روښانه فعالېدو نښو مخکینی اقدام ممکن کړ؛ او

·       د ټولنې ګډون د غبرګون عمومي اغېزمنتیا پیاوړې کړه.

7.5  د چمتووالي په پلان جوړونه کې عامې ستونزې او ښې کړنلارې

عامې ستونزې

·       پلانونه جوړېږي، خو نه شریکېږي او نه پرې عملي تمرین کېږي؛

·       ډېر پېچلي اسناد چې د بیړنیو حالاتو پر مهال عملي ګټه نه لري؛

·       د اړیکو زاړه لېستونه او ناسم اټکلونه؛

·       د چمتووالي فعالیتونو لپاره محدودې مالي سرچینې؛ او

·       د ټولنې او بنسټیزو پلانونو ترمنځ کمزورې اړیکې.

ښې کړنلارې

·       پلانونه ساده، عملي، او د کار وړ وساتئ؛

·       ساحوي کارکوونکي او ټولنې په پلان جوړونه کې فعاله شامل کړئ؛

·       پلانونه په منظم ډول بیا وګورئ او نوي کړئ؛

·       که امکان وي، د تمریني سناریوګانویا تمرینونه ترسره کړئ؛ او

·       د چمتووالي پلان جوړونه له څارنې او د مخکیني خبرداري سیستمونو سره ونښلوئ.

لنډیز

دې برخې د بیړني چمتووالي د پلان جوړونې موخه او اهمیت څرګنده کړه چې دا بهیر څنګه په افغانستان کې د ناورینونو اغېزې راکموي. مادیول د چمتووالي د پلان اساسي برخې بیان کړې، د بنسټیزې او ټولنیزې کچې د احتیاطي پلان جوړونې پر ارزښت یې ټینګار وکړ، او د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه او د فعالېدو نښې یې روښانه کړې. د بېلګو او یوې قضیې څېړنې له لارې، مادیول وښودله چې روښانه رول، مخکینی اقدام، او واقعي پلان جوړونه څنګه کولی شي د بیړني غبرګون اغېزمنتیا په څرګنده توګه ښه کړي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).