Curriculum
Course: د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د رو...
Login

Curriculum

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود

0/36
Video lesson

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود اوومه برخه دوهم درس

 3.7  په WASH پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو مدغم کول

د اوبو، حفظ‌الصحې او نظافت خدمتونه (WASH) د ناورینونو پر وړاندې ډېر حساس دي. سېلابونه، وچکالۍ او بې‌ځایه کېدل کولای شي په چټکۍ سره د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې لاسرسی ګډوډ کړي او د ناروغیو د خپرېدو لامل شي.

د WASH پر سکتور اغېزمن کوونکي اصلي ناوریني خطرونه

·       د تشنابونو سېلابي کېدل او د اوبو د سرچینو ککړتیا

·       وچکالي چې د اوبو شتون راکموي

·       د زلزلو پر مهال د اوبو د زیربناوو زیان

·       د بې‌ځایه کېدو په سیمو کې د خدمتونو ډېر استعمال

په WASH پروګرامونو کې د DRR د مدغم ګېدو ټکي

د خطر پر بنسټ ځای ټاکنه او طرحه
د WASH تاسیسات باید:

·       د امکان تر حده له سېلاب‌خېزو سیمو لرې ځای پر ځای شي

·       په لوړ خطر لرونکو سیمو کې لوړ یا خوندي کړل شي

·       د تمه کېدونکو خطرونو پر وړاندې د مقاومت وړ طرحه ولري

د اوبو د سرچینو ساتنه
پروګرامونه باید په پام کې ونیسي:

·       د څاه‌ګانو او چینو لپاره د سېلاب ضد ساتنه

·       د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت، لکه د اوبو زېرمه کول یا بدیلې سرچینې

چمتووالی او ساتنه

·       د ترمیمي توکو له مخکې ځای پر ځای کول

·       په بنسټیزه ساتنه کې د ټولنو روزنه

·       د بیړني اوبو رسولو لپاره عملي پلان جوړونه

بېلګه:
یو WASH پروګرام پرته له دې چې د سېلاب خطر وارزوي تشنابونه نصبوي. د سېلاب پر مهال تشنابونه نړېږي او د اوبو سرچینې ککړوي. د DRR اصولو له پلي کېدو وروسته، تشنابونه انتقال یا لوړېږي، د اوبو ایستلو سیستم ښه کېږي، او د سېلاب اړوند ناروغۍ کمېږي.

4.7  په روغتیايي پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو مدغم کول

روغتیايي خدمتونه د ناورینونو پر مهال حیاتي ارزښت لري، خو خپله روغتیايي تاسیسات ډېر ځله له جدي خطرونو سره مخ وي. که روغتیايي پروګرامونه د ناورین د خطر کمولو له لیدلوري او د خطر پر بنسټ طرحه نه شي، د ناورین پر مهال ښايي خدمتونه ګډوډ شي، ځنډ ومومي او یا په بشپړ ډول ودرېږي.

د روغتیا سکتور اغېزمن کوونکي اصلي ناوریني خطرونه

·       د زلزلو پر مهال روغتیايي تاسیساتو ته زیان

·       سېلابونه چې کلینیکونو ته د لاسرسي لارې بندوي

·       د سېلابونو وروسته یا د وچکالۍ پر مهال د ناروغیو د خپرېدو زیاتوالی

·       د درملو او طبي توکو د رسولو د ځنځیر ګډوډېدل

په روغتیايي پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو د مدغم کېدلو ټکي

د تاسیساتو خوندیتوب او لاسرسی

·        د کلینیکونو د ناوریني خطرونو او موقعیت منظمه ارزونه

·        د بیړنیو حالاتو پر مهال د خوندي بدیلو تګ‌لارو پېژندنه او ډاډمنول

چمتووالی او د ظرفیت لوړوالی

·       د بنسټیزو درملو او طبي توکو کافي بیړنۍ زېرمه

·       د راجع کولو روښانه او لومړنی تشخیص عملي پلانونه

·       د ناورین پر مهال د اغېزمن غبرګون لپاره د روغتیايي کارکوونکو منظمې روزنې

د ټولنې روغتیايي چمتووالی

·       د ناورینونو پر مهال د ناروغیو د مخنیوي په اړه د ټولنې پوهاوی

·       د ناروغیو د وختي پېژندنې او پر وخت راپور ورکولو پیاوړتیا

بېلګه:
یو کلیوالي کلینیک د سېلاب پر مهال ځکه له لاسرسي وځي چې د تګ اصلي لاره تر اوبو لاندې کېږي. د ناورین د خطر کمولو پر بنسټ طرحه شوې لاره بدیلې لارې پېژني، طبي توکي له مخکې ځای پر ځای کوي، او د ټولنې روغتیايي کارکوونکي روزي، چې په پایله کې د سېلاب پر مهال هم بنسټیز روغتیايي خدمتونه په دوامداره توګه وړاندې کېږي.

5.7  په سرپناه او زیربنايي پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو مدغم کول

د سرپناه او زیربنايي پروګرامونه په مستقیم ډول دا ټاکي چې خلک تر کومې کچې د ناوریني خطرونو پر وړاندې افشا کېږي. که سرپناه په سمه توګه طرحه او جوړ نه شي، عادي خطرونه کولای شي په ناورینونو واوړي او جدي زیانونه رامنځته کړي.

د سرپناه سکتور اغېزمن کوونکي اصلي ناوریني خطرونه

·       د زلزلو پر مهال د کمزورو جوړښتونو نړېدل

·       د سېلاب له امله په سېلاب‌خېزو سیمو کې د جوړو شوو کورونو زیان

·       د سخت ژمي شرایط چې پر کم عایق لرونکو سرپناه‌وو منفي اغېز کوي

په سرپناه پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو کې د مدغم ټکي

ساختماني خوندي کړنې

·       د محلي موادو په کارولو سره د خطر پر وړاندې د مقاومت لرونکو ساختماني تخنیکونو ترویج

·       د بنسټیز ساختماني ثبات ډاډمنول (بنسټونه، د دېوالونو نښلونې)

د ځای ټاکنه او پلان جوړونه

·       له لوړ خطر لرونکو سیمو څخه په څرګند ډول ډډه کول

·       په دقت سره د اوبو ایستلو، د غونډیو د ثبات، او د لاسرسي لارو ارزونه

د ژمي چمتووالی او د اقلیم ملاحظات

·       اغېزمن عایق کول، خوندي تودوخه، او د هوا پر وړاندې ساتنه

·       مناسبه هوا تر څو د کور دننه روغتیايي خطرونه راکم شي

بېلګه:
هغه سرپناه‌وې چې د بې‌ځایه کېدو وروسته په بیړه جوړېږي، لنډمهاله اسانتیا برابروي، خو د ژمي د توپانونو پر مهال نړېږي. د ناورین د خطر کمولو له مدغم کولو وروسته، د سرپناه طرحې ښې کېږي، د ژمي چمتووالی له مخکې پلان کېږي، او زیانونه په څرګند ډول راکمېږي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).