2.6 په افغانستان کې د مخکیني خبرداري سیستمونه
د مخکیني خبرداري سیستم یوازې د څارنې یوه تخنیکي وسیله نه ده؛ بلکې یو جامع سیستم دی چې د خطر څارنه، د خطر تحلیل، د معلوماتو شریکول، او د غبرګون وړتیاوې پکې شاملې دي.
په افغانستان کې د مخکیني خبرداري سیستمونه په څو کچو کې فعالیت کوي:
ملي او فرعي ملي کچه
په ملي او ولایتي کچو کې، د مخکیني خبرداري معلومات کېدای شي دا موارد ولري:
· د هوا وړاندوینې او د ورښت منظمه څارنه؛
· د سیند د اوبو د کچې مشاهدې؛
· د وچکالۍ نښې، لکه د ورښت کمښت او د نباتاتو فشار؛ او
· فصلي اټکلونه.
دا معلومات ډېری وخت د راپورونو، خبرپاڼو، یا د همغږۍ د میکانېزمونو له لارې شریکېږي. خو یوازې تخنیکي معلومات په خپله اقدام نه رامنځته کوي، تر هغه چې په روښانه ډول تفسیر نه شي او له پرېکړهنیونې سره و نه نښلول شي.
ټولنیزه کچه
په ټولنیزه کچه، مخکینی خبرداری ډېری وخت پر لاندې ټکو ولاړ وي:
· د ورښت، د سیند د چلند، د واورې د راټولېدو، یا د خاورې د حالت ځایي کتنې؛
· دودیزه پوهه او اوږدمهاله تجربه؛ او
· د اړیکو غیررسمي لارې، لکه جوماتونه، د ټولنې مشران، یا خوله په خوله پیغامونه.
د ټولنې پر بنسټ مخکینی خبرداری په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې ډېر ارزښت لري، هلته چې د رسمي څارنې پوښښ محدود وي.
بېلګه:
په یوه سېلابځپلې سیمه کې، د ټولنې غړي ویني چې د پورته سیمو د سخت ورښت وروسته د سیند اوبه په چټکۍ سره لوړېږي. سپینږیري ځانګړې نښې پېژني، لکه د سیند د رنګ یا غږ بدلون، چې د نږدې سېلاب څرګندې نښې وي. که دا مشاهدې په اغېزمن ډول شریکې شي، ارزښتناک مخکینی خبرداری برابروي.
د ناورین د خطر کمولو په پروګرامونو کې یوه له تر ټولو عامو کمزوريو څخه د مخکیني خبرداري او مخکیني اقدام ترمنځ تشه ده. کېدای شي معلومات موجود وي، خو د ناڅرګندو مسوولیتونو، د سرچینو د نشتون، یا د پرېکړې د ځنډ له امله اقدام پر وخت نه ترسره کېږي.
د مخکیني خبرداري نښلول له مخکیني اقدام سره دې ټکو ته اړتیا لري:
· له مخکې هوکړه شوې کړنې؛ دا چې د خبرداري پر مهال به څه ترسره کېږي؛
· د فعالېدو روښانه نښې؛ هغه مشخصې نښې چې اقدام پیلوي؛
· ټاکل شوي مسوولیتونه؛ څوک اقدام کوي او څوک یې تصویبوي؛ او
· شته سرچینې؛ توکي، بودجه، او وړتیاوې چې له مخکې چمتو وي.
مخکیني اقدامات کېدای شي دا موارد راونغاړي:
· د بیړنیو توکو له مخکې ځای پر ځای کول؛
· د زیانمنو کورنیو د تخلیې ملاتړ؛
· د معیشت ساتنه (لکه د څارویو انتقال، له وخته مخکې د حاصلاتو ټولول) ؛
· د سرپناه پیاوړتیا یا موقتي د ساتنې اقدامات؛ او
· د ټولنې د رضاکارانو فعالول.
بېلګه:
که د سېلابځپلې ولسوالۍ لپاره د سخت ورښت وړاندوینه وشي، مخکینی اقدام کېدای شي له لارو څخه د اوبو پاکول، کورنیو ته د شتمنیو د انتقال خبر ورکول، د اوبو، حفظالصحې او نظافت) توکو ځای پر ځای کول)، او روغتیايي مرکزونو ته د احتمالي مراجعینو لپاره د چمتووالي خبر ورکول شامل وي.
مخکینی اقدام ډېر ځله له لګښتي پلوه اغېزمن تمامېږي، ځکه چې د وروسته بیړني غبرګون کچه او لګښتونه راکموي.
د مخکیني خبرداري اغېزمنتوب تر ډېره دې پورې تړلی دی چې معلومات څنګه، کله او د چا له لارې ټولنو ته رسول کېږي. هغه خبرداری چې سم نه درک کېږي، پرې باور نه کېږي، یا پرې عملي اقدام نه کېږي، د خطر په کمولو کې هېڅ اغېز نه لري.
د ټولنې لپاره د خبرداري د خپرولو اساسي اصول
· روښانتیا: پیغامونه باید ساده، واضح او د عملي اقدام وړ وي.
· پر وخت رسول: خبرداری باید دومره وختي ورسېږي چې خلک وکولای شي لازم اقدام ترسره کړي.
· باور: معلومات باید د باوري او پېژندل شوو سرچینو له لارې شریک شي.
· لاسرسی: پیغامونه باید ښځو، نارینهوو، د معلولیت لرونکو اشخاصو او ټولو قشرونو ته په مساوي ډول ورسېږي.
د اړیکې او پیغام رسولو عامې لارې
· د ټولنیزې غونډې او عامه اعلانونه
· د جوماتونو د لاؤډسپیکرونو له لارې
· د موبایل ټیلیفون پیغامونه یا تماسونه
· د ټولنې رضاکاران او کمېټې
· بصري نښې لکه بیرغونه او نښانونه، چېرې چې مناسب وي
بېلګه:
په یوه محافظهکاره سیمه کې، که خبرداری یوازې په هغو غونډو کې شریک شي چې زیاتره نارینه پکې ګډون کوي، ښځو ته پر وخت نه رسېږي. یوه اغېزمنه او ټولشموله لاره دا ده چې ښځینه رضاکارانې د کور په کچه له ښځو سره مستقیم معلومات شریک کړي.
د خبرداري پیغام باید په روښانه ډول لاندې معلومات ولري
· څه پېښېږي یا د پېښېدو احتمال شته
· دا به کله پېښېږي
· خلک باید کوم عملي اقدامات ترسره کړي
· د مرستې یا نورو معلوماتو لپاره چېرې مراجعه وکړي
سره له دې چې مخکینی خبرداری او مخکینی اقدام د ناورینونو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري، خو په افغانستان کې له ګڼو عملي ننګونو سره مخ دي.