د پرېکړهکولو عامې ننګونې
· نامعلوم یا په دوامداره توګه بدلېدونکي معلومات
· د چټک اقدام او دقیق تصمیم ترمنځ توازن
· محدودې سرچینې
· د ټولنو، چارواکو، یا تمویل کوونکو فشار
· د خوندیتوب او لاسرسي محدودیتونه
اغېزمنه پرېکړه کول حتا په چټکو او له فشار ډکو حالاتو کې هم منظم فکر، وضاحت، او د خطر منل غواړي.
د پرېکړهکولو عملي لارې چارې
مشـران کولای شي پرېکړهکول پیاوړی کړي که:
· له مخکې توافق شويو سناریوګانو کار واخلي
· ټیم له اړوندو غړو سره په چټک ډول مشوره وکړي
· خپلې فرضیې او پرېکړې دلیل مستند کړي
· له اقدام وروسته پرېکړې وارزوي تر څو زده کړه او سمون رامنځته شي
بېلګه
د وختي خبرداري معلومات د ممکنه سېلاب نښې ښيي، خو وړاندوینې لا هم نامعلومې دي. یو مشر پرېکړه کوي چې د ټیټ لګښت وختي اقدامات پیل کړي، د بشپړ یقین انتظار ونه کړي. دا کار د احتمالي زیان د کمولو سبب ګرځي او خطر په مسؤلانه ډول مدیریت کوي.
اخلاق د بشري مرستو او د ناورین خطر کمولو د کار بنسټ جوړوي. اخلاقي رهبري دا تضمینوي چې پرېکړې د انساني کرامت، انصاف، او مسؤلیت پر بنسټ دي، حتا هغه مهال چې سرچینې محدودې وي.
اساسي اخلاقي اصول
· انسانیت: د کړاو کمول او د ژوند ساتنه
· د اړتیا پر بنسټ بېطرفي: مرسته یوازې د اړتیا له مخې
· سیاسي بېطرفي: له سیاسي یا ایډیالوژیک اړخنیونې ډډه
· خپلواکي: د بشري موخو پر بنسټ پرېکړې کول
اخلاقي ستونزې هغه مهال رامنځته کېږي چې دا اصول یو له بل سره ټکر وکړي، یا د عملي محدودیتونه انتخابونه راکم کړي.
په ناورین خطر کمولو او بیړنیو حالاتو کې عامې اخلاقي ننګونې
· د محدودو سرچینو پر مهال د مرستو لومړیتوب ټاکل
· د خونديساتنې له بشپړو تدابیرو پرته د اقدام پرېکړه کول
· د چټک غبرګون او ټولشموله مشورې ترمنځ توازن
· د بانفوذه ډلو د فشار مدیریت
بېلګه
د چمتووالي یوه پروژه یوازې د څو ټولنو د ملاتړ وړتیا لري. مشران اړ دي چې د نفوذ یا ښکارهوالي پر ځای د خطر او زیانپذیرۍ پر بنسټ لومړیتوب وټاکي، حتا که دا پرېکړه محبوبیت هم ونه لري.
اخلاقي رهبري شفافیت، د پرېکړو تشریح، او د احترام له لارې د اعتماد ساتنه غواړي
مشـران یوازې د پایلو لپاره مسؤل نه دي، بلکې د دې لپاره هم مسؤلیت لري چې پرېکړې څنګه کېږي او اقدامات څنګه عملي کېږي.
د مشرانو مهم مسؤلیتونه
· د سازماني پالیسیو رعایت یقیني کول
· د خونديساتنې او د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوي معیارونو پلي کول
· د محرم معلوماتو ساتنه
· د نظریاتو، شکایتونو، او فیډبک پر وړاندې ځواب ویونکی چلند
· د اخلاقي چلند عملي بېلګه ګرځېدل
مشـران د ټیم لپاره معیار ټاکي. کله چې مشران اخلاقي چلند کوي، کارکوونکي هم ډېر احتمال لري چې اصول مراعت کړي او اندېښنې راپور کړي.
بېلګه
د ټیم د یو مشر لهخوا د ټولنې راپور شوې د خونديساتنې اندېښنه جدي نیسي، سمې کړنلارې فعالوي، او پایلې په مناسب ډول شریکوي. دا چلند باور او حسابورکونه پیاوړي کوي.
د ناورین په خطر کمولو کې رهبري د سرچینو، پرېکړو، او د معلوماتو له واک سره تړاو لري. دا چې دا واک څنګه کارول کېږي، د ټولنې پر باور او د پروګرام پر اغېزمنتیا مستقیم اغېز لري.
په افغانستان کې، ټولنې کېدای شي:
· د تېرو تجربو له امله محتاطې وي
· د پرېکړهنیونې په بهیر کې د اغېز محدود فرصتونه ولري
· د بحران پر مهال پر بهرني ملاتړ ډېر متکي وي
له همدې امله، مشران باید:
· په روښانه، صادقانه، او پر وخت اړیکه ونیسي
· هغه ژمنې ونه کړي چې عملي کېدل یې ممکن نه وي
· د ټولنې ګډون او فیډبک ته جدي پاملرنه وکړي
· د بشري ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ محلي دودونو ته درناوی ولري
بېلګه
یو مشر تشریح کوي چې ولې ځینې کورنۍ د خطر د ټاکل شويو معیارونو پر بنسټ د سېلاب د مخنیوي لپاره لومړیتوب ترلاسه کوي. دا روڼتیا د ناسم فهم او تاوتریخوالي مخه نیسي.
باور د دوامداره، درناويلرونکې، او شفافې رهبري له لارې رامنځته کېږي.
د ناورین او بیړنیو حالاتو کار پر کارکوونکو او رضاکارانو دروند رواني او فزیکي فشار راولي. اخلاقي رهبري د کارکوونکو د هوساینې او پاملرنې د مسؤلیت درلودل هم شاملوي.
د ناورین په خطر کمولو او بیړنیو حالاتو کې د کارکوونکو عام فشارونه
· له انساني کړاو او تلفاتو سره مخامخ کېدل
· اوږده کاري ساعتونه او دوامدار فشار
· د امنیت او لاسرسي خطرونه
· اخلاقي فشار، کله چې سرچینې محدودې وي
مشـران باید:
· معقول او منظم کاري بار ته وده ورکړي
· د استراحت او کاري بدلون هڅونه وکړي، چې هر چېرې ممکن وي
· رواني–ټولنیز ملاتړ یا مناسب راجع کول برابر کړي
· خوندي فضا رامنځته کړي تر څو کارکوونکي خپلې اندېښنې پرته له وېرې شریکې کړي
بېلګه
له سېلابي غبرګون وروسته، یو مدیر د ټیم د ارزونې ناسته تنظیموي تر څو پر ننګونو بحث وشي او د کارکوونکو عاطفي هوساینه پیاوړې شي. دا کار د ستړیا او د کار پرېښودو کچه راکموي.
د کارکوونکو پاملرنه تجمل نه دی؛ دا د پایدارو او اخلاقي عملیاتو لپاره اساسي اړتیا ده.
د ناورین خطر کمولو لپاره د رهبري اړین مهارتونه عبارت دي له:
· روښانه اړیکه : په ځانګړي ډول د نامعلوم او بدلېدونکي وضعیت پر مهال
· فعاله اورېدنه : د کارکوونکو او ټولنې فیډبک ته جدي غوږ نیول
· انعطافپذیري : د شرایطو د بدلون سره د پلانونو سمون
· صلاحیت سپارنه : د څارنې تر څنګ د ټیم پیاوړتیا
· تفکر او زده کړه : له تجربو څخه دوامداره زده کړه
دا مهارتونه د روزنې، لارښوونې او عملي تجربې له لارې پیاوړي کېدای شي.
مخکې له دې چې مشران یوه مهمه پرېکړه وکړي، کولای شي دا پوښتنې له ځانه وپوښتي:
|
پوښتنه (Question) |
هو / نه (Yes / No) |
یادښتونه (Notes) |
|
ایا دا پرېکړه د ارزول شويو اړتیاوو او خطرونو پر بنسټ ده؟ |
|
|
|
ایا دا پرېکړه بشري اصولو ته درناوی لري؟ |
|
|
|
ایا د ساتنې احتمالي خطرونه په پام کې نیول شوي؟ |
|
|
|
ایا د پرېکړې منطق مستند او د تشریح وړ دی؟ |
|
|
|
ایا د بیاکتنې او سمون لپاره روښانه پلان شته؟ |
|
|
دا چکلېسټ مسؤلانه، شفاف، او اخلاقي پرېکړهکول پیاوړي کوي.
پېښه
شدید سېلابونه په یو وخت کې څو ولسوالۍ اغېزمنوي. لاسرسی محدود دی او معلومات نیمګړي دي.
د رهبري ننګونې
· د اغېز کچې نامعلوموالی
· د چټک غبرګون لوړ فشار
· محدودې سرچینې او کاري ځواک
· د ټولنې لوړې او فوري تمې
اقدامات:
· د احتیاطي او اضطراري پلانونو فعالول
· د رول او مسؤلیتونو روښانه سپارنه
· له ټیمونو او ټولنو سره منظمې او شفافې اړیکې
· د پرېکړو او بنسټیزو فرضیو مستندسازي
پایلې
· لومړنی چټک او منظم غبرګون
· د کارکوونکو ترمنځ د ګډوډۍ کمښت
· ښه همغږي او پیاوړی باور
زدهکړې
· چمتو رهبري ګډوډي او فشار راکموي
· اخلاقي وضاحت د سختو پرېکړو ملاتړ کوي
· اغېزمنه اړیکه د اقدام هومره ارزښت لري
دې برخې د د ناورین د خطر کمولو او په بیړنیو حالاتو کې د رهبري، پرېکړهکولو، او اخلاقو بنسټیز اهمیت وڅېړه. دا یې روښانه کړه چې رهبري څنګه د چمتووالي او غبرګون په پړاوونو کې بدلېږي، څنګه د نامعلوم وضعیت لاندې پرېکړې نیول کېږي، او کومې عامې اخلاقي ننګونې شتون لري. مادیول د حسابورکونې، د ټولنې باور، او د کارکوونکو هوساینې ته د رهبري د اساسي مسؤلیتونو په توګه ځانګړې پاملرنه وکړه. د بېلګو، عملي وسایلو، او د قضیې مطالعې له لارې، دا مادیول وښودله چې اصولي او اغېزمنه رهبري څنګه د ناورین خطر کمولو پایلې او د سازمان باور پیاوړی کوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په ننګونکي او نازک شرایطو کې.