Curriculum
Course: د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د رو...
Login

Curriculum

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود

0/36
Video lesson

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود نهمه برخه دوهم درس

 

3.9  د معلولیت لرونکو کسانو او نورو له خطر سره مخ ډلو شمولیت

د معلولیت لرونکي کسان ډېر وخت د ناورین پر مهال تر ټولو زیات اغېزمن کېږي، نه د معلولیت له امله، بلکې د چاپېریال او سیستمونو د خنډونو له کبله.

له معلولیت سره تړلي د ناورین خطرونه

معلولیت لرونکي کسان کېدای شي له لاندې ستونزو سره مخ شي:

·       د تخلیې پر مهال فزیکي خنډونه

·       لاسرسی نه‌لرونکې سرپناه، تشنابونه  او د اوبو ټکي

·       د خبرداریو د ترلاسه کولو په برخه کې د اړیکو خنډونه

·       له پلان جوړونې بهیرونو څخه ایستل کېدل

د معلولیت‌پاله د ناورین د خطر کمول دا غوښتنه کوي چې:

·       د معلولیت بېلابېل ډولونه وپېژندل شي (حرکتي، لید، اورېدنه، ذهني)

·       د خطرونو پر مهال ځانګړي خنډونه په دقیقه توګه درک شي

·       عملي او د ملاتړ مناسب ترتیبات طرحه او پلي شي

بېلګه:
د مخکیني خبرتیا یو پیغام یوازې د جومات له لارې په شفاهي ډول اعلانېږي. د اورېدنې معلولیت لرونکي کسان دا خبرداری نه ترلاسه کوي او پر وخت تخلیه نه شي کولای. ټولشموله پلان جوړونه بصري نښې، کور پر کور اړیکه، یا ټاکل شوي مرستندوی کسان هم شاملوي.

نورې ډلې چې د ناورین له زیات خطر سره مخ دي

هغه ډلې چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، دا لاندې دي:

·       سپین‌ږیري کسان

·       امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې

·       د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ

·       په کور دننه بې‌ځایه شوي کسان

·       ډېرې بې‌وزله کورنۍ

شمولیت دا معنا نه لري چې له ټولو سره یو شان چلند وشي؛ بلکې دا معنا لري چې بېلابېلو اړتیاوو ته په عادلانه او مناسب ډول ځواب ورکړل شي.

4.9  په ناورین کې د خطر کمولو او بیړني چمتووالي ساتنه او د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوی

ساتنه د بنسټونو هغه مسوولیت ته ویل کېږي چې ډاډ ترلاسه کړي د هغوی کارکوونکي، رضاکاران او فعالیتونه د زیان، ناوړه چلند یا استثمار لامل نه ګرځي. د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوی د ساتنې یوه بنسټیزه برخه ده.

د ناورین شرایط ډېر وخت د ساتنې خطرونه زیاتوي، ځکه چې:

·       د ځواک نابرابرۍ لا څرګندې کېږي

·       خلک تر فشار لاندې، بې‌ځایه یا پر مرستو متکي کېږي

·       د څارنې او عادي ساتنې میکانېزمونه کمزوري کېږي

د ساتنې خطرونه کېدای شي د لاندې فعالیتونو پر مهال رامنځته شي:

·       د ټولنې مشورې او ارزونې

·       د چمتووالي د توکو وېش

·       د تخلیې او سرپناه تنظیمات

·       د رضاکارانو له‌خوا مخته وړل شوي فعالیتونه

ساتنه باید د چمتووالي له پړاو څخه مدغم شي، نه دا چې یوازې د بیړني غبرګون پر مهال ورته پام وشي.

د ناورین په خطر کمولو کې د ساتنې بنسټیز اصول

·       د استثمار او ناوړه استفادې پر وړاندې د زغم صفر پالیسي

·       د کارکوونکو او رضاکارانو لپاره د چلند روښانه اصول

·       د راپور ورکولو خوندي او محرم میکانېزمونه

·       د ژوندي پاتې شوي کس‌محور غبرګون تګلارې

·       حساب‌ورکونه او تعقیب

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).