سېلابونه (ناڅاپي سېلابونه او د سیندونو سېلابونه)
سېلابونه په ډېرو ولایتونو کې عام دي او په ځانګړي ډول په غرنیو سیمو کې په چټکۍ رامنځته کېږي. عام لاملونه یې دا دي:
· په لنډ وخت کې شدید باران؛
· د پسرلي پر مهال د واورو وېلې کېدل؛
· بند شوي پلچکونه او د اوبو ایستلو ضعیف سیستم؛ او
د سېلاب ځپلو سیمو او وچو سیندونو خواته د خلکو د میشت ځایونه؛
بېلګه (د پروګرام تړاو):
که د اوبو، حفظالصحې او نظافت پروګرام (WASH) تشنابونه د موسمي سیند ترڅنګ جوړ کړي، د سېلاب پر مهال دا تشنابونه د اوبو سرچینې ککړوي. د خطر پر بنسټ ډیزاین به تشنابونه له سېلابي سیمو لرې او خوندي ځای پر ځای کړي.
وچکالي
وچکالي د افغانستان تر ټولو لوړ زیانرسوونکو خطرونو څخه ده، ځکه چې د خوړو امنیت، د اوبو شتون، معیشتونه، او بېځایه کېدل اغېزمنوي. د وچکالۍ اغېزې اکثراً ورو پیلېږي، خو پراخ او دوامدار اغېز لري. عامې پایلې یې دا دي:
· د حاصلاتو کمېدل او د څارویو له منځه تلل؛
· د خوړو د بیو لوړېدل او د پورونو زیاتوالی؛
· د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتېدل؛
· پر ښځو او ماشومانو د اوبو راوړلو دروند بار؛ او
· ښاري مرکزونو یا هغو سیمو ته کډه کول چې خوندي ګڼل کېږي.
کله چې څو پرلهپسې فصلونه ناکام شي او کورنۍ د مقابلې لارې له لاسه ورکړي، وچکالي په “پټه بیړنۍ پېښه” بدلېږي.
بېلګه (د پروګرام تړاو):
د معیشت یو پروګرام تخمونه وېشي، خو د وچکالۍ تمایلات او د اوبو شتون په پام کې نه نیسي. بزګران لکه پخوا کښت کوي، خو باران نه کېږي او مداخله لږه ګټه لري. د خطر پر بنسټ کړنلاره به وچکالي د زغم وړ کښتونه، د خاورې د رطوبت ساتنې کړنلارې، د اوبو راټولونه، او متنوع معیشتونه (لکه د کوچنۍ کچې چرګان، د کور باغچې؛ که ممکن وي، یا د مهارتونو ملاتړ) پکې شامل کړي.
د ځمکې ښوېدنې
د ځمکې ښوېدنې په غرنیو او غونډۍ لرونکو سیمو کې ډېرې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول له درنو بارانونو یا د واورو له چټک وېلې کېدو وروسته. خطر هغه وخت زیاتېږي کله چې:
· کورونه پر لوړو غونډیو جوړ شي؛
· ځنګل وهل د غونډیو ثبات کموي؛
· سړکونه بې له مناسب اوبه ایستلو سیستمونو څخه جوړ شي؛ او
· مېشت ځایونه د ناپایدارو ډبرو او خاورې لاندې موقعیت ولري.
ځمکې ښوېدنې کولای شي سړکونه بند کړي، ټولنې ګوښه کړي، او کورونه په چټکۍ ویجاړ کړي، چې د سرپناه او بېرته رغولو لپاره بیړنیو اړتیاوو ته لاسرسی کموي.