اصلي پېژندل شوي خطرونه
· د سیند غاړو ته نږدې جوړ شوي کورونه
· د اوبو ایستلو سیستم کمزوری یا بند شوی
· د لومړني خبرداري د پیغامونو محدود خپرېدل
· د ښځو تر مشرۍ لاندې د کورنیو لوړه زیان رسېدنه
د ناورین خطر کمولو پلي شوي اقدامات
· د ټولنې له ګډون سره د خطر نقشهکښنه
· د ناورین خطر کمولو ټولنیزو کمېټو جوړول
· د لارو پاکولو اوبو ایستل او منظمه ساتنه
· د خبرداري ساده نښو او سیګنالونو رامنځته کول
· د زیانمنو کورنیو لپاره هدفمند ملاتړ
پایلې
· کورونو ته د سېلاب له امله د زیان کچه کمه شوه
· شتمنۍ او څاروي له وخت وړاندې خوندي ځایونو ته ولېږدول شول
· د ټولنو او غیر دولتي بنسټونو ترمنځ همغږي ښه شوه
ترلاسه شوې زدهکړې
· د ټولنې ګډون د اقداماتو اغېز زیاتوي
· کوچني او ټیټلګښته اقدامات هم د خطر په کمولو کې لوی رول لري
· شمولیت د ټولنې عمومي مقاومت پیاوړی کوي
سیمهییز وضعیت
یوه نیمهوچه سیمه په پرلهپسې ډول د وچکالۍ سره مخ ده چې د حاصلاتو او مالدارۍ پر تولید ناوړه اغېز کوي. ډېری کورنۍ په بارانپاله کرنه متکي دي.
اصلي پېژندل شوي خطرونه
· د اوبو سرچینو کمېدل
· د عایداتو راټیټېدل او د خوړو نهخوندیتوب
· د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی
· د کاري عمر لرونکو نارینهوو موقتي کډوالي
پلي شوي د چمتووالي او د خطر کمولو اقدامات
· د خطر تحلیل موسمي او دوامداره څارنه
· د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم کرنیز فصلونه ترویجول
· د اوبو سپما او د اوبو راټولولو ساده لارې
· د معیشت د تنوع ملاتړ
· د تغذیې د وضعیت وختي ارزونه
پایلې
· د کورنیو د مقابلې وړتیا لوړه شوه
· د څارویو د تلف کېدو کچه کمه شوه
· د خوړو د خوندیتوب ستونزې له وخته تشخیص شوې
ترلاسه شوې زدهکړې
· د وچکالۍ چمتووالی وختي اقدام ته اړتیا لري
· د معیشت پر بنسټ د خطر کمول اوږدمهاله اغېزې کموي
· د شاخصونو منظمه څارنه د پر وخت پرېکړو ملاتړ کوي
سیمهییز وضعیت
یوه ښاري سیمه چې په زلزلهخیزه حوزه کې موقعیت لري، له ګڼو غیرپلاني مېنو او کمزورو ساختماني جوړښتونو څخه جوړه ده. د نفوس لوړ تمرکز، تنګې لارې او د ودانیو ټیټ کیفیت د زلزلې پر مهال د تلفاتو او ګډوډۍ خطر زیاتوي.
اصلي پېژندل شوي خطرونه
· غیرمعیاري او کمزوري کورونه
· د تګ راتګ تنګې او محدودې لارې
· د زلزلې پر مهال د خوندي چلند په اړه کم پوهاوی
· د نفوس لوړ تراکم
د چمتووالي او د ناورین د خطر کمولو پلي شوي اقدامات
· د ټولنې لپاره د زلزلې د خوندي چلند په اړه د پوهاوي ناستې
· د بیړني تخلیې لپاره د خلاصو او خوندي ځایونو تثبیت
· د خوندي ساختماني کړنلارو په اړه بنسټیز او عملي لارښود
· له نږدې روغتیايي مرکزونو سره همغږي او د همکارۍ پیاوړتیا
پایلې
· د زلزلې پر مهال د خوندي چلند په اړه د خلکو پوهاوی زیات شو
· د کورنیو په کچه د چمتووالي کچه لوړه شوه
· د تخلیې لارې او ترتیبات روښانه او عملي شول
ترلاسه شوې زدهکړې
· پوهاوی او مخکېنی چمتووالی په ژوند ژغورلو کې مهم رول لري
· په ښاري سیمو کې د ناورین خطر کمول منظمې همغږۍ او پلان ته اړتیا لري
· ساده او ټیټ لګښت اقدامات هم کولی شي خطر په پام وړ ډول کم کړي
موخه
د خطر، زیانرسېدنې او وړتیا د عملي تحلیل تمرین کول.
د تمرین چوکاټ
ګډونوال په ډلو وېشل کېږي او هرې ډلې ته د یوې فرضي ټولنې تفصیلي پېژندپاڼه ورکول کېږي، چې پکې شامل وي:
· جغرافیایي موقعیت او د خطرونو ډولونه
· د نفوس ځانګړتیاوې او ټولنیز جوړښت
· د خلکو معیشت او بنسټیزې زیربناوې
· پخوانیو ناورینونو تجربې او اغېزې
دندې
· د اصلي خطرونو پېژندنه
· د زیانرسېدنې او وړتیا ارزونه
· د خطرونو لومړیتوب ټاکل
· د ناورین د خطر کمولو عملي اقدامات وړاندیز کول
تمه شوې زدهکړې
· د تحلیلي او انتقادي فکر پیاوړتیا
· د ټولنې د لیدلوري او تجربو ارزښت درک کول
· د ناورین خطر کمولو مفاهیمو عملي او واقعي تطبیق
موخه
د چمتووالي، پرېکړهنیونې او همغږۍ عملي تمرین.
سناریو
په یوه سېلابخیزه سیمه کې، چې اداره پکې فعالیت لري، د سختو او پرلهپسې بارانونو وړاندوینه شوې ده.
دندې
· د اقدام د پیل نښې پېژندل
· د وختي اقدام اړوند پرېکړې کول
· رول او مسوولیتونه په روښانه ډول ټاکل
· د همغږۍ، اړیکو او معلوماتو د شریکولو پلان جوړول
تمه شوې زدهکړې
· د وختي اقدام د میکانیزمونو ښه درک
· د روښانه رول او مسوولیتونو اهمیت
· د وخت تر فشار لاندې اغېزمنه همغږي او پرېکړهنیونه
موخه
د شمولیت او خوندیتوب د اصولو ژور درک او عملي پیاوړتیا.
دندې
ګډونوال د لاندې پوښتنو پر بنسټ فکر او بحث کوي:
· په ورکړل شوې سناریو کې کوم کسان او ډلې تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي؟
· د بېلابېلو ډلو لپاره کوم ټولنیز، فزیکي یا معلوماتي خنډونه شته؟
· د خوندیتوب احتمالي خطرونه څنګه کمېدای او مدیریت کېدای شي؟
تمه شوې زدهکړې
· په پرېکړهنیونه کې د ساتنې او خوندیتوب ملاحظاتو منظم ادغام
· د ناارادي او پټ خطرونو په اړه لوړ پوهاوی
· د اخلاقي او مسؤلانه پرېکړهنیونې پیاوړتیا
ګډونوال هڅول کېږي چې د دې برخې زدهکړې د خپل سازمان د عملي کار له واقعیت سره ونښلوي.
د تامل پوښتنې
· زموږ په اوسنیو پروګرامونو کې د ناورین د خطر کمولو کوم اقدامات شته؟
· د چمتووالي، شمولیت یا خوندیتوب په برخه کې اصلي تشې کومې دي؟
· کوم کوچني، عملي او فوري بدلونونه کولای شو سمدستي پلي کړو؟
· څنګه کولای شو د زدهکړې، همغږۍ او حسابورکونې بهیر پیاوړی کړو؟
سازمانونه کولای شي د همدې تاملونو پر بنسټ د د ناورین خطر کمولو او بیړني چمتووالي د ښهوالي لپاره مشخص عملي کاري ټکي تعریف کړي.
دا کاري پاڼه یوه عملي وسیله ده چې له ټیمونو سره مرسته کوي څو پېژندل شوي د ناورین خطرونه په روښانه، عملي او د تعقیب وړ ګامونو واړوي. دا فورمه خطرونه له مشخصو اقداماتو، مسوول اشخاصو او واقعي مهالویش سره نښلوي، چې د سازماني او ټولنیز چمتووالي پیاوړتیا اسانه کړي.
|
برخه |
پېژندل شوی خطر |
وړاندیز شوی اقدام |
مسوول کس/ټیم |
مهال ویش |
|
د سېلاب چمتووالی |
ناوخته خبرداری |
د خبرتیا د خپرولو پیاوړتیا |
ساحوي ټیم |
2 میاشتې |
|
شمولیت |
د ښځو محدود ګډون |
جلا او هدفمندې سلا مشورې |
د پروګرام کارمندان |
دوامدار |
|
چمتووالی |
د بېړنیو توکو نشتوالی |
د اړینو توکو مخکېنی ځای پر ځای کول |
لوژستیک |
د باران له موسم مخکې |
دا کاري پاڼه د ټیمي پلان جوړونې ناستو او ساحوي ارزونو لپاره د اړتیا سره سم بدلېدای شي.
دا برخې د افغانستان له شرایطو سره سم، د واقعي قضیو، تمثیلي تمرینونو او عملي فعالیتونو له لارې د ناورین د خطر کمولو او بیړني چمتووالي عملي تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وکړه. مادیول وښوده چې څنګه د ناورین خطر کمولو وسایل او لارې چارې په کلیوالي او ښاري چاپېریالونو کې، او د بېلابېلو خطرونو لکه سېلاب، وچکالي او زلزله پر وړاندې په اغېزمن ډول کارېدلی شي. د تمثیل، تامل او د عمل پلان جوړونې له لارې، ګډونوال وهڅول شول چې زدهکړه په عملي اقدام بدله کړي او د خپلو سازمانونو دننه د ناورین خطر کمولو تطبیق لا پیاوړی کړي.