عامې ننګونې
· په لرو پرتو سیمو کې د تخنیکي څارنې د سیستمونو محدود پوښښ
· د معلوماتو په شریکولو یا سم تفسیر کې ځنډ
· د پرېکړهنیونې د واک او مسوولیت ناڅرګندتیا
· د مخکیني اقدام لپاره د مخکې تصویب شوو سرچینو نشتوالی
· د ناسم خبرداري یا پخوانۍ بېعملۍ له امله د ټولنې بېباوري
· د هوا یا اداري محدودیتونو له امله د لاسرسي ستونزې
بېلګه:
د مخکیني خبرداري یو راپور د سخت ورښت وړاندوینه کوي، خو اقدام نه ترسره کېږي ځکه کارکوونکي ډاډه نه وي چې وضعیت څومره جدي دی. کله چې سېلاب راشي، غبرګون ناوخته کېږي او ټولنه پوښتنه کوي چې ولې خبرداری ورکړل شو خو پرې عمل ونه شو.
د دغو ننګونو د حل لارې
د دې ستونزو د کمولو لپاره، سازمانونه کولی شي:
· له فعالېدو مخکې روښانه نښې او عملي اقدامات تعریف کړي
· تخنیکي معلومات د ټولنې له کتنو او تجربو سره یوځای کړي
· د تمرینونو او شبیهسازیو له لارې مخکینی اقدام تمرین کړي
· له ټولنو سره د نامعلومو شرایطو په اړه په رڼا او شفاف ډول اړیکه وساتي
· زده کړې شوې تجربې ثبت کړي او د هغو پر بنسټ پلانونه عیار کړي
پېښه:
یو غیردولتي سازمان په داسې ولایت کې فعالیت کوي چې هر پسرلی پکې پرلهپسې سېلابونه رامنځته کېږي. په تېرو کلونو کې د خبرداري معلومات ترلاسه کېدل، خو د ناوخته غبرګون له امله د پام وړ زیانونه او بېړنۍ اړتیاوې رامنځته شوې.
ترسره شوي اقدامات:
· د ټولنې رضاکاران وروزل شول څو د ورښت او د سیند د اوبو کچه په منظم ډول وڅاري
· له ټولنو او ساحوي ټیمونو سره ساده، واضح او د عملي کېدو وړ د فعالېدو نښې وټاکل شوې
· د مخکیني خبرداري پیغامونه معیاري شول او له مخکې وازمویل شول
· د بیړني WASH او سرپناه توکي له مخکې په مناسب ځایونو کې ذخیره شول
· ساحوي ټیمونو ته واک ورکړل شو چې د مرکزي دفتر له اوږدې تصویبي پروسې پرته مخکینی اقدام پیل کړي
پایله:
کله چې سخت ورښتونه پیل شول:
· ټولنو خبرداری ډېر ژر ترلاسه کړ
· زیانمنې کورنۍ پر وخت خوندي سیمو ته انتقال وکړ
· مالدارۍ او مهمې شتمنۍ خوندي شوې
· زیانونه او بیړنۍ بشري اړتیاوې په څرګند ډول کمې شوې
زده شوې تجربې:
· اغېزمن مخکینی اقدام د باور او روښانه واک پر بنسټ ولاړ وي
· د ټولنې فعال ګډون د خبرداري د پیغامونو اغېزمنتوب زیاتوي
· پر وخت اقدام د بیړني غبرګون ټولیز لګښتونه کموي
د افغانستان د ساحوي تجربو پر بنسټ، لاندې کړنې اغېزمنې او ګټورې بلل کېږي:
· د ورځني څارنې په سیستمونو کې د مخکیني خبرداري ادغام
· له د احتمالي حالاتو او چمتووالي پلانونو سره د مخکیني خبرداري نښلول
· د ټولنې پر بنسټ د مخکیني خبرداري میکانیزمونو پیاوړتیا او ملاتړ
· د اړیکو او پیغام رسولو په ستراتیژیو کې د ټولو ډلو شمولیت ته پاملرنه
· د فعالېدو نښو او عملي اقداماتو منظمه بیاکتنه او تازه کول
· له نورو بشردوستانه او محلي بنسټونو سره همغږي، تر څو تکرار او ګډوډي رامنځته نه شي
مخکینی خبرداری او مخکینی اقدام باید د اختیاري فعالیتونو په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د اساسي او ورځنیو عملي کړنو برخه وبلل شي.
دې برخې د مخکیني خبرداري او مخکیني اقدام مفاهیم او د افغانستان په شرایطو کې یې د ناورینونو د اغېزو په کمولو کې بنسټیز اهمیت تشریح کړ. مادیول څرګنده کړه چې د مخکیني خبرداري سیستمونه څنګه په ملي او ټولنیزو کچو کې فعالیت کوي، د پر وخت اقدام له اړتیا سره یې د خبرداري د نښلولو پر ارزښت ټینګار وکړ، او د اغېزمنې اړیکې او پیغام رسولو غوره کړنې یې روښانه کړې. د عملي بېلګو او یوې قضیې څېړنې له لارې، دا مادیول وښودله چې مخکینی خبرداری او مخکینی اقدام څنګه کولی شي زیانونه راکم کړي، چمتووالی پیاوړی کړي، او د ټولنو او بنسټونو ترمنځ باور زیات کړي.