بېلګه:
یوه ټولنه د ناورین خطر کمولو کمېټه د چمتووالي توکي وېشي. د ساتنې له لارښوونو پرته، ځینې کسان د مرستې په بدل کې د امتیاز غوښتنې احساس کوي. د ساتنې روزنه، روښانه معیارونه او د شکایت میکانېزمونه د دې خطر کچه راکموي.
د ساتنې اصلي کول دا معنا لري چې د ساتنې اړوند خطرونه د ناورین د خطر کمولو او د بیړني چمتووالي په ټولو فعالیتونو کې په منظم او دوامدار ډول په پام کې ونیول شي.
هغه مهمې پوښتنې چې باید تل وپوښتل شي، دادي:
· ایا دا فعالیت د ټولو ډلو لپاره خوندي دی؟
· ایا دا د زیان پر وړاندې د خلکو مخامخ کېدل زیاتوي که راکموي؟
· ایا خدمتونه پرته له تبعیضه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ دي؟
· ایا له خلکو سره په وقار او درناوي چلند کېږي؟
· ایا د فیډبک او شکایت لپاره خوندي میکانېزمونه موجود دي؟
د ساتنې اصلي کول په ټولو سکتورونو کې د تطبیق وړ دي، نه یوازې په یو ځانګړي فعالیت کې.
بېلګه:
د سېلاب د تخلیې یوه سرپناه پرته له رڼا او د ښځو او نارینهوو لپاره د جلا ځایونو جوړه شوې ده. ښځې او نجونې د شپې له خوا د سرپناه کارول ناامن ګڼي. د ساتنې اصلي کول به د رڼا برابرول، د سرپناه مناسب ترتیب، د ټولنې څارنه او خوندي لاسرسی په پام کې ونیسي.
غیردولتي سازمانونه او د ملکي خدمتونو ادارې کولای شي شمولیت، جنسیت او ساتنه د مشخصو او عملي ګامونو له لارې د ناورین خطر کمولو په فعالیتونو کې مدغم کړي.
د خطر د ارزونې پر مهال
· له ښځو او سړو سره جلا بحثونه ترسره کول، که له فرهنګي او عملي پلوه مناسب وي
· معلولیت لرونکي کسان او د هغوی پالونکي شاملول
· د ناورین پر مهال د ساتنې احتمالي خطرونو په اړه پوښتنې کول
· خبرداریو، سرپناه او خدمتونو ته د لاسرسي خنډونه پېژندل
د چمتووالي د پلان جوړونې پر مهال
· د تخلیې ټولشموله ترتیبات په پلان کې شاملول
· د مخکیني خبرتیا پیغامونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ کول
· د بېلابېلو ډلو لپاره د سرپناه خوندي انتخابونه پېژندل
· د ساتنې د تمرکز اشخاص ټاکل
د تطبیق پر مهال
· کارکوونکو او رضاکارانو ته د ساتنې او د جنسي استثمار او ناوړه استفادې د مخنیوي روزنه ورکول
· د فعالیتونو پر مهال د ساتنې خطرونه په دوامدار ډول څارل
· د ټولنې فیډبک او شکایت ته فعال فرصت ورکول
|
پوښتنه (Question) |
هو / نه (Yes / No) |
یادښتونه / لازم اقدامات (Notes / Actions Needed) |
|
ایا ښځو د خطر په تحلیل او پلان جوړونه کې ګډون کړی دی؟ |
|
|
|
ایا د مخکیني خبرتیا پیغامونه ښځو او سړو ته د لاسرسي وړ دي؟ |
|
|
|
ایا د معلولیت لرونکي اشخاصو سره مشوره شوې ده؟ |
|
|
|
ایا د تخلیې لارې د ماشومانو او مشرانو لپاره خوندي دي؟ |
|
|
|
ایا سرپناهګانې د محرمیت او خوندیتوب په پام کې نیولو سره ډیزاین شوې دي؟ |
|
|
دا چکلېسټ د پلان جوړونې، تطبیق او بیاکتنې په پړاوونو کې د عملي وسیلې په توګه کارېدلی شي.
· د کارکوونکو او رضاکارانو لهخوا د چلند اصولو لاسلیک
· د ساتنې او PSEA بنسټیزه پېژندنه
· د ګټهاخیستونکو د ټاکنې روښانه او شفاف معیارونه
· د فیډبک او شکایت محرم او خوندي میکانېزم
· د ساتنې تمرکز ټاکل شوی شخص
د کارونې بېلګه:
د ټولنې د چمتووالي له روزنې مخکې، اسانتیا برابروونکي دا چکلېسټ بیا ګوري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول اړین د ساتنې تدابیر په ځای دي.
پېښه:
د سېلابونو له پلوه یوه زیانمنه ټولنه د بېځایه شوو کورنیو، د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنیو او د معلولیت لرونکو کسانو څخه جوړه ده. د چمتووالي پخوانۍ هڅې یوازې پر فزیکي زیربناوو تمرکز درلود.
ترسره شوي اقدامات
· له ښځو او د معلولیت لرونکو کسانو سره جلا مشورې ترسره شوې
· د تخلیې په پلانونو کې د مرستې اړتیا لرونکو کسانو لپاره ځانګړی ملاتړ شامل شو
· د خبرداریو پیغامونه د څو بېلابېلو لارو له لارې شریک شول
· د ساتنې تمرکز اشخاص وټاکل شول
· د فیډبک او شکایت میکانېزم رامنځته شول
پایلې
· ډېرو کورنیو پر وخت خبرداری ترلاسه کړ
· تخلیه خوندي، منظم او چټکه ترسره شوه
· د ساتنې اړوند پېښې کمې شوې
· د ټولنې باور په پروګرامونو زیات شو
اساسي زدهکړه
د ناورین ټولشموله او خوندي د خطر کمول نه یوازې اغېزمن، بلکې پایدار هم وي.
دې برخې د ناورین په خطر کمولو او بیړني چمتووالي کې د شمولیت، جنسیت او ساتنې حیاتي اهمیت تشریح کړ. پکې څرګنده شوه چې د ناورین خطرونه او اغېزې د جنسیت، معلولیت او ټولنیزو فکتورونو له مخې توپیر لري او ولې باید دا توپیرونه د افغانستان په شرایطو کې جدي ونیول شي. مادیول ساتنه او د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوی د بنسټیزو مسوولیتونو په توګه روښانه کړل او د ساتنې اصلي کول یې د عملي تګلارې په توګه معرفي کړل. د تشریحاتو، بېلګو، عملي وسیلو او یوې قضیې څېړنې له لارې وښودل شول چې ټولشموله او خوندي د ناورین خطر کمولو اغېزمنتوب، حسابورکونې او ټولنیز مقاومت د پیاوړتیا لامل ګرځي.