Curriculum
Course: د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د رو...
Login

Curriculum

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود

0/36
Video lesson

د ناورین خطر کمول او بیړنی چمتووالی د روزنې لارښود یوولسمه برخه اول درس

یوولسمه برخه: د ناورین خطر کمولو تمویل، د سرچینو بسیج، او پایښت

(DRR Financing, Resource Mobilization, and Sustainability)

موخې

د دې برخې تر پای پورې به ګډونوال درک کړي چې ولې تمویل او پایښت د افغانستان په شرایطو کې د ناورین د خطر کمولو او بیړني چمتووالي لپاره حیاتي ارزښت لري. ګډونوال به وتوانېږي چې د ناورین خطر کمولو د لګښتونو عامې کټګورۍ وپېژني، د ناورین خطر کمولو د پروژو په بودجو او وړاندیزونو کې مدغم کړي، د سرچینو د بسیج عملي انتخابونه وڅېړي، او د پایښت داسې ستراتیژۍ تطبیق کړي چې د اوږدمهاله د خطر کمولو پایلې پیاوړې کړي. ګډونوال به همدارنګه وکولای شي ساده وسایل او قالبونه وکاروي څو د ناورین خطر کمولو تمویل پلان کړي، د تمویل کوونکو پر وړاندې لګښتونه توجیه کړي، او د پروژې له دورې وروسته د ټولنې په مشرتابه ولاړ پایښت ملاتړ کړي.

پېژندنه

د ناورین د خطر اغېزمن کمولو او بیړنی چمتووالی یوازې د ښه تخنیکي ډیزاین پورې محدود نه دي، بلکې پر باوري تمویل او اوږدمهاله پایښت هم تکیه لري. په افغانستان کې، د ناورین خطر کمولو ډېرې هڅې ځکه دوامدار اغېز نه لري چې تمویل یې لنډمهاله وي، چمتووالي ته کمه پاملرنه کېږي، یا له پیل څخه د پایښت لپاره پلان نه وي شوی. دا برخه د ناورین خطر کمولو مالي او بنسټیز اړخونه معرفي کوي او تمرکز کوي پر دې چې د ناورین خطر کمولو فعالیتونه څنګه په واقعي ډول بودجه‌بندي، توجیه او د وخت په تېرېدو سره پایدار کړل شي. د لګښتونو د کټګوریو، د سرچینو د بسیج انتخابونو، او د پایښت د ستراتیژیو له لارې، دا مادیول د غیر دولتي سازمانونو او ملکي خدوتونو ادارې  سره مرسته کوي څو د افغانستان په ننګونکو شرایطو کې د ناورین خطر کمولو مداخلو اوږدمهاله اغېزمنتیا او تابیا پیاوړې کړي.

1.11  ولې تمویل او پایښت د ناورین په خطر کمولو کې مهم دي

د ناورین د خطر کمولو موضوع ډېری وخت په تخنیکي اصطلاحاتو کې تشریح کېږي—لکه خطرونه، زیانمنتیا، چمتووالی، او مخکینی اقدام—خو د دې بریالیتوب تر ډېره پورې پر دې پورې تړلی دی چې دا فعالیتونه څنګه تمویل کېږي او څنګه د وخت په تېرېدو سره دوام مومي. په افغانستان کې، د ناورین خطر کمولو ډېر فعالیتونه ځکه ناکامېږي نه چې بد ډیزاین شوي وي، بلکې ځکه چې کافي تمویل نه لري، لنډمهاله وي، یا له پایښت سره نه وي تړل شوي.

یو شمېر واقعیتونه د ناورین خطر کمولو تمویل ځانګړی ننګونکی کوي:

  • د تمویل کوونکو مرستې اکثره لنډمهاله او د غبرګون پر محور ولاړې وي
  • د چمتووالي او مخنیوي ګټې تل سمدستي نه څرګندېږي
  • سازمانونه د محدودو بودجو تر سیوري لاندې له سیال لومړیتوبونو سره مخ وي
  • ټولنې ښايي پخپله د ناورین خطر کمولو د اقداماتو د ساتنې لپاره کافي سرچینې ونه لري

سره له دې ننګونو، تجربې پرله‌پسې ښيي چې په ناورین خطر کمولو کې پانګونه د لګښت له پلوه اغېزمنه ده. په چمتووالي او د خطر کمولو کې وړې پانګونې کولای شي د ناورین پر مهال زیانونه په څرګند ډول راکم کړي او د بیړني غبرګون لګښتونه ټیټ کړي.

 

د ناورین خطر کمولو په برخه کې تمویل او پایښت د دریو اساسي پوښتنو ځواب لټوي:

  • موږ څنګه د ناورین خطر کمولو فعالیتونه په واقعي او مسؤلانه ډول تمویل کړو؟
  • موږ څنګه د ناورین خطر کمولو لګښتونه تمویل کوونکو او پرېکړه‌کوونکو ته په قانع کوونکې بڼه توجیه کړو؟
  • موږ څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې د ناورین خطر کمولو ګټې د پروژو له پای وروسته هم دوام ومومي؟

2.11  د ناورین خطر کمولو لګښتونو د کټګوریو درک کول

یو عام ناسم تصور دا دی چې د ناورین د خطر کمول ډېر لګښت ته اړتیا لري یا لویې زېربنایي پانګونې غواړي. په حقیقت کې، د ناورین خطر کمولو ډېری اغېزمن اقدامات منځني خو هدفمند لګښتونه لري.

د ناورین خطر کمولو د لګښتونو عامې کټګورۍ

1.  ارزونه او تحلیل

       د خطر، زیانمنتیا او ظرفیت ارزونې

       د ټولنې نقشې جوړول او مشورتي ناستې

       موسمي او د خطرونو تحلیل

2.  چمتووالی او پلان جوړونه

       د احتمالي حالت د پلان جوړونې ورکشاپونه

       د مخکیني خبرداري سیستمونه او د اړیکو لارې

       د کارکوونکو او رضاکارانو روزنه

3.  د خطر کمولو اقدامات

       د کوچنۍ کچې مخنیوي اقدامات (لکه د اوبو ایستلو لارې، د غونډیو ساتنه)

       د خوندي جوړولو ځانګړتیاوې

       د اوبو سرچینو او معیشتونو ساتنه

4.  د چمتووالي سرچینې

       له مخکې ځای پر ځای شوي بیړني توکي

       د رضاکارانو لپاره تجهیزات

       د اړیکو وسایل

5.  څارنه او زده کړه

       د څارنې لیدنې

       د عمل وروسته بیاکتنې

       د ترلاسه شوو زده کړو مستندسازي 

بېلګه:
یوه پروژه د سېلاب د مخنیوي اقدامات شاملوي، خو بودجه یوازې د ساختماني موادو لپاره ځانګړې کوي. د ټولنې د مشورو، روزنې او څارنې لپاره د بودجې نشتوالی لامل کېږي چې جوړښتونه سم ونه ساتل شي او اغېز یې محدود پاتې شي. د ناورین خطر کمولو د ټولو اړوندو لګښتي کټګوریو شاملول پایلې او پایښت ښه کوي.

د دې کټګوریو درک کول سازمانونو سره مرسته کوي چې واقعي، بشپړې او عملي بودجې طرحه کړي.

3.11  د پروژو په بودجو کې د ناورین خطر کمولو مدغم کول

د ناورین خطر کمولو تمویل تل دې ته اړتیا نه لري چې جلا بودجوي کرښې د ناورین خطر کمولو تر نوم لاندې رامنځته شي. په ډېرو مواردو کې، ناورین خطر کمول د موجوده سکتوري بودجو دننه په اغېزمن ډول مدغم کېدای شي.

د بودجې جوړونې عملي لارې

  • د سکتوري بودجو لکه زده‌کړه، WASH او سرپناه دننه د ناورین د خطر کمولو لګښتونو اصلي جریان موندل
  • د پروژې د بودجې یوه مناسبه سلنه چمتووالی او د خطر کمولو ته ځانګړې کول
  • د ناورین خطر کمولو لګښتونه د روزنې، د ټولنې د ښکېلتیا، یا د زېربناوو د ښه والي تر سرلیکونو لاندې شاملول

بېلګه:
یوه د WASH پروژه د تشنابونو د جوړولو لپاره بودجه لري. د فرشي تختو لوړول، د اوبو ایستلو لارې، او د سېلاب ساتنې لپاره د لږو اضافي لګښتونو په شاملولو سره، پروژه د ناورین خطر کمولو اصول پلي کوي پرته له دې چې جلا بودجوي برخه جوړه کړي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).