اساسي برخې عموماً دا موارد رانغاړي:
د خطر او پېښو عمومي جاج
پلان باید په روښانه ډول لاندې ټکي په ګوته کړي:
· احتمالي خطرونه (لکه سېلابونه، وچکالي، زلزلې، د ژمي توپانونه) ؛
· فصلي بڼې او بدلونونه؛ او
· هغه سیمې او وګړي چې تر ټولو زیات په خطر کې دي.
دا معلومات باید د خطر د تحلیل، پخوانیو تجربو، او د ټولنې د نظریاتو پر بنسټ چمتو شي.
د چمتووالي موخې
روښانه موخې د چمتووالي د ټولو کړنو لارښود جوړوي، لکه:
· د ژوند ژغورنې چټک غبرګون ډاډمنول؛
· د مهمو او حیاتي خدمتونو د دوام ساتل؛ او
· د تر ټولو زیانمنو ډلو ساتنه او ملاتړ
رولونه او مسوولیتونه
روښانه نقشونه د بیړنیو حالاتو پر مهال ګډوډي او تداخل راکموي. پلان باید په واضح ډول مشخص کړي:
· څوک پرېکړې کوي؛
· څوک د غبرګون کړنې رهبري کوي؛
· څوک له ټولنو، چارواکو، او شریکانو سره اړیکه ساتي؛ او
· څوک لوژستیکي چارې، مالي بهیرونه، او راپور ورکول تنظیموي.
د سرچینو او وړتیاوو پېژندنه
د چمتووالي مؤثره پلان جوړونه دې ته اړتیا لري چې شته او د اړتیا وړ سرچینې په دقیقه توګه وپېژندل شي، لکه:
· بشري سرچینې او موجود مهارتونه؛
· بیړني توکي او زېرمې؛
· د ترانسپورټ او اړیکو وسایل؛ او
· مالي سرچینې او د تصویب اړوند میکانېزمونه.
د اړیکو او همغږۍ ترتیبات
پلان باید په څرګند ډول دا موارد تشریح کړي:
· د داخلي اړیکو لارې او مسؤلیتونه؛
· له ټولنې سره د اړیکو میتودونه او چینلونه؛ او
· له چارواکو او بشردوستانه بنسټونو سره د همغږۍ څرنګوالی.
د بیاکتنې او نوي کولو میکانېزم
د بیړني چمتووالي پلانونه باید ژوندي اسناد وي، او په منظم ډول یې بیاکتنه شي:
· د لوړ خطر لرونکو موسمونو تر پیل مخکې؛
· له بیړنیو حالاتو او غبرګونونو وروسته؛ او
· کله چې شرایط، لاسرسی، یا کاري چاپېریال بدلون ومومي.
بېلګه:
یوه غیر دولتي اداره د بیړني چمتووالي پلان جوړوي، خو دا یوازې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي. د ساحې کارکوونکي له خپلو رولونو ناخبره وي او د اړیکو لېستونه زاړه پاتې وي. د سېلاب پر مهال، تصویبونه ځنډېږي او غبرګون ورو کېږي. وروسته له هغه چې پلان له ساحوي ټیمونو او ټولنو سره په ګډه بیا کتل کېږي، د غبرګون وخت په څرګنده توګه ښه کېږي.
احتیاطي پلان جوړونه د چمتووالي یوه اساسي برخه ده. دا پر هغو ځانګړو سناریوګانو او عملي کړنو تمرکز کوي چې د سناریو د رامنځته کېدو په صورت کې باید ترسره شي.
په بنسټیزه (سازماني) کچه احتیاطي پلان جوړونه
په بنسټیزه کچه، احتیاطي پلان جوړونه له غیر دولتي بنسټونو او مدني ټولنو له سازمانونو سره مرسته کوي چې:
· احتمالي بیړني حالتونه له مخکې اټکل کړي؛
· سرچینې مخکې له مخکې تنظیم او ووېشي؛
· د داخلي پرېکړهنیونې بهیرونه روښانه کړي؛ او
· د ناڅرګندو تصویبونو له امله رامنځته کېدونکي ځنډونه راکم کړي.
د بنسټیزې کچې احتیاطي پلانونه ډېری وخت دا موارد رانغاړي:
· د لومړیتوب سناریوګانې (لکه لوی سېلاب، د وچکالۍ پراخېدل، د ژمي له امله منزوي کېدل) ؛
· اټکل شوي د مرستې اړتیا لرونکي شمېرې؛
· د غبرګون لومړني اقدامات؛
· د بودجې اټکلونه؛ او
· له عرضهکوونکو یا شریکانو سره د چمتو حالت ترتیبات.
بېلګه:
یوه اداره اټکل کوي چې فصلي سېلابونه به څو ولسوالۍ اغېزمنې کړي. په احتیاطي پلان کې له مخکې تصویب شوې بودجې، د بیړنیو WASH توکو لپاره د عرضهکوونکو تړونونه، او د چټک ارزونې د ټیم لېست شامل وي. کله چې سېلاب رامنځته کېږي، اداره د اوونیو پر ځای په څو ورځو کې غبرګون پیلوي.
په ټولنیزه کچه احتیاطي پلان جوړونه
په ټولنیزه کچه، احتیاطي پلان جوړونه پر لاندې ټکو تمرکز کوي:
· ځایي خطرونه او د مقابلې موجودې لارې؛
· د بیړنیو حالاتو پر مهال د ټولنې رول؛
· د زیانمنو کورنیو ساتنه؛ او
· خوندي تخلیه او د سرپناه مناسب انتخابونه.
د ټولنې احتیاطي پلانونه عموماً ساده او لنډ وي. دا کېدای شي دا موارد ولري:
· د خطر نقشې؛
· د خبرداري نښې او اشارې؛
· خوندي لارې او د راټولېدو ټاکل شوي ټکي؛ او
· د زیانمنو کسانو لپاره د ملاتړ ترتیبات.
بېلګه:
یوه ټولنه دا تشخیصوي چې یوازې اوسېدونکي زاړه کسان د سېلاب پر مهال په ډېر خطر کې دي. د ټولنې په پلان کې رضاکاران ټاکل کېږي چې د خبرداري پر مهال د هغوی احوال واخلي او د تخلیې په بهیر کې مرسته ورسره وکړي.
د بنسټیزې او ټولنیزې کچې احتیاطي پلانونه باید له یو بل سره همغږي وي، تر څو د ټولنې اقدامات د بنسټیز ملاتړ د فعالېدو لامل شي.
د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه او د فعالېدو نښې هغه عملي وسایل دي چې له بنسټونو سره مرسته کوي څو له عمومي چمتووالي څخه روښانه، پر وخت، او منظم اقدام ته واوړي. په افغانستان کې، بیړني حالتونه د موسم، جغرافیې، د لاسرسي شرایطو، او د خلکو د خوځښت له مخې په بېلابېلو بڼو رامنځته کېدای شي. یو واحد پلان چې یوازې پر یوه اټکل ولاړ وي، کېدای شي هغه وخت اغېزمن نه وي کله چې وضعیت د تمې خلاف بدلون ومومي. د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه د دې لپاره کارول کېږي چې د منځنۍ کچې څخه تر شدیدو پېښو پورې د احتمالي حالاتو لپاره چمتووالی رامنځته کړي، او دا روښانه کړي چې هر حالت به د اړتیاوو، د غبرګون د لومړیتوبونو، او د سرچینو د غوښتنو په برخه کې کوم بدلونونه رامنځته کوي. کله چې سناریوګانې له روښانه د فعالېدو نښو او له مخکې ټاکل شوو ګامونو سره ونښلول شي، بنسټونه کولی شي د شک او ناڅرګندتیا له امله رامنځته کېدونکي ځنډونه راکم کړي او د چټک بدلېدونکو بحرانونو پر مهال منظم، پر وخت، او د اټکل وړ غبرګون وښيي.
د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه
سناریوګانې هغه احتمالي بیړني حالتونه تشریح کوي چې رامنځته کېدل یې امکان لري، لکه:
· منځنۍ کچې سېلاب چې یوه ولسوالۍ اغېزمنه کړي؛
· شدید سېلاب چې څو ولسوالۍ اغېزمنې کړي؛
· د څو میاشتو په اوږدو کې د وچکالۍ تدریجي زیاتوالی؛ او
· سخت ژمی چې اوږدمهاله منزوي کېدل رامنځته کړي.
د هرې سناریو لپاره، پلان جوړونکي دا موارد په پام کې نیسي:
· احتمالي اغېزې؛
· لومړیتوب لرونکې اړتیاوې؛
· د غبرګون ممکن انتخابونه؛ او
· د سرچینو اړتیاوې.
د سناریو پر بنسټ پلان جوړونه د انعطاف کچه لوړوي او د ناڅاپي ستونزو احتمال راکموي.
د اقدام لپاره د فعالېدو نښې
د فعالېدو نښې مشخصې، د لیدلو وړ، او د اندازه کولو وړ نښې دي چې اقدام ته د تېرېدو پرېکړه اسانه کوي. دا نښې له بنسټونو سره مرسته کوي چې له دوامدارې څارنې څخه عملي غبرګون ته بې له ځنډه واوړي.
د فعالېدو نښې کېدای شي دا وي:
· د ورښت ټاکلي حدونه؛
· د سیند د اوبو د کچې اندازه؛
· د مخکیني خبرداري پیغامونه؛
· د خوارځواکۍ کچې؛
· د بازار د بیو بدلونونه؛ او
· د ټولنې له خوا ورکړل شوي خبرداري.
د فعالېدو نښې باید:
· روښانه او د اندازه کولو وړ وي؛
· له مخکې ټاکل شوو کړنو سره تړلې وي؛ او
· اړوندو کارکوونکو او شریکانو سره په واضح ډول شریکې شوې وي.
بېلګه:
یوه اداره پرېکړه کوي چې که د سیند د اوبو کچه له ټاکلي حد څخه لوړه شي، یا که ټولنې د دوو پرلهپسې ورځو لپاره د سخت ورښت راپور ورکړي، نو بیړنۍ زېرمې به فعالې شي او ارزونې به پیل شي. دا روښانه میکانېزم د ځنډ، شک، او بېباورۍ مخه نیسي.
روښانه نقش او مسوولیتونه د اغېزمن، منظم، او پر وخت بیړني غبرګون لپاره حیاتي ارزښت لري.
د چمتووالي پلان جوړونه باید دا موارد په څرګند ډول تعریف کړي:
· په بېلابېلو کچو کې د پرېکړو کولو واک؛
· د ساحوي ټیمونو مشخص مسوولیتونه؛
· د همغږۍ رول؛
· له ټولنې سره د اړیکو رول؛
· د مالي چارو او تدارکاتو مسوولیتونه؛ او
· د خوندیتوب او ساتنې د تماس ټکي.
رول باید واقعي وي او د شته وړتیاوو، د لاسرسي شرایطو، او عملي محدودیتونو انعکاس وکړي.
بېلګه:
د ژمي د بیړني حالت پر مهال، ساحوي ټیمونه نه پوهېږي چې څوک د زیانمنو کورنیو د تودوخې لپاره د سون توکو د پېرلو تصویب کولی شي. وروسته له هغه چې رول د چمتووالي په پلان کې روښانه شي، واکونه اړوندو کسانو ته سپارل کېږي او مرسته پر وخت رسېږي.
د چمتووالي پلانونه باید همدارنګه دا موارد هم په پام کې ونیسي:
· د کارکوونکو خوندیتوب او د پاملرنې مسوولیت؛
· بدیل ترتیبات، که کلیدي کارکوونکي شتون ونه لري؛ او
· د ظرفیت د زیاتوالي او چمتو پرسونل ترتیبات.