2.1 د ناورین سملاسي ځواب، بیړنی چمتووالی، او د خطر کمول: د توپیرونو درک
که څه هم دا درې واړه مفاهیم له یو بل سره نږدې تړاو لري، خو د ناورین سملاسي ځواب، بیړنی چمتووالی، او د ناورین خطر کمول جلا جلا کړنلارې دي چې بېلابېلې موخې او زماني چوکاټونه لري.
د ناورین سملاسي ځواب هغو فوري اقداماتو ته ویل کېږي چې د ناورین پر مهال یا له ناورین وروسته د ژوند د ژغورلو، د کړاو د کمولو، او د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر سره کېږي. دا اقدامات سملاسي او د محدود وخت لپاره وي. عامې بېلګې یې د خوړو وېش، لنډمهاله سرپناه برابرول، طبي مرستې، او د پاکو اوبو رسونه دي.
بیړنی چمتووالی پر هغه چمتووالي تمرکز کوي چې د ناورین له رامنځته کېدو مخکې ترسره کېږي. د چمتووالي فعالیتونه دا ډاډمنوي چې بنسټونه، چارواکي، او ټولنې وکولای شي د خطرونو د رامنځته کېدو پر مهال چټک او اغېزمن غبرګون وښيي. بیړنی چمتووالی د احتمالي حالتونو پلان جوړونه، د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونه، د کارکوونکو روزنه، د اړینو توکو مخکې له مخکې زېرمه کول، او د همغږۍ روښانه میکانیزمونه لري.
د ناورین خطر کمول بیا د ناورین د خطر بنسټیز لاملونه په نښه کوي. دا کړنلاره له فوري غبرګون او چمتووالي هاخوا ګوري او هڅه کوي چې په اوږدمهاله توګه د زیان رسېدنې او د خطرونو پر وړاندې د افشا کېدو کچه راکمه کړي. پدې اقداماتو کې د ځمکې کارونې خوندي پلان جوړونه، تابیا لرونکې زیربنا، د معیشت تنوع، د چاپېریال ساتنه، او د ټولنې پوهاوی شامل دي.
|
اړخ |
د ناورین سملاسي ځواب |
بیړنی چمتووالی |
د ناورین خطر کمول |
|
وخت |
د ناورین پر مهال یا وروسته |
د ناورین څخه مخکې |
پرلهپسې، اوږدمهاله |
|
تمرکز |
د ژوند ژغورنه او مرستې |
د غبرګون لپاره چمتووالی |
د خطر د عواملو کمول |
|
ماهیت |
سملاسي |
مخکښ |
مخنیوي او اصلاح کوونکی |
|
بېلګې |
بیړنۍ سرپناه |
احتمالي پلانونه |
د کورونو خوندي ډیزاین |
په افغانستان کې بشردوستانه فعالان ډېری وخت د پرلهپسې بېړنیو حالاتو له امله په دوامداره توګه د سملاسي ځواب په حالت کې فعالیت کوي. خو که په بیړني چمتووالي او د ناورین خطر کمولو کې پانګونه ونه شي، یوازې سملاسي ځواب نه شي کولی چې اوږدمهاله زیان رسېدنه او یا هم بشردوستانه اړتیاوې راکمې کړي.
د ناورین د خطر کمول د بشردوستانه او پراختیايي کړنو د ټول بهیر په اوږدو کې ارزښت لري. په بشردوستانه پروګرامونو کې، د وړاندوینې وړ خطرونو اغېز راکموي او د مخکیني اقدام ملاتړ کوي. په پراختیايي پروګرامونو کې، دا ډاډمنوي چې پرمختګونه د ناڅاپي پېښو له امله له منځه ولاړ نه شي.
د غیر دولتي بنسټونو او د مدني ټولنې بنسټونو لپاره، په پروګرامونو کې مدغم کول دا مانا لري چې:
· د اړتیاوو د ارزونې پر مهال د ناورین خطرونه وپېژندل شي؛
· داسې فعالیتونه طرحه شي چې د خطر پر وړاندې افشا کېدل او یا هم زیان اړونه زیاته نه کړي؛
· د خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ د ټولنې د مقابلې وړتیاوې پیاوړې شي؛ او
· لنډمهاله بشردوستانه مرستې له اوږدمهاله تابیا سره یوځای شي.
د بېلګې په توګه، په یوه تعلیمي پروګرام کې که ښوونځي د زلزلې د خطر په پام کې ونه نیسي او جوړ شي، ماشومان او ښوونکي له جدي خطر سره مخ کېږي. پر دې بنسټ ولاړه کړنلاره به خوندي ساختماني معیارونه، د تخلیې پلانونه، او د ناورین پوهاوي زدهکړه پکې شامله کړي.
د افغانستان د اوږدې کړکېچنې وضعې په چوکاټ کې، ډېری بنسټونه په یو وخت کې د بیړني غبرګون، بیا رغونې، او پراختیا پر برخو کار کوي. د ناورین د خطر کمول یو همغږی کوونکی چوکاټ برابروي چې دا هڅې سره همغږې کړي او دا ډاډمنه کړي چې مداخلې د راتلونکو خطرونو د کمولو لامل شي، نه دا چې په نااګاه ډول یې زیاتې کړي.