دا کورس د خطر مدیریت اصول، پروسې او وسایل را معرفي کوي، ترڅو ادارې وتوانېږي خطرونه په مؤثره توګه وپېژني، وارزوي او ورته ځواب ووايي. همدارنګه دا کورس عملي ستراتیژۍ وړاندې کوي، چې نامعلوم حالتونه مدیریت کړي او د پروژو د بریالیتوب لپاره پرېکړې پیاوړې ترسره شي.
د دې کورس تر پایه به ګډونوال وکولای شي، چې:
· د خطر مدیریت اساسي مفاهیم او تعریفونه وپېژني؛
· د پروژو او ادارو د خطرونو بېلابېل ډولونه وپېژني؛
· د خطر ارزونې او اولويت بندۍ تخنیکونه وکاروي؛
· د خطر دفعه کولو ستراتیژۍ او کمولو پلانونه جوړ کړي؛
· د پروژې په جریان کې د خطر پلانونه وڅاري او اپدیت يې کړي؛ او
· د خطر مدیریت د سازماني پلان جوړونې او پرېکړو کولو سره مدغم کړي.