د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
· د خطر مدیریت په بهیر کې د دوامداره څارنې او بیاکتنې ارزښت وپېژني؛
· د خطرونو د بدلون تمایلاتو (Risk Trends) څارنه او تحلیل وکړي؛
· د کمولو ستراتیژیو (Mitigation Strategies) مؤثریت وارزوي؛
· د خطر ثبتپاڼه (Risk Register) د نویو بدلونونو پر بنسټ نوې کړي؛
· اړوند شریکان د خطرونو د دوامداره بحثونو برخه وګرځوي؛ او
· وپوهېږي چې د خطر مدیریت یو متحرک او دوامداره بهیر دی، نه دا چې یوازې یو ځل ترسره کېدونکی فعالیت.
د خطرونو څارنه او بیاکتنه (Risk Monitoring and Review) د دې لپاره ضروري ده چې د خطر د مدیریت پروسه د پروژې په اوږدو کې فعاله او له حالاتو سره برابره وساتل شي. دا ګام دا یقیني کوي چې خطرونه نه یوازې پېژندل شوي، بلکې په دوامداره توګه څارل، بیا ارزول او د شرایطو له بدلون سره سم ورته ځواب ورکول کېږي.
د خطر څارنه (Risk Monitoring) :
یو دوامداره بهیر دی چې پکې دا کړنې شاملې دي:
· د پېژندل شوو خطرونو څارنه
· ارزونه چې آیا د کمولو کړنې تطبیق شوي دي که نه
· دا معلومول چې آیا د خطر احتمال یا اغېزې بدل شوی دی که نه
د خطر بیاکتنه (Risk Review) :
وخت پر وخت ارزونه ده چې دا موارد تر پوښښ لاندې راولي:
· د خطر کمولو کړنو مؤثریت
· د نویو خطرونو ظهور
· دا ارزونه چې آیا د خطر ثبتپاڼه (Risk Register) او پلانونه اپډیټ ته اړتیا لري که نه
دا دواړه (څارنه او بیاکتنه) د خطر مدیریت د دوراني بهیر د نظری فیډبک برخه ده. که دا ګام ترسره نه شي، د خطر پلانونه زاړه، بېاړخه یا غلط ښکاري.
د پروژې پر مهال د خطر شرایط ډېر ژر بدلېدای شي، نو منظم نظارت اړین دی. که دا نه وي، حتی ډېر ښه جوړ شوي پلانونه ممکن د نوي ګواښ یا تغیّر سره سم کار ورنهکړي.
حتی تر ټولو غوره پلان د پروژې په پیل کې ممکن وروسته د لاندې لاملونو له امله له منځه لاړ شي:
· د بهرنۍ فضا د بدلون له امله (لکه شخړه، د حکومت د پالیسي بدلونونه)
· دنني بدلونونه (لکه د کارکوونکو بدلون، ځنډونه، د بودیجې بیا تنظیم)
· نوي خطرونه چې د تطبیق پر مهال پیدا شي
دوامداره څارنه مرسته کوي چې:
· دا یقیني شي چې لوړ لومړیتوب لرونکي خطرونه تر اقدام لاندې دي
· نوي خطرونه وختي وپېژندل شي
· د خطر ستراتیژۍ سمې تطبیق شي
· تمویل کوونکو او مدیریت ته دا ثبوت ورکړي چې خطرونه په فعاله توګه مدیریت کېږي