د خطر مدیریت بهیر یوازې د پلان جوړولو سره نه ختمېږي. خطرونه بدلېږي، او نوي خطرونه ممکن راڅرګند شي. له همدې امله، دوامداره څارنه اړینه ده، ترڅو پلانونه له اوسني وضعیت سره برابر پاتې شي.
د څارنې فعالیتونه:
· د خطرونو د بیاکتنې میاشتني یا ربعوارې غونډې – Monthly or quarterly risk review meetings
· د خطر ثبتپاڼې نوې کول – Updating the risk register
· د څارنې مسؤلیتونو سپارل – Assigning follow-up responsibilities
· د زدهکړو ثبتول – Capturing Lessons learned
بېلګه:
په کندهار کې یوه روغتیایي غیر دولتي اداره وه چې ځینې خطرونه، لکه د کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه يې د امنیتي وضعیت له امله اونۍ په اونۍ بدلول. له امنیتي افسرانو سره منظمې همغږۍ او د خطر ثبتپاڼې نوې کولو له دوی سره مرسته وکړه چې کلینیکونه له وضعیت سره سم بدل کړي.
روښانه اړیکه او دقیقه مستندسازي د اغېزېمن خطر مدیریت لپاره بنسټیز اهمیت لري. دا چاره تضمینوي چې خطرونه وڅارل شي، پرېکړې شفافې وي، او ټول شریکان د پروژې په موده کې باخبره پاتې شي. که مناسبې اړیکې او مستند سازي نه وي، مهم درسونه له منځه ځي او باور ته زیان رسېږي.
د خطر مدیریت په ټوله دوره کې دا مهمه ده چې:
· پېژندل شوي خطرونه، ترسره شوې کړنې، او د وخت په تېرېدو کې بدلونونه مستند شي؛
· اړوند تازه معلومات له شریکانو او پرېکړه کوونکو سره شریک شي: او
· له تمویل کوونکو او شریکانو سره شفافیت یقیني شي.
اغېزېمنه اړیکه له ناڅاپي ستونزو مخنیوی کوي او باور جوړوي.
بېلګه:
یوه غیر دولتي موسسه چې په غور کې د نغدي مرستو پروژه پر مخ وړي، د خطرونو میاشتني تازه معلومات د تمویل کوونکو راپورونو کې شامل کړل. کله چې د موبایل ورکړې ځنډ ځايي اندېښنه رامنځته کړه، دوی وکولای شول وښيي چې دا خطر له مخکې ارزول شوی او د مخنیوي په پار یې اقدام شوی و—او دا یې د اعتبار له زیان څخه وژغوره.
د خطر مدیریت یو جوړښتلرونکی، دوامداره بهیر دی چې ادارو ته دا زمینه برابروي چې د احتمالي ګډوډیو لپاره چمتو واوسي او اغېزېمن ځواب ورکړي. دا بهیر له خطر پېژندنې څخه پیلېږي، چې پکې د نظر شریکونې غونډې او د ټولنې ښکېلتیا شامل دي. کله چې خطرونه وپیژندل شي، د دوی احتمال او اغېزې ارزول کېږي—معمولاً د خطر میټرکېس له لارې. ورپسې، ځوابي ستراتیژۍ لکه کمول یا منل غوره کېږي. په پای کې، دا بهیر د منظمې څارنې او مستندسازۍ له لارې دوام پیدا کوي، ترڅو پلانونه د شرایطو بدلون ته چمتو وي. شفافه اړیکه په ټولو مرحلو کې باخبره پرېکړې یقیني کوي او د شریکانو باور ساتي. دا بهیر ادارو ته دا توان وربښي چې له بدلون سره ځان عیار کړي، سرچینې خوندي وساتي او پایلې په اغېزېمن ډول تر لاسه کړي.