د خطر پېژندنه دا معنا لري چې د داخلي او خارجي چاپېریال په منظمې کتنې سره ممکنه خطرونه وموندل شي. دا د خطر د مدیریت لومړنی او بنسټیز ګام دی، او باید د ټیم د بېلابېلو غړو ونډه پکې شامله وي، ترڅو هېڅ خطر له پامه ونه غورځېږي.
لاندې عام وسایل او تخنیکونه له لنډو توضیحاتو سره وړاندې شوي دي:
|
تخنیک |
لنډ وضاحت |
|
د نظر شریکونې غونډې (Brainstorming Sessions) |
د ټیم غړي خپل نظریات په آزاده توګه وړاندې کوي او ممکنه خطرونه یادوي. دا طریقه خلاقیت او پراخ ګډون ته لاره هواروي. |
|
SWOT تحلیل |
د ځواکمنتیاوو، ضعفونو، فرصتونو او ګواښونو جوړښت لرونکی تحلیل دی، ترڅو داخلي کمزورتیاوې او بهرني خطرونه وپیژندل شي. |
|
د متخصصینو مرکې (Expert Interviews) |
له تجربهلرونکو کارکوونکو یا متخصصینو سره فردي یا ډلهییزې مرکې دي، ترڅو د هغوی له پوهې او لیدلوري تجربې واخیستل شي. |
|
د پخوانیو راپورونو بیاکتنه |
د تیرو یا ورته پروژو د ارزونو، تفتیشونو یا پېښو راپورونه تحلیلول، ترڅو پخوا تجربه شوي خطرونه وپیژندل شي. |
|
د ټولنې له غړو سره مشورې (Community Consultations) |
له ځایي ګټه اخیستونکو او مشرانو سره خبرې، ترڅو د سیمهییزو خطرونو واقعي درک تر لاسه شي. |
|
پوښتنلیکونه او چکلسټونه (Questionnaires and Checklists) |
جوړښت لرونکي وسایل دي چې د خطر اړوند معلومات په معیاري او منظم ډول له بېلابېلو ټیمونو، پروژو یا جغرافیایي سیمو راټولوي. |
یادونه: د یادو تخنیکونو ګډ کارول د خطر پېژندنې د ژورتیا او اعتبار کچه لوړوي.
بېلګه:
په لغمان ولایت کې، چې یوه د سېلابونو له خطره ډکه سیمه ده، د یوې غیر دولتي موسسې ټیم د پروژې د پلان جوړونې پر مهال له ځایي مشرانو سره مشورې وکړې. یو مشر وویل چې د اپرېل د بارانونو پر مهال اکثره د لارې زیانمنېږي. دا معلومات د سړک د خرابېدو خطر د لوجستیک په برخه کې د خطر ثبتپاڼې برخه ګرځول—هغه څه چې په لومړني تحلیل کې له پامه غورځېدلي و.
منبع: د UNDP د خطر مدیریت Toolkit له مخې، د ټولنې پر بنسټ د خطر پېژندنې پروسې په ځانګړي ډول په بې ثباته چاپېریالونو کې د خطر پلان جوړونې دقت زیاتوي.
یو ځل چې خطرونه وپیژندل شي، بل ګام د هغوی د جديوالي ارزونه ده، د لاندې دوو فکتورونو له مخې:
· خطر تر کومه حده د پېښېدو امکان لري؟ Likelihood (Probability)
· که پېښ شي، د پروژې پر موخو به یې اغېزېه څه ډول وي؟ Impact (Consequence)
دا عموماً د خطر میټرکېس (Risk Matrix) په بڼه ښودل کېږي، ترڅو خطرونه د جديوالي له مخې درجهبندي شي.
د ساده خطر د میټرکېس بېلګه:
|
ټیټ اغېزې |
منځنی اغېزې |
لوړ اغېزې |
احتمال \ اغېزې |
|
منځنی |
لوړ |
انتقادي |
لوړ احتمال |
|
ټیټ |
منځنی |
لوړ |
منځنی احتمال |
|
ټیټ |
ټیټ |
منځنی |
ټیټ احتمال |
عملي سناریو:
په بلخ کې یوه ښوونیزه موسسه د مکتب تغذیې پروګرام پر مخ وړي. دوه خطرونه تشخیص شوي:
دا دواړه خطرونه د میټرکېس د موقعیت له مخې جلا درملنه غواړي. دا ډول درجهبندي مرسته کوي، ترڅو منابعو ته لومړیتوب ورکړل شي.
منبع: د ISO 31010:2009 له مخې، جوړښت لرونکي ارزونې وسایل لکه احتمال–اغېزې جدول د خطر ارزونې وضاحت زیاتوي.
یو ځل چې خطرونه وارزول شي، د هر مهم خطر لپاره باید ځوابي پلان جوړ شي. موخه دا ده چې یا د پېښېدو احتمال راکم شي یا که رامنځته شي، اغېزې یې محدود شي.
څلور بنسټیزې ځوابي ستراتیژۍ (چې په ماډل 7 کې به تفصیل ورکړل شي):
· لرې کول – هغه فعالیت لرې کول چې خطر رامنځته کوي (Avoidance)
· کمول – د خطر د اغېزې یا احتمال د کمولو لپاره کړنې (Mitigation)
· ټرانسفر – مسؤلیت دریم لوري ته سپارل لکه بیمه (Transfer)
· خطر منل – خطر منل او د پایلو مدیریت ته چمتووالی (Acceptance)