Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت نهمه برخه دوهم درس

.  د خطر څارنې کلیدي فعالیتونه

د خطر څارنه باید د پروژې د عادي ورځنیو چارو برخه وي، لکه:

·       د ټیم اوونیزې یا میاشتنۍ غونډې

·       د ساحوي لیدنو راپورونه

·       د پرمختګ ارزونې او راپور دورې

·       د داشبورډ (Dashboard) له لارې څارنه

عام څارنیز فعالیتونه:

·       د خطر مسؤلینو (Risk Owners) څخه د وضعیت تازه معلومات ترلاسه کول

·       دا ارزول چې د خطر کمولو کړنې مؤثر دي که نه

·       د چاپېریال نوی بدلون یا پراختیا

·       د ساحې له کارکوونکو، ټولنې له مشرانو او شریکانو څخه د نظریاتو راټولول

۴.  د خطر ثبت ‌پاڼه نوې کول

د خطر ثبت‌پاڼه (Risk Register)  باید تل اپدیت او فعاله وي. کله چې خطرونه بدلون مومي، نوي خطرونه رامنځته کېږي، یا د خطر د کمولو کړنې بشپړېږي، ثبت‌پاڼه باید له حالاتو سره سمه نوې شي.

څه وخت اپدیټ شي؟

·       د څارنې له ارزونو وروسته

·       د یوه ستر خطر پېښېدو نه وروسته

·       کله چې د پروژې حدود، موقعیت یا شریکان بدل شي

·        د تمویل‌کوونکو د راپور ورکولو دورې څخه مخکې یا وروسته

څه پکې نوي شي؟

·       د موجوده خطرونو وضعیت (لکه: کنټرول شوی، زیات شوی، بدلون نه دی موندلی)

·       د خطر کمولو پرمختګ (لکه: اقدام بشپړ شوی یا ځنډېدلی)

·       نوي خطرونه باید له بشپړې ارزونې او مسؤل ټاکلو سره اضافه شي

·       که احتمال یا اغېزې بدل شوی وي، نمرې باید اصلاح شي

بېلګه:
په فاریاب کې یوه پروژه د سړک بندښت خطر “منځنی” ارزولی و، خو د پسرلي سېلابونو له امله کلیدي پلونه ویجاړ شول. ټیم د اغېزې نمره “لوړه” ته پورته کړه، د بدیلو ترانسپورت پلانونو او د بودیجې بیا وېش پیل شو. خطر ثبت‌پاڼه تازه او له تمویل‌کوونکي سره شریکه شوه. 

۵.  د خطر د ځواب مؤثریت ته کتنه

یوازې د خطر ځوابونه تطبیقول بسنه نه کوي — باید دا هم وارزول شي چې آیا دا ځوابونه واقعي کار ورکوي. دا ارزونه یقیني کوي چې منابع سم استعمال شوي، او ستراتیژۍ د اړتیا سره سمې شوې دي.

د ارزونې پر مهال پوښتنې چې باید وپوښتل شي:

·       آیا د خطر کمولو اقدام د خطر احتمال یا اغېزې راکم کړ؟

·       آیا ځواب پر وخت او مؤثر و؟

·       آیا ناڅاپي منفي پایلې رامنځته شوې؟

·       آیا دا ځواب باید تقویه یا اصلاح شي؟

بېلګه:
یوه روزنیزه پروژه د بریښنا د قطع کېدو د خطر لپاره بیکاپ جنراتورونه معرفي کړل. خو بیاکتنې وښودله چې د تیلو رسونې ځنډونو دا جنراتورونه بې‌فایدې کړي. نو، پلان بدلون وموند او سولر واحدونه او د محلي تیلو ذخیرې شاملې شوې.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).