د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
· د خطر مدیریت د بریا لپاره د خطر د وختي پېژندنې اهمیت درک کړي
• څلور کلیدي تخنیکونه تشریح او پلي کړي:
o د نظر شریکونې غونډې (Brainstorming)
o چکلسټونه (Checklists)
o تحلیل ( SWOT Analysis )
o د متخصصینو مرکې (Expert Interviews)
• د پروژې د شرایطو او د خطر د ډول له مخې مناسب تخنیک وټاکي
• د هر تخنیک لپاره له واقعي مثالونو او عملي لارو چارو ګټه واخلي
• هغه خطرونه وپیژني چې کېدای شي په نازکو یا ژر بدلېدونکو شرایطو کې له پامه وغورځول شي
د خطر پېژندنه د خطر مدیریت د دوراني بهیر لومړنی او شاید تر ټولو مهم پړاو دی. دا هغه مرحله ده چې پکې احتمالي ګواښونه او ناڅرګندتیاوې له مخکې تر مخه پیژندل کېږي، مخکې له دې چې د پروژې پر موخو، منابعو یا مهالوېش اغېزې وکړي. یوه پوره او منظمه طریقه د ادارو سره مرسته کوي چې د پلي کېدو پر مهال چمتو وي، پلان ولري او له ناڅاپي پېښو سره مخ نه شي.
که دا ګام په بېپروايي یا ضعیف ډول ترسره شي، مهم خطرونه له پامه غورځېدلی شي، ناسم تحلیل شي، یا لږ وارزول شي، چې پایله یې ځنډونه، مالي زیانونه، یا د اعتبار لهمنځه تلل کېدای شي. سمه پېژندنه ټیم ته دا چانس ورکوي چې غبرګون یې مخکې له مخکې پلان کړي، نه دا چې یواځې وروسته اقدام وکړي.
د یوه قوي خطر پېژندنې بهیر باید:
• ګډونمحور وي – د بېلابېلو اشخاصو او معلوماتي سرچینو ونډه پکې شامله وي (Inclusive)
• راتلونکیمحور وي – تمرکز یې پر دې وي چې څه کېدای شي غلط شي (Forward-Looking)
• جوړښتلرونکی وي – پر تعریف شوو وسایلو او پروسو ولاړ وي (Structured)
که خطرونه په لومړیو کې ونه پېژندل شي، پایلې یې کېدای شي:
· د پروژې ځنډ
· مالي زیانونه
· د اعتبار لهمنځه تلل
· قانوني مسؤلیتونه
· حتا د پروژې ناکامي
Brainstorming یوه ډلهییزه تخنیک دی چې د ټیم غړي هڅوي، ترڅو ازاد فکر وکړي او له قضاوت یا انتقاد څخه پرته هر څومره چې شوني وي، خطرونه وړاندې کړي، دا پر دې مفکوره ولاړه ده چې آزاد بحثونه کولای شي پراخ نظرونه رامنځته کړي، هغه خطرونه هم راواخلي چې کېدای شي په رسمي راپورونو کې نه وي یاد شوي.
دا څنګه کار کوي؟
· د بېلابېلو برخو د ذینفعانو ډله راټوله کړئ (پروژې، مالي، لوجستیک، امنیتي کارکوونکي، او نور)
· یو تسهیلکوونکی وټاکئ، ترڅو بحث رهبري کړي
· د بحث حدود وټاکئ (لکه د یوې خاصې چارې یا ټولې پروژې خطرونه)
· د وخت او قواعدو لپاره چوکاټ جوړ کړئ (لکه انتقاد نشته، هر نظر معتبر دی)
· ټول ممکنه خطرونه ولیکئ – لوی یا کوچني، ټول معتبر ګڼل کېږي
بېلګه:
په بامیانو ولایت کې د پناهځای جوړولو پروژې ټیم د Brainstorming غونډه ترسره کړه. مطرح شوي خطرونه دا وو:
· د سیمنټو د اخیستو ځنډ
· ناڅاپي واورې
· د قراردادي شرکتونو شخړې
· په لیرو کلیو کې د مهارت لرونکو کارګرانو نشتوالی
له دې خطرونو ځینې یې د پروژې په لومړني ډیزاین کې یاد نه وو، خو وروسته د خطر ثبتپاڼې برخه شول، چې ټیم ته یې د مخکې چمتووالي زمینه برابره کړه.
قوت (Strengths):
· د خلاقانه فکر هڅونه
· پټ یا ځایي خطرونه راښکاره کوي
· اسانه او کممصرفه
محدودیتونه (Limitations):
· کېدای شي نا اړوندولوالی یا تکراري خطرونه رامنځته کړي
· د تمرکز ساتلو لپاره ماهر تسهیلکوونکی غواړي
· غالب غږونه کېدای شي نور نظرونه تر خپل سیوري لاندې کړي