دا څنګه کار کوي:
|
Impact \ Likelihood |
Low (1) |
Medium (2) |
High (3) |
|
High (3) |
3 (Medium) |
6 (High) |
9 (Critical) |
|
Medium (2) |
2 (Low) |
4 (Medium) |
6 (High) |
|
Low (1) |
1 (Low) |
2 (Low) |
3 (Medium) |
• هر خطر ته دوه نمرې ورکول کېږي: یوه د احتمال لپاره او بله د اغېزېې لپاره
• دواړه نمرې سره ضرب کېږي، ترڅو یوه وروستۍ نمره (1–9) تر لاسه شي
• خطرونه بیا داسې ګروپ بندي کېږي:
o ټیټ: 3-1
o منځنی: 6-4
o لوړ / انتقادي: 9-7
بېلګه:
د معیشت په یوه پروژې کې:
• خطر: د ژویو په انتقال کی ځنډ
• احتمال: 3 لوړ
• اغېزې: 2 منځنی
• وروستی نمره: 3 × 2 = 6 → لوړ لومړیتوب
یو خطر چې نمره یې 9 وي یعنې لوړ احتمال او لوړ اغېزې ښيي، باید سم لاسي مدیریت شي.
د جدول ګټې:
• ساده او د پوهېدو وړ دی
• د ټیم د بحثونو او مشرتابه د راپورونو لپاره ګټوره دی
• پېچلې ارزونې اسانه تشریح کوي
محدودیتونه:
• لا هم د ذاتي (Subjective) نمرې ورکولو پر بنسټ ولاړه دی
• که جلا ونه ارزول شي، مالي یا اوږدمهاله اعتباري خطرونه نه رانغاړي
منبع : د World Bank د Risk Assessment Framework وړاندیز کوي چې د احتمال–اغېزې جدول د لومړۍ کچې د ارزونې لپاره وکارول شي، مخکې له دې چې ژوره ګټه–لګښت تحلیل شي.
د خطر طبقه بندي د خطرونو پېژندنې هغه بهیر دی چې پکې خطرونه د منبع یا نوعیت له مخې په ځانګړو کټګوریو ویشل کېږي. دا طریقه د خطر ثبتپاڼې (Risk Register) ته وضاحت او جوړښت ورکوي او له ټیم سره مرسته کوي چې پوه شي خطرونه له کومو سرچینو راولاړېږي. دا دستهبندي د همغږۍ د اسانتیا لپاره هم کارول کېږي، ځکه خطرونه مناسبو څانګو ته د څارنې او کمولو لپاره سپارل کېږي.
عامې کټګورۍ:
• ستراتیژیک (Strategic)
• عملیاتي (Operational)
• مالي (Financial)
• قانوني/مطابقتي (Legal/Compliance)
• اعتباري (Reputational)
• امنیتي/خوندیتوب (Safety/Security)
• چاپېریالي/بیروني (Environmental/External)
ګټې:
• مرسته کوي چې معلومه شي کومه څانګه باید کوم خطر مدیریت کړي
• د تمایلاتو تحلیل اسانه کوي مثلاً: زیات خطرونه عملیاتي دي؟
• د هدفمند کمولو پلان په جوړولو کې مرسته کوي
بېلګه:
په یوه څو سکتوري پروګرام کې:
• له تمویل کوونکو سره د همغږۍ ستونزې – ستراتیژیک
• د ګدام ستونزې – عملیاتي
• د ساحوي لیدنو پر مهال د کارکوونکو امنیت – امنیتي
دا کټګورۍ مرسته کوي چې مشخص ټیمونه لکه لوجستیک، پروګرام، امنیت مسؤل وټاکل شي.
نور فلټرونه چې کارېږي:
• د پروژې پړاو( پلان جوړونه، تطبیق، پای ته رسول)
• احتمال درجه (ټیټ، منځنی، لوړ)
• د کنټرول ځواک ( کنټرول شوی / نه کنټرول شوی)
Risk scoring او Prioritization هغه بهیر دی چې پکې خطرونو ته عددي نمرې ورکول کېږي—هم د احتمال او هم د اغېزې له مخې. دا میتود کم معلومات عددي کوي، تر ترڅو د خطرونو تر منځ شفافه پرتله او عیني پرېکړې اسانه شي، په ځانګړي ډول کله چې خطرونه زیات وي یا یو شمېر ټیمونه یوځای کار کوي.
د نمرې ورکولو له لارې، ادارې کولی شي تمرکز پر هغو خطرونو وکړي چې هم د پېښېدلو لوړه کچه لري او هم جدي اغېزې ولري.
د نمرې ورکولو عمومي جدول:
|
Risk ID |
Description |
Likelihood (1–3) |
Impact (1–3) |
Score (L × I) |
Risk Level |
Priority Action |
|
R-01 |
د ترانسپورت لپاره د سون توکو کمښت |
3 |
3 |
9 |
انتقادي |
سم لاسي کمولو ته اړتیا |
|
R-02 |
د کارکوونکي استعفا |
2 |
2 |
4 |
منځنی |
څارنه او د سپارلو پلان |
|
R-03 |
د سافټویر ناکامي |
1 |
3 |
3 |
ټیټ |
د بیکاپ پلان جوړول |
د دغو نمرو له مخې، اداره کولی شي د خطرونو لیست ترتیب کړي، چې پکې څرګنده شي:
· کوم خطرونه عاجلو کړنو ته اړتیا لري لکه انتقادي خطرونه؛
· کوم خطرونه څارنې او پلان ته اړتیا لري؛ او
· کوم خطرونه د منلو وړ دي، تر ترڅو چې شرایط بدل شوي نه وي.
دا ډول جدول وضاحت، تمرکز، او د منابعو مناسب تخصیص ته وده ورکوي.
عملي بېلګه: د WASH پروژې خطرونه
یوه غیر دولتي اداره ده چې په بدخشان کې د اوبو، حفظالصحه او نظافت پروژې تطبیقوي، لاندې خطرونه یې پیژندلي:
|
خطر |
احتمال |
اغېزې |
نمره |
لومړیتوب |
|
د سیند د طغیان له امله د تشناب جوړولو ځنډ |
High (3) |
High (3) |
9 |
انتقادي – سم لاسي اقدام |
|
د روزل شویو حفظالصحه کارکوونکو کمښت |
Medium (2) |
Medium (2) |
4 |
منځنی – د روزنې پلان جوړول |
|
د ټولنې مشرانو مخالفت |
Low (1) |
High (3) |
3 |
ټیټ – له ذینفعانو سره ښکېلتیا |
اخیستل شوې کړنې:
· د جوړولو ځایونه لوړو سیمو ته انتقال شول
· د حفظالصحه روزونکي له نورو ولایتونو استخدام شول
· له مشرانو سره د باور جوړولو غونډې ترسره شوې
دا مثال ښيي چې نمرې ورکول او اولویت بندي څنګه د عملي او واقعي کړنو لارښوونه کوي.
• د ټیم نظرونه واخلئ، ترڅو Subjectivity کمه شي
• هڅه وکړئ چې هر خطر ته لوړ لومړیتوب ور نه کړئ؛ دا تمرکز خرابوي
• نمرو پر وخت بیاکتنه او اپډیټ ضروري دی
• د خطرونو ترمنځ اړیکې درک کړئ لکه: یو خطر کېدای شي بل خطر رامنځته کړي