. د خطر ډولونه
ادارې باید د خطرونو بیلابیل ډولونه وپېژني، ترڅو د هغوی د کنټرول لپاره چمتو اوسي. خطرونه له داخلي یا بهرنیو سرچینو څخه رامنځته کېږي او پر بېلابېلو برخو اغېزې کوي.
۴.۱ ستراتیژیک خطرونه
د ادارې د اوږدمهاله موخو، لید او تمرکز سره تړلي خطرونه دي.
بیلګې: لکه ناسمې ستراتیژیکې پرېکړې، له کره څیړنې پرته نوي بازارونو ته ننوتل، او د تمویل کوونکو د لومړیتوبونو سره ناسم چلند.
۴.۲ عملیاتي خطرونه
دا خطرونه د ورځنیو کارونو، داخلي سیستمونو او اجرايي چارو سره تړلي خطرونه دي.
بیلګې: د تجهیزاتو خرابوالی، نیمګړی لوجستیک، او د کارکوونکو غیرحاضري.
سناریو: یوه شرکت په کندهار کې د بې تجربې موټروانانو او ناسمې لارې له امله د توکو په رسونه کې ناکامه شو. دا ستونزه د روزنې او معیاري طرزالعملونو له لارې حل کېدای شوه.
۴.۳ مالي خطرونه
پدې کې مالي مدیریت، بودیجې، یا په اقتصادي عواملو سره مله زیانونه شامل دي.
بیلګې: د اسعارو نرخونو بدلون، د بودیجې زیاتوالی، درغلي یا اختلاس.
۴.۴ قانوني او منلي خطرونه
له قوانینو، تمویل کوونکو مقرراتو یا داخلي پالیسیو څخه د سرغړونې له امله رامنځته کېږي.
بیلګې: د کار قانون څخه سرغړونه، د مالیې نه سپارل، د تمویل کوونکي د راپورونو ناوخته وړاندې کول.
مثال: په ۲۰۱۹ کال کې، یوه پراختیایي پروژه په بلخ ولایت کې د راپور ناوخته وړاندې کولو له امله د تمویل له ځنډ سره مخ شوه.
۴.۵ اعتباري خطرونه
د سازمان اعتبار، نوم او د خلکو باور ته زیان رسوي.
بیلګې: منفي رسنۍ، ټولنیزو رسنیو کې ناسم پیغامونه، او د ټولنې او وګړيو سره ناسمې اړیکې.
۴.۶ امنیتي او فزیکي خطرونه
د کارکوونکو، ودانیو یا معلوماتو خونديتوب ته ګواښ دي.
بیلګې: په ناامنه سیمو کې د کارکوونکو اختطاف، سایبري بریدونه، او د ودانیو غیر معیاري وضعیت.
۴.۷ چاپېریالي او بهرني خطرونه
د طبیعي پېښو، سیاسي حالاتونو یا حکومتي بدلونونو له امله رامنځته کېږي.
بیلګې: زلزلې، سېلابونه، وچکالي، تاوتریخوالی، او د سرحدونو ناڅاپي بندېدل.