Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت یولسمه برخه اول درس

یولسمه برخه: د “خطر مدیریت” د پروژې په پلان‌ جوړونه کې مدغمول

موخې

د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:

       وپوهېږي چې څنګه د خطر مدیریت د پروژې د پړاوونو له پیل څخه تر پای پورې مدغم کړي

       د پروژې په ډیزاین، تطبیق، او پای‌ته رسولو کې د خطر پر بنسټ فکر او کړنې شاملې کړي

       د وختي پیژندنې او پلان جوړونې له لارې پیاوړې او هوښیارې پرېکړې وکړي

       په ناپایدارو یا لوړ خطر چاپېریالونو کې د پروژې انعطاف او مقاومت لوړ کړي

       د یو واقعي مورد مطالعې له لارې عملي تجربې وپیژني

       وپوهېږي چې دوامداره خطر پلان جوړونه د پروژې پایلو ښه والي ته څنګه مرسته کوي

 

۱.  د خطر مدیریت د پروژې په پړاوونو کې شاملول

د خطر مدیریت مدغمول یعنې دا چې د پروژې له پیل نه تر پای پورې، خطر ته فکر او عملی کړنې د هر پړاو برخه وي. خطر باید یوازې د یوه ځانګړي پړاو کار نه وي، بلکې باید د پروژې د هرې پرېکړې، پلان، بودجې، استخدام، لوجستیک، څارنې او شریکانو سره اړیکو کې شامل وي.

د پروژې پړاوونه او د خطر د ادغام کړنې:

د خطر د ادغام کړنې

د پروژې پړاو

د سیمې مشخص خطرونه وپیژنئ (لاس‌رسی، سیاست، طبیعي آفتونه)

د اړتیاوو ارزونه

د خطر ثبت‌پاڼه، د کمولو پلانونه، او احتیاطي بودیجه شامله کړئ

د وړاندیز لیکنه

ثبت‌پاڼه وروستۍ کړئ، مسؤلین وټاکئ، د بودیجې او مهال‌ویش سره همغږي وکړئ

پیل / پلان جوړونه

خطرونه پرله‌پسې وڅارئ، ثبت‌پاڼه تازه کړئ، ستراتیژۍ تنظیم کړئ

تطبیق

خطر ته بیاکتنه وکړئ او د څارنې په راپورونو او غونډو کې یې شامله کړئ

څارنه او ارزونه

زده‌کړې ثبت کړئ، پاتې خطرونه ځایي شریکانو ته انتقال کړئ

پای او سپارل

 

بېلګه:
یوې NGO چې په بلخ کې د زده‌کړې پروژه پلانوله، د امنیتي خطر تحلیل د ډیزاین له پړاو سره یوځای کړ. دا تحلیل د ښوونځیو د ټاکلو، د سیمه‌يیزو مشرانو د ښکېلتیا، او بدیل زده‌کړیزو لارو د چمتو کولو لپاره وکارول شو. د خطر مدیریت د پروژې په ټولو برخو تاثیر وکړ — له پرسونل تر راپور ورکولو پورې.

 

 

 

۲. د خطر پر بنسټ تصمیم‌ نیونه

د خطر پر بنسټ پرېکړه‌کول یوه داسې لاره ده چې پکې د خطر تجزیه او تحلیل په مستقیم ډول د پرېکړې نیولو پروسې کې شاملېږي. دا طریقه یوازې پر وړاندوینو یا ټاکل شوو پلانونو بسنه نه کوي، بلکې ټیمونه هڅوي چې ممکنه بې‌باورۍ، پایلې او بدیل انتخابونه په پام کې ونیسي. دا کار له سازمانونو سره مرسته کوي چې په پېچلو یا ناارامو شرایطو کې هوښیارې او د بدلون وړ پرېکړې وکړي.

د خطر پر بنسټ پرېکړه‌کول څه دي؟

       د احتمالي ګټو او زیانونو پرتله کول

       د بدترین او بهترین حالت فکر کول

       د موجودو معلوماتو پر بنسټ انعطاف‌پذیر تصمیمونه نیول

بېلګه:
یو تمویل‌کوونکي غوښتل چې د حرفوي زده‌کړې پروژه په یوه لرې پرته سیمه کې تطبیق کړي. ټیم د خطر ارزونه وکړه او لاندې موارد یې وموندل:

       د ټولنې لوړه اړتیا (فرصت)

       د سړکونو خراب حالت او امنیتي پېښې (خطرونه)

پایله دا شوه:

       د موبایل واحدونو له لارې روزنه پیل شوه (Start with remote training using mobile units)

       هره میاشت امنیت او لاسرسی وارزول شو

       که شرایط سم شول، پروژه پراخه کړئ

 

۳. د قضیې مطالعه – په کندهار کې د تطابق وړ د خطر پلان جوړونه

چاپېریال:
په کندهار کې، یوې روغتیايي NGO د موبایل کلینیک پروژه پیل کړه. هلته امنیت او سړکونه پرله ‌پسې بدلون لري.

کلیدي کړنې:

       د ډیزاین په پړاو کې د خطر ثبت ‌پاڼه جوړه شوه:

مخکې له مخکې داسې خطرونه وپېژندل شول لکه د سړکونو بندېدل، د ټولنې مخالفت، او د سون‌توکو کمښت پکې شامل وو.

        میاشتنۍ د خطر ارزونې ناستې ترسره شوې:

د ساحې ټیمونو د امنیت نقشې او د ټولنې د نظریاتو ثبت تازه کړ. کله چې ګواښونه راڅرګند شول، لارې بدلې شوې.

        د ټولنې مشران د وختي خبرتیا لپاره ښکیل شول:

سپين‌ږیري هڅول شول چې هر ډول تاوتریخوالی یا ګواښونه ژر راپور کړي. د دوی سیمه‌ییزې مشاهدې د څارنې پروسې برخه وګرځېدې.

       دوه سیار کلینیکونه چمتو شول، یو تل فعاله او بل آماده باش:

ټیم له دوو ګرځنده کلینیکونو کار واخیست، چې یوه یې د احتیاط لپاره پاتې وه او بله یې فعالیت کاوه. د خطر ارزونې پر بنسټ، کارکوونکي هره اونۍ بدلول کېدل.

نتیجه:
په داسې حال کې چې ورته پروژې ځنډېدلې وې، دا پروژه 9 میاشتې روانه پاتې شوه، له خطر سره سم تنظیم شوه، او د ټولنې باور یې ترلاسه کړ.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).