Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت شپاړسمه برخه اول درس

شپاړسمه برخه: د خطر مدیریت وروستۍ ارزونه او د عملي قضیې تمرین

 

موخې

د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:

·        د روزنې ټول کلیدي مفاهیم او وسایل بیا وارزوي؛

·       خپلې زده کړې په یوه واقعي قضیه کې و ازموي؛

·       خطرونه په پېچلو شرایطو کې وپیژني، وارزوي او مدیریت یې کړي؛

·       د ستونزمنو پریکړو پرمهال د اخلاقي اصولو پر بنسټ تصمیم ونیسي؛

·       د اوږدمهاله پایلو لپاره د ادغام او تطبیق وړ خطر مدیریت ارزښت درک کړي؛ او

·       له نظري پوهاوي څخه عملي اقدام ته انتقال تجربه کړي. 

۱.  د خطر مدیریت کلیدي مفاهیمو لنډیز

په دې روزنیز پروګرام کې د ګډونوالو لاندې مهم اصول او وسایل زده کېږي:

د زده کړې مهم ټکی

مفهوم

هغه ناڅرګندتیا چې هدفونه مثبت یا منفي اغېزېمنولای شي

خطر څه شی دی؟

د خطرونو پیژندلو، ارزولو، ځواب ویلو او څارلو پروسه

د خطر مدیریت

ستراتیژیک، عملیاتي، مالي، حقوقي، اعتباري، چاپېریالي، امنیتي

د خطر ډولونه

د امکاناتو، اغېزېو او مالي تاوان د کچې د اندازې لپاره وسایل

کیفي او کمیتي ارزونه

د خطر د شدت پر بنسټ د تمرکز ځای ټاکل او نمبر ورکول

د خطر لومړیتوب ټاکنه

مخنیوی، درملنه، انتقال، زغم

د غبرګون ستراتیژۍ  (4 T)

د اصلي څارنې وسیله، چې د خطر مسؤول، کمې کړې، او حالت پکې شامل دي

د خطر ثبت (Risk Register)

د خطر د وضعیت او کمې کوونکو کړنو دوامداره څارنه

څارنه او بیاکتنه

د داخلي او خارجي شریکانو ترمنځ معلومات شریکول

د خطر اړیکه

د خطر ذهنیت د پروژې په ټول ژوند پړاو کې شاملول

د پروژې په پلان کې ادغام

شفافیت، د تضاد مخنیوی، او د محرمیت درناوی

اخلاقي خطر مدیریت

د خطر ویش جوړښت، matrix، د خبرداري نښې

وسایل او تخنیکونه

وړتیا لوړونه، د رهبرۍ ملاتړ، او په حساس شرایطو کې تطبیق

ننګونې او حل لارې

 

دا ټول عناصر یو داسې سیستم جوړوي چې وړاندوینه، عملیت، او انعطاف لري، ترڅو ټیمونه وکولای شي حتا د لوړو خطرونو په شرایطو کې مسؤلانه عمل وکړي.

۲. عملي قضیه: د وچکالۍ په شرایطو کې د کرنې د مقاومت پروژه

شالید:

یوه نړیواله پرمختیايي اداره د افغانستان په یوه کلیوالي ولایت کې پروژه پیل کړه، چې هدف یې د کرنیزو طریقو ښه کول او د خوړو خوندیتوب و. مهم فعالیتونه د ښه تخم لرونکو ښوونیزو فارمونو جوړول، د بزګرانو روزنه، او د کرنیزو وسایلو وېش وو.

ناڅاپي ستونزه:

د تطبیق دوه میاشتې وروسته، ناوریني سېلابونه راغلل. ښوونیز فارمونه ویجاړ شول، د روزنې ځایونه خراب شول، او بزګرانو هم نوې تخمونه او هم پخوانۍ حاصلې له لاسه ورکړې. د ټولنې مشران ناراضه شول، او تمویل‌کوونکو د عاجلو راپورونو او نوي پلانونو غوښتنه وکړه

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).