د Treatment معنا دا ده چې داسې کړنې باید ترسره شي چې د خطر د پېښېدلو احتمال یا اغېزې کم کړي. دا تر ټولو عامه ځوابي ستراتیژي ده.
کله باید وکارول شي؟
• خطر واقعي خو د مدیریت وړ وي؛
• کنټرول کولای شی د پایلو د کمولو سبب شی؛
• فعالیت د پروژې د بریا لپاره مهم وي؛
بېلګې:
• د امنیتي خطر لپاره: د خطرناکو سیمو د سفرونو لپاره امنیتي اسکورت برابرول
• د عملیاتي خطر لپاره: د اضافي عرضه کوونکو اضافه کول که یو ناکام شي
• د مالي خطر لپاره: د پیسو لېږد لپاره دوه لاسلیکونه لازمي کول
سناریو:
په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ساتنې په یوه پروژه کې دا خطر و چې ممکن ځینې ټولنیز مشران د ماشومپاله ځایونو د جوړېدو مخالفت وکړي. ټیم د خطر کمولو پلان جوړ کړ: له مخکې ښکېلتیا، له مشرانو سره خبرې، او د بااعتباره شخصیتونو همکاري. مقاومت کم شو او مرکزونه په بریالیتوب پرانیستل شول.
نکتې:
· Mitigation)) خطر درملنه / کمول وخت، پلان، او کله ناکله بودیجه غواړي
· پایلې یا نتایج باید وڅارل شي، ترڅو څرګنده شي چې خطر کم شوی که نه
Transfer معنا دا ده چې د خطر مسؤلیت بل لوري ته ولېږدول شي، اکثراً د قراردادونو، بیمې، یا شراکتونو له لارې. خطر لا هم موجود دی، خو بار یې بل لوری وړي.
کله باید وکارول شي؟
· کله چې خطرونه مالي، تخنیکي یا قانوني ماهیت ولري
· کله چې دریم لوری د خطر د مدیریت لپاره ښه چمتو وي
بېلګې:
· تدارکات: د وسایطو ترمیم په پار له یو مسؤلیتلرونکي عرضه کوونکي سره قرارداد کول
· بیمه: د پروژې وسایط یا ګدامي توکي بیمه کول
· قانوني موافقت: د قراردادونو د محلي قوانینو سره د سمون لپاره د حقوقي مشاورینو ګمارنه
عملي یادونه:
د خوړو د وېش په یوه پروژه کې، یوه اداره د ترانسپورت پر مهال د توکو د خرابېدو خطر عرضه کوونکي ته انتقال کړ. په قرارداد کې دا ماده شامله وه: “د توکو د کیفیت مسؤلیت د تحویل پر وخت د عرضه کوونکي دی.” دا کار اداره له مسؤلیت څخه ساتي او د خدمتونو کیفیت یې لوړ کړ.
نکتې:
· خطر له منځه نه ځي، یواځې انتقالېږي
· واضح قانوني اسناد او څارنې ته اړتیا لري
· کېدای شي اضافي لګښتونه ولري (لکه د بیمې پیسې)
د Tolerate معنا دا ده چې خطر د اضافي اقدام پرته ومنل شي، اکثره ځکه چې دا:
• د اغېزې یا احتمال له مخې ټیټ وي
• د مخنیوي وړ نوې
• د کمولو لګښت یې له ګټې زیات وي
کله باید وکارول شي؟
• کله چې خطر د سازمان د منلو وړ حد (Risk Appetite) دننه وي
• کله چې کنټرول موجود وي خو د خطر مکمل مخنیوی نهشي کولی
• کله چې د خطر د کمولو لګښت د پایلې ارزښت نه لري
څنګه باید وکارول شي؟
• دا تصدیق کړئ چې خطر د منلو وړ حد کې دی
• خطر په ښکاره ډول د خطر ثبتپاڼه کې د منل شوي په توګه ثبت کړئ
• دا پرېکړه له اړوندو شریکانو سره شریکه کړئ
• که خطر شدید شي، یوه ساده اضطراري طرحه چمتو کړئ
بېلګې:
• په غیرعاجلو فعالیتونو کې د موسم له امله کوچني ځنډونه
• د بودیجې په چوکاټ کې د لویو تدارکاتو په پروژو کې لږ تفاوتونه
• په کم لید لرونکو پروژو کې محدود اعتباري خطرونه
سناریو:
د څارنې یو ټیم ونهتوانېد چې دوه اونۍ یوه پروژه په غور سره وګوري، ځکه سړکونه بند وو. د دې پر ځای چې د ټیم لپاره هوایي سفر برابر شي، سازمان دا ځنډ ومنه او راتلونکې لیدنې ته یې اضافه کړ. البته خطر د منلو وړ حد کې و.
نکتې:
· منل شوي خطرونه باید لا هم ثبت شي
· که خطر زیات شي اضطراري پلانونه ګټور وي
د خطر ځواب یو “د ټولو لپاره مناسب” حل نه دی. ټیمونه باید:
• د خطر نوعیت، شدت او احتمال وارزوي
• سازمان دخطر د منلو وړ حد (Risk Appetite) او ظرفیت ارزونه وکړي
• له اړوندو څانګو سره مشوره وکړي (حقوقي، امنیتي، مالي، برناموي)
• د ځواب د لګښت مؤثریت ته پام وکړي
|
ستراتیژي |
څه کوي؟ |
کله باید وکارول شي؟ |
بېلګه |
|
مخنیوی / ختمول / Avoid |
خطر له منځه وړي |
خطر د منلو وړ نه وي |
د غیرخوندي ساحوي فعالیتونو لغوه کول |
|
درملنه / کمول/ Treat |
احتمال یا اغېزې کموي |
خطر واقعي خو د کنټرول وړ وي |
د اضافي عرضه کوونکو زیاتول، امنیتي روزنه |
|
انتقال/ Transfer |
خطر بل لوري ته انتقالوي |
دریم لوری ښه اداره کولی شي |
قراردادونه، بیمه، دریم لوری لوجستیک |
|
منل / زغمل/ Tolerate |
خطر د منلو وړ حدودو کې مني |
خطر کوچنی وي یا کمول یې ډېر لګښت لري |
د موسم ځنډونه، کوچني تېروتنې، ټیټ درغلي خطر |