د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
• د خطرونو ارزونې وروسته د لومړیتوب او درجه بندۍ اهمیت درک کړي؛
• د خطر د شدت بصری ارزونی لپاره د احتمال – اغیزو جدول(Probability-Impact Matrix) یا میټریک وکاروئ؛ خطرونه به په مؤثر توګه دستهبندي کړي، ترڅو منظمې څارنې ته زمینه برابره شي؛
• د نمرې ورکولو تخنیکونه به د پرېکړو د لارښود لپاره تطبیق کړي؛
• د لومړیتوب پر بنسټ، تر ټولو جدي خطرونو ته سرچینې په پام کې ونیسي؛ او
• باخبره، منظمې پرېکړې وکړي، ترڅو د خطر د کمولو هڅې مؤثرې تمامې شي.
د خطر اولویت بندي هغه بهیر دی چې پکې خطرونه د دوی د احتمال او اغېزېو پر بنسټ درجه بندي کېږي، ترڅو تر ټولو جدي یا عاجل ګواښونه لومړی وڅېړل شي، یو ځل چې خطرونه د کیفي یا کمې میتودونو له لارې وارزول شي، اولویت بندي دا ارزونه په عملي تمرکز بدلوي.
دا ګام له ادارو سره مرسته کوي، ترڅو:
• د ټیټ لومړیتوب لرونکو خطرونو لپاره د منابعو د ضایع کېدو مخه ونیسي
• دا یقیني کړي چې جدي ګواښونه له پېښېدو مخکې مدیریت شي
• د منابعو د محدودیتونو ترچتر لاندې مهمې ستراتیژیکې پرېکړې وکړي
Probability-Impact Matrix چې کله کله د Risk Matrix یا Heat Map په نوم هم یادېږي، د خطر د اولویت بندي له تر ټولو عامو وسایلو څخه دی، دا جدول د خطرونو د پېښېدلو احتمال او د اغېزې شدت د نمبرو له لارې د لیدو وړ کوي او درجهبندي یې راښيي.