د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
• د خطر د مؤثر مدیریت لپاره د اړیکې اهمیت درک کړي
• د خطرونو اړوند معلومات په روښانه او مناسب ډول له داخلي ټیمونو سره شریک کړي
• له بهرنیو شریکانو لکه تمویلکوونکو، شریک بنسټونو او ټولنو سره د خطرونو په بحث کې ګډون وکړي
• د جوړښتلرونکي راپور ورکولو له لارې شفافیت او حسابورکونه پیاوړي کړي
• داسې فرهنګ ته وده ورکړي چې پکې د خطرونو بحث عادي، روڼ او تشویق شوی وي
• دا یقیني کړي چې د خطرونو اړوند معلومات سمو اشخاصو ته، په مناسب وخت کې انتقال شي، ترڅو پرېکړې پر سمو معلوماتو ولاړې وي
د داخلي خطر اړیکې معنا دا ده چې د خطرونو اړوند معلومات باید د سازمان دننه په منظم، هدفمند او شفاف ډول تبادله شي. دا باوري کوي چې اړوند اشخاصو ته، پر خپل وخت، د هغوی د مسؤلیتونو مطابق، سم معلومات ورسېږي. ښه داخلي اړیکه ګډ پوهاوی رامنځته کوي، حساب ورکونه پیاوړې کوي، او د څانګو ترمنځ همغږي تقویه کوي.
موخې:
• دا یقیني کوي چې ټول کارکوونکي له موجوده او راټوکېدونکو خطرونو باخبره وي
• د خطر مسؤلیتونه (Risk Ownership) واضح او ټاکلي وي
• د بېلابېلو څانګو ترمنځ همغږي رامنځته شي (لکه لوجستیک، پروګرام، مالي مدیریت)
• د چټکو او پر وخت پرېکړو ملاتړ وشي
وسیلې:
• د خطرونو داشبورډ یا لنډیز پاڼې
• داخلي برېښنالیکونه یا خبرپاڼې
• اوونیزې یا میاشتني ټیم ناستې
• د پروژې مدیریت سافټویرونه لکه Asana، Trello، Smartsheet
بېلګه:
د کابل په یوه روغتیايي پروژه کې، د مالي ټیم له خوا د تمویلکوونکو د تمویل ځنډ تشخیص شو. دوی دا خطر د داخلي خطر داشبورډ (Risk Dashboard) کې ثبت کړ. د دې له امله له تدارکاتو ټیم سره بحث پیل شو، غیر ضروري توکي وځنډول شول او مهمو ته لومړیتوب ورکړل شو. دا ډول اړیکې له احتمالي ځنډ او ستونزو مخنیوی کوي.
کلیدي اصول:
• هم حل شوي او هم ناحل شوي خطرونه باید شریک شي
• د ملامتولو پر ځای، د حل په لارو تمرکز وشي
• ټول کارکوونکي باید وهڅول شي چې د خطرونو راپور ورکړي — پرته له وېرې