د خطر راپور ورکولو اخلاق هغه اصول دي چې اداره باید د خطرونو شریکولو پرمهال هغه رعایت کړي. دا تضمینوي چې راپورونه باید رښتیني، پر وخت، او بشپړ وي، نه مبالغه پکې وشي او نه یې ارزښت کم وګڼل شي.
اصولي راپور ورکونه کې دا ټکي مهم دي:
• بشپړ، دقیق، او پر وخت معلومات شریکول
• د خطر ارزښت یا جديت نه زیاتول یا کمول
• د واقعیت بیان، نه دا چې مشر یا تمویلکوونکی څه اورېدل غواړي
د غیراخلاقي راپور ورکونې پایلې:
• ناسمې پرېکړې
• د تمویلکوونکي د باور له منځه تلل
• د پټو خطرونو بربنډېدو له امله حیثیت ته زیان
• د مستفیدینو لپاره د خدمتونو ناکامي
بېلګه:
د معیشت په یوه پروژه کې، د تخمونو د رسېدو ځنډ د مدیریت له وېرې راپور نه شو. پایله دا شوه چې کروندهګر د کښت موسم له لاسه ورکړ. که چیرې خطر پر وخت راپور شوی وای، د بدیل اقدام لپاره فرصت موجود و.
منبع: د OECD د “Risk Reporting Best Practices” راپور ښيي چې رښتینی او پر وخت راپور ورکونه د پروژو کیفیت لوړوي
د خطر په مدیریت کې، د ګټو ټکر هغه وخت پېښېږي کله چې شخصي ګټې د مسلکي قضاوت یا مسؤلیتونو مخه ونیسي. که چیرې دغه ټکرونه ونه پېژندل شي او مدیریت نه شي، نو ممکن غیراخلاقي پرېکړې رامنځته کړي چې پروژې، شریکان، او مستفیدین له خطر سره مخ کړي. د دغو ټکرونو مخنیوی او حلوفصل په لومړیو کې د عدالت، باور، او شفافیت د ساتلو لپاره مهم دي، په ځانګړي ډول د خطرونو سره په تړلو پرېکړو کې.
د ګټو د ټکر پایلې:
• د خطر پټول، یا کم ښودل، د شخصي یا دفتري حیثیت د ساتلو لپاره
• د خطر کمولو دندې غیر مسلکي یا جانبداره کسانو ته سپارل
• د خپلوانو، دوستانو، یا تړلو اشخاصو ته د قراردادونو ورکول
بېلګې:
• یو تدارکاتي کارکوونکی د داسې عرضهکوونکي لهخوا جنسونه اخلي چې خپلوان یې دي
• د یوه زون مشر د خپل زون امنیتي خطر نه راپور کوي تر ترڅو پروژه له تمویل نه پاتې نه شي
څنګه مخنیوی وشي؟
• د شخصي اړیکو افشا کول
• په حساسو برخو کې د کارکوونکو بدلون
• د خطر پروسو خپلواکه څارنه یقیني کول
په ځینو مواردو کې، خطرونه باید له خلکو سره شریک شي، خو جُزئیات یې باید محرم پاتې شي. دا موضوعات په ځانګړي ډول د اشخاصو امنیت، عزت، او د پروژې د دوام لپاره مهم دي.
محرم باید پاتې شي:
• د شکایت کوونکي یا اطلاعورکوونکي هویت
• د ناامنه ساحو ځایونه او د پروژې مشخصات
• د ماشومانو یا د جنسي تېري د قربانیانو معلومات
تعادل:
• د خطر نوعیت او شتون باید شریک شي
• خو حساس معلومات باید یوازې له اړوندو مسؤلینو سره پاتې شي
بېلګه:
یو شریک کارکوونکی په ناوړه چلند تورن شو. د خطر ذکر په راپور کې وشو، تمویلکوونکی خبر شو، خو نوم او نور معلومات یوازې د HR او قانوني ټیم ترمنځ محدود وو.
د اخلاقي خطر کلتور داسې یو چاپېریال رامنځته کوي چې پکې کارکوونکي ځانونه خوندي احساسوي ترڅو اندېښنې راپور کړي، له صداقت سره عمل وکړي، او حساب ورکوونکی پاتې شي. دا فرهنګ د خطرونو پر وخت پېژندنه او حل ته زمینه برابروي، او د عدالت، شفافیت، او مسؤلیت ارزښتونه په ټول سازمان کې پیاوړي کوي.
په یوه اخلاقي خطر فرهنګ کی لاندی موارد شامل وي:
· کارکوونکي دې وهڅول شي چې له وېرې پرته خپلې اندېښنې راپورته کړي
· د راپور شوو ستونزو پر وړاندې عادلانه او پر وخت غبرګون وښودل شي
· د اطلاعورکوونکو (whistleblowers) خوندیتوب باید یقیني شي
· یوازې پایلو ته نه، بلکې اخلاقي چلند ته هم ارزښت ورکړل شي
ملاتړ کوونکي وسایل:
· د بې نومه شکایت یا نظریات شریکولو سیسټم
· خپلواک تفتیش او د مطابقت کمېټې
· د بشري سرچینو لارښود کې واضح اخلاقي اصول
منبع: Transparency International اخلاقي فرهنګ د شفافو او حسابورکو بنسټونو لپاره حیاتي بولي.
اخلاقي معیارونه یوازې د پالیسۍ اطاعت نه دي؛ دا د باور، حسابورکونې، او دوامداره اعتبار لپاره مهم دی.
|
اخلاقي ناکامي |
پایلې |
|
د مالي یا حیثیتي خطر پټول |
د پروژې بندېدل، د تمویل بندېدل، قانوني څارنه |
|
ناسم راپورونه |
د ټولنې باور له منځه تلل، د ټیم مایوسي |
|
د مجرم کارکوونکي ملاتړ |
د سازماني حیثیت سقوط، د رسنیو فشار |
یادونه: په ځانګړي ډول په افغانستان کې، دا ډول ناکامي د عامه ادارو پر وړاندې د خلکو اعتماد نور هم کمزوری کوي.