Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت شپاړسمه برخه دوهم درس

د ګډونوالو لپاره د قضیې پوښتنې

۱.  کوم ډول خطرونه په پیل کې له پامه غورځول شوي وو؟
د ګډونوالو لخوا باید لاندې مثالونه وپیژندل شي:

·       چاپېریالي خطرونه: ناوخته سېلابونه، بې‌نظم باران

·       عملیاتي خطرونه: د بدیل ځایونو نشتوالی

·        ټولنیز خطرونه: د خلکو د باور له لاسه ورکول

۲. کوم نوي خطرونه باید اوس د خطرونو ثبت (Risk Register) ته ور اضافه شي؟

·       نور چاپېریالي ګډوډۍ

·       د بزګرانو د معیشت بې‌ثباتي

·       د ټولنې او تمویل‌کوونکو سره د اعتبار له لاسه ورکول

·       د توکو بیا ترلاسه کولو لوجستیکي ستونزې

۳.  کوم خطر د ځواب ستراتیژۍ (4 T) باید مخکې له مخکې چمتو شوې وای؟

·       درملنه (Treat): د سېلاب ضد تخمونو ذخیره کول، فارمونه لوړ ځایونو کې جوړول

·       انتقال (Transfer): د حاصل د تاوان بیمه

·        زغم (Tolerate): د سېلاب کمې پېښې زغمل

·        مخنیوی (Avoid): د سېلاب‌ځپلو سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو پیل

۴.  د دې پېښې وروسته د خطر مدیریت پلان باید څنګه بدل یا اپدیټ شي؟

·       د چاپېریالي معلوماتو بیا کتنه او د برنامې له سره تنظیم

·       د نوي کمې کوونکو یا Mitigation کړنو اضافه‌کول

·       د بیړني توکو بیا وېش لپاره د بودیجې تخصیص

·       د هوا پېژندنې او آفت‌ مدیریت ادارو سره همغږي

·       د راتلونکو خطرونو پلان‌ جوړونه کې د ټولنې ګډون زیاتول

د روزونکي لپاره لارښود (اختیاري)

دا تمرین د ورکشاپ یا کوچني ګروپ په بڼه تطبیقېږي:

·       ګډونوال په کوچنیو ډلو ووېشئ

·       له هرې ډلې وغواړئ چې د نوې وضعې لپاره یو کوچنی خطر ثبت ډک کړي

·       د بېلابېلو ډلو د خطر غبرګونونو پرتله کولو بحث تنظیم کړئ

خلاصه

دا ماډل د خطر مدیریت کلیدي مفاهیم سره یو ځای کوي او هغوی د یوه واقعي پرمختیایي سناریو له لارې تمرینوي. ګډونوال زده کوي چې څنګه نا ‌پیژندل شوي خطرونه وپیژني،  4T ستراتیژۍ وکاروي، او خپلې ستراتیژۍ اصلاح کړي. د خطر مدیریت یو ځل ترسره کېدونکی چک‌لیست نه دی—دا یو دوامداره، د زده‌کړې پر بنسټ ولاړ پروسه ده. د سم ذهنیت، وسایلو، او رهبرۍ سره، ادارې کولی شي ناکامۍ په زده‌کړه بدلې کړي او له ګډوډۍ سره په بریالیتوب مقابله وکړي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).