د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
• د خطر مدیریت د یوه جامع پلان (Risk Management Plan) – اساسي برخې وپېژني؛
• خطرونه په مؤثر ډول د خطر ثبتپاڼې (Risk Register) – له لارې مستند کړي؛
• د خطرونو لپاره واضح مسؤلیتونه وټاکي، ترڅو حسابورکونه یقیني شي؛
• د پروژې د مهالوېش سره سم د خطر څارنې مهالوېش جوړ کړي؛
• خطر ارزونې عملي، جوړښتلرونکو کړنېو ته واړوي؛ او
• د خطر پلانونه د ورځنیو فعالیتونو سره مدغم کړي، ترڅو مقاومت او چمتووالی لوړ شي.
د خطر د مدیریت پلان (Risk Management Plan) یو بنسټیز سند دی چې موږ ته لارښوونه کوي، ترڅو یوه پروژه یا اداره خطرونه پېژني، وارزوي، ځواب ورکړي، او وڅاري. دا پلان د خطر د مدیریت لپاره عمومي تګلاره، مسؤلیتونه، وسایل، او مهالوېشونه تعریفوي، ترڅو کارونه منظمه او همغږې پرمخ ولاړه شي. دا پلان دا یقیني کوي چې د خطرونو په اړه پرېکړې تصادفي نه، بلکې د یوې ټاکلې پروسې له مخې وشي.
د خطر د مدیریت په پلان کې معمولا دا موارد شامل وي:
• د پروژې یا فعالیت عمده خطرونه؛
• څوک مسؤل دي چې هر خطر مدیریت کړي؟
• دا خطرونه څنګه او کله څارل کېږي؟
• که خطر واقع شي، څه کړنې ترسره کېږي؟
دا پلان د خطرونو د مخنیوي لپاره لارښود دی، او دا یقیني کوي چې اړوند کسان د احتمالي ګواښونو په اړه خبر دي او د ځواب لپاره یې هم چمتو دي.
د خطر مدیریت یو ښه پلان باید:
• روښانه او د کاروونکو لپاره ساده وي؛
• په منظم ډول اپدیت کېدونکی وي؛ او
• د ټیم له ټولو غړو او شریکانو سره شریک شوی وي.