د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
• د خطر د مسؤلانه مدیریت بنسټیز اخلاقي اصول وپېژني؛
• د خطر په پروسو کې شفافیت، حسابورکونه او صداقت ته وده ورکړي؛
• اخلاقي ننګونې وپیژني او حل کړي (لکه د خطر پټول، ناسم راپورونه، یا د ګټو ټکر)؛
• د اخلاقي پرېکړو لپاره غوره کړنلارې او داخلي کنټرول وکاروي؛
• وپوهېږي چې اخلاقي خطر مدیریت څنګه د ټولنو، تمویلکوونکو، او کارکوونکو ترمنځ باور پیاوړی کوي؛ او
• په ځانګړي ډول د کړکېچ پر مهال، د سازماني اعتبار ساتلو لپاره د اخلاقو ارزښت درک کړي.
شفافیت او حساب ورکونه د اخلاقي او مؤثر خطر مدیریت بنسټونه دي. دا یقیني کوي چې خطرونه نه پټیږي او نه له پامه غورځول کیږي، او ټولی کړنې چې ترسره شوي دي، توجیه کېدونکي، ثبت شوي، او د سازماني ارزښتونو سره سمون لري. دغه اصول د داخلي پرېکړو ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو خواوو سره باور پیاوړی کوي.
شفافیت: دا مانا لري چې خطرونه باید په رښتینې، پر وخت، او خلاصه بڼه تشریح شي — چې څه دي، څنګه اداره کیږي، او اوسنی حالت یې څه دی.
حساب ورکونه: دا مانا لري چې مسؤل کسان باید د خطر د اداره کولو پرمهال ځواب ورکړي او که ستونزه پېښ شي، وضاحت ورکړي.
ولې دا اصول مهم دي؟
• تمویل کوونکي، ټولنه، او دولتي ادارې د رښتینې، شفافې او واضح اړیکو تمه لري
• د ادارې دننه ټیمونه د دقیقو معلوماتو پر بنسټ پرېکړه کول غواړي
• شفافیت د زده کړې، د تېروتنو تکرار مخنیوي، او د دوامداره پرمختګ لامل کېږي
بېلګه:
په یوه سیمه یز دفتر کې د مالي درغلیو پېښه کشف شوه. اداره د تمویلکوونکي سره سم لاسي شریک کړه، دریمګړی تفتیش یې پیل کړ، مسؤل کارکوونکي یې له دندې لیرې کړل، او د درس راپور یې نورو دفترونو ته واستاوه. سره له دې چې دا پېښه د اعتبار لپاره خطر وه، شفاف چلند د تمویلکوونکي باور وساته.
منبع: د CHS Alliance نُه ژمنې، حسابورکونه او زدهکړه د اخلاقي انساني مرستو کلیدي برخې ګڼي.