Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت نهمه برخه دریم درس

.  د څارنو د ملاتړ لپاره نښې نښانې کارول

مؤثره څارنه پدې پورې اړه لري چې بدلونونه مخکې له دې چې خطر واقع شي وپېژندل شي. دوه مهم وسایل یې دا دي:

       Early Warning Indicators (EWIs) د مخکې له مخکې خبرداري نښې:  دا کیفي یا مشاهده‌یي نښې دي چې د خطر د ممکنه نږدېوالي ښکارندويي کوي. دا اکثر د ساحې د مشاهدې، ټولنیزو خبرو یا عملیاتي تمایلاتو له لارې پېژندل کېږي.

       Key Risk Indicators (KRIs) د خطر کلیدي نښې:  دا اندازه‌یي، د معلوماتو پر بنسټ نښې دي چې د ځانګړو خطرونو احتمال له وخت سره سم یې څارنه کوي. دا نښې اکثراً له عملکردي شاخصونو سره تړلې وي (لکه د تحویلي وختونه، لګښت الګوګانې، یا د کارکوونکو بدلون). 

د EWIs بېلګې:

       د کارکوونکو زیاته غیرحاضري → احتمالاً د سوځېدنې یا امنیتي خطر له امله

       د ټولنې شایعات → ښايي د اعتبار خطر رامنځته شي

       د عرضه کوونکو ځنډني ځوابونه → د اکمالاتو ناکامي ښيي

       د شخړې یا موسم خبرداری → د پروژې مختل کېدو خطر

د EWIs او KRIs یو ځای کارول دا یقیني کوي چې خطرونه نه یوازې ثبت، بلکې فعالانه څارل کېږي.

 

۷.  د څارنې مسؤلیتونه

د خطر څارنه باید د ټیمونو ترمنځ ګډ مسؤلیت ولري.

د څارنې رول

رول لرونکی

د خطرونو بیاکتنو څارنه کوي او د خطر ثبت‌پاڼه تازه کوي

Project Manager د پروژې مدیر

خپل ځانګړي خطرونه څاري او راپور یې ورکوي

Risk Owners د خطر مسؤلین

مشاهدات او خبرداري نښې راپور کوي

Field Teams ساحوي ټیمونه

خطرونه د معلوماتو راټولولو وسیلو کې شاملوي

MEAL / QA Teams نظارت/کوالټی کنټرول

ستر خطرونه ارزوي او د ستراتیژیکو ځوابونو ملاتړ کوي

Senior Management لوړه مشرتابه

 

منبع:  د UNHCR د Risk Management Handbook (2016) له مخې، د خطرونو څارنه او تازه کول یو دوامداره ګډ مسؤلیت دی چې عملیاتي، مالي، او برناموي ټیمونه پکې شریک دي.

 

۸. د خطر تازه معلومات مستندول او راپور ورکول

د خطر تازه وضعیت باید هم مستند او هم شریک شي:

       داخلی دیشبورد، انټرانیټ، د پرمختګ ناستې

       له تمویل ‌کوونکو سره (په تفصیلي او مالي راپورونو کې)

       له شریکانو سره (په ځانګړي ډول کله چې خطر ګډ تطبیق اغېزېمنوي)

بېلګه:
یوه اداره چې د څو ولایتونو په کچه د خوړو وېش پروژې پلي کوي، هره میاشت له شریکانو سره د خطر راپور شریکوي، چې پکې د تیلو کموالی او امنیتي ستونزې ذکر شوې وي. دا شفافیت له شریکانو سره مرسته کوي چې خپل پلانونه تطبیق کړي او له تکراري درملنې مخنیوی وشي.

۹.  د خطرونو بیاکتنه د پروژې د فرهنګ برخه ګرځول

که د خطر مدیریت مؤثر وي، باید دا د سازمان د ورځنیو عملیاتو برخه شي، نه یوازې د عاجلو حالاتو پر وخت یو غبرګون یوه وسیله. د خطر منظمې بیاکتنې مدغمول ټیمونه هڅوي چې مخکې له پېښې فکر وکړي او وختي اقدام وکړي.

سپارښتنې:

       د ټیم ناستو اجنډا کې “Risk Review” (د خطر ارزونه) یو ثابت ټکی وټاکئ

       ټول کارکوونکي وهڅوئ چې حتی کوچني مشاهدات راپور کړي

       یو ساده داشبورډ یا د خطر نمره کارت جوړ کړئ

       د وختي پېژندنې او بریالۍ درملنې ستاینه وکړئ

هغه ادارې چې د خطر مدیریت فرهنګ لري، چټک غبرګون ښيي، او د تمویل‌کوونکو او مستفیدینو باور ساتي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).