Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت دولسمه برخه اول درس

دولسمه برخه: د بشری او پراختیایي پروژو په چوکاټ کې د خطر مدیریت

موخې

د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:

       هغه ځانګړي خطرونه وپیژني چې د بشرپاله او پراختیایي شرایطو سره تړلي دي؛

        وپوهېږي چې څنګه د خطر مدیریت میتودونه د ناارامه، شخړه‌ځپلو یا آفت ځپلو سیمو لپاره تنظیم کړي؛

        د بې‌ثباتۍ، سیاسي ناورین او محدود لاسرسي په شرایطو کې پلان جوړ کړي او غبرګون وښيي؛

        د تمویل‌کوونکو د نه‌ثبات او د شریکانو د اړیکو له ستونزو سره مقابله وکړي؛

        په ناپایدارو شرایطو کې د عملیاتو دوام او د کارکوونکو مصؤنیت یقیني کړي؛ او

       د شرایطو سره سم خطر پلان جوړونې له لارې د ټولنې باور پیاوړی کړي.

۱.  په شخړو او بحراني سیمو کې د خطر ځانګړي عوامل

په بشرپاله یا ناپایدارو چاپېریالونو کې فعالیت کول، پیچلي او د بدلون وړ خطرونه لري. دا خطرونه یوازې تخنیکي یا لوجستیکي نه‌ دي، بلکې د سیاست، ټولنیزو شخړو، محدود لاسرسي او امنیتي ګواښونو سره تړلي وي.

د عام خطر عوامل:

       امنیتي ګواښونه: وسله‌والې شخړې، جرمونه، ماینونه، هدفمنده بریدونه.

        سیاسي بې ‌ثباتي: د حکومت بدلون، ناڅاپي بندیزونه، د NGO فعالیتونو ځنډول.

        د لاسرسي محدودیتونه: د سړکونو بندېدل، ګرځ‌بندیزونه، د سرحدونو تړل.

       طبیعي آفتونه: وچکالي، سیلاب، زلزله چې خدمتونه له خنډ سره مخ کوي.

       د زیربناوو سقوط: د برېښنا پرېکېدل، د مخابراتي شبکو سقوط، د تیلو کمښت.

       د ټولنې بې ‌باوري یا شخړې: د پخوانيو مرستو نشتوالی یا د نه‌پوره شویو ژمنو له امله ځنډ.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).