د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
· د خطر ارزونې دوه اساسي میتودونه (کیفي او کمې) وپېژني؛
· د مناسبو ارزونو له لارې خطرونه تحلیل او ارزونه وکړي؛
· د خطر ارزونې معلومات تشریح کړئ او د لومړیتوب ټاکلو لپاره د نمرې ورکولو تخنیکونه تطبیق کړي؛
· د خطر ارزونې پایلې د سازمان د خطر منلو عمومي سطحې (Risk Appetite) او د منلو د حدونو (Risk Tolerance) سره همغږي کړي؛
· دواړه میتودونه په واقعي شرایطو کې پلي کړي، په ځانګړې توګه د افغانستان په بشري شرایطو کې؛ او
· د ارزونې د پایلو پر بنسټ، باخبره او انعطافپذیرې پرېکړې وکړي.
د خطر ارزونه د خطر مدیریت د بهیر یو مهم پړاو دی. یو ځل چې خطرونه وپیژندل شي، باید په تفصیل سره و ارزول شي، ترڅو معلومه شي چې دا خطرونه ترڅومره جدي دي او پر پروژه یا سازمان به څومره اغېزې ولري. دا ارزونه هم د خطر د پېښېدلو احتمال ارزوي، او هم دا چې که رامنځته شي، پایله به یې څه وي.
د ارزونې پایلې له ادارو سره مرسته کوي چې هغه خطرونه چې سم لاسي توجه ته اړتیا لري، له هغو خطرونو جلا کړي چې یوازې څارنې ته اړتیا لري.
د خطر د ارزونې دا تحلیل دی چې:
· دا خطر ترڅومره احتمال لري چې رامنځته شي؟
· که خطر پېښ شي، پایله یا اغېزې به یې څه وي؟
هدف دا دی چې خطرونه درجهبندي شي، ترڅو ادارې خپلې منابع تر ټولو مهم ګواښونو ته ځانګړې کړي.
د خطر ارزونې دوه اساسي ډولونه دا دي:
· Qualitative کیفي ارزونه: د قضاوت، کتګوریو او رتبو پر اساس
· Quantitative کمې ارزونه: د عددونو، اټکلونو یا معلوماتي تحلیل پر بنسټ
۲. د خطر کیفي ارزونه (Qualitative Risk Assessment)
Qualitative ارزونه یوه عملي او پراخه استفاده کېدونکې طریقه ده، په ځانګړي ډول په پراختیایي او بشري شرایطو کې. دا طریقه د عددونو پر ځای، د تشریحي کتګوریو لکه “ټیټ“، “منځنی“، “لوړ“ له لارې خطرونه ارزوي. دا له موږ سره مرسته کوي چې ټیمونه د محدودو معلوماتو یا تخنیکي منابعو په شتون کې هم سم لاسي پرېکړې وکړي.
دا طریقه د عددي معلوماتو پر ځای تشریحي ارزښتونه کاروي. دا ځکه ډېره کارول کېږي چې چټکه، ارزانه او د هغو ټیمونو لپاره هم مناسبه ده چې تخنیکي وسایل نه لري.
اجزا:
· Likelihood احتمال: دا خطر څومره امکان لري چې رامنځته شي؟
· Impact اغېزې: که پېښه شي، څه ډول تاوان به ولري؟
· Risk Rating د خطر درجه: د احتمال او اغېزې ترکیب، ترڅو یو عمومي نمره یا کتګوري تعریف شي
د کیفي جدول Qualitative Matrixبېلګه:
|
ټیټ اغېزې |
منځنی اغېزې |
لوړ اغېزې |
احتمال \ اغېزې |
|
منځنی |
لوړ |
انتقادي |
لوړ احتمال |
|
ټیټ |
منځنی |
لوړ |
منځنی احتمال |
|
ټیټ |
ټیټ |
منځنی |
ټیټ احتمال |
سناریو:
یوې غیر دولتي موسسې په هرات ولایت کې د ژمي لپاره د نغدو مرستو پروژه پلان کړه. خطرونه یې دا وو:
· د تمویلي پیسو د انتقال د ځنډ احتمال: منځنی، اغېزې: لوړ → درجه: لوړ
· د شدیدې واورې له امله د لارو بندېدلو احتمال: لوړ، اغېزې: منځنی → درجه: لوړ
· د محدوده پوښښ له امله د ټولنې د ناخوښۍ احتمال: لوړ، اغېزې: ټیټ → درجه: منځنی
د دې ارزونې پر بنسټ، ټیم لوجستیک او مالي خنډونو ته لومړیتوب ورکړ.
قوت (Strengths) :
· ساده او چټکه ده
· د پیچلي معلوماتو اړتیا نه لري
· د ساحوي کارکوونکو او ټولنو د ونډې اجازه ورکوي
محدودیتونه (Limitations):
· Subjective – د شخصي قضاوت پر بنسټ
· ښايي نږدې خطرونه له یو بله جلا کړي
· د مالي اغېزې اندازه نه ښيي
Quantitative ارزونه خطرونه د عددونو له لارې ارزوي، ترڅو د خطر اغېزې دقیق اټکل شي. دا میتود په ځانګړي ډول هغه وخت ګټور دی چې مالي معلومات، تاریخي ریکارډونه یا احصایوي ماډلونه شتون ولري. دا ارزونه د Qualitative ارزونې پر خلاف، د قضاوت پر ځای د اندازې وړ پایلو پر اساس وي، چې د مفصل پلان، بودیجې او پرېکړې لپاره بنسټ برابروي.
Quantitative ارزونه خطرونه عددي یا مالي اټکل ته اړوي، اکثره وخت تمرکز یې پر زیان، لګښت یا احصایوي احتمال وي.
کلیدي تخنیکونه:
· احتمال × مالي اغېزې Expected Monetary Value (EMV)
· د سمولیشن ماډلونه لکه Monte Carlo د پیچلو پروژو لپاره
· د تېرو معلوماتو پر اساس احصایوي وړاندوینه
ساده بېلګه:
یوه روغتیايي پروژه اټکل کوي:
· خطر : د $5,000 په ارزښت د درملو غلا
· احتمال: 20٪ (0.2)
· EMV: 0.2 × $5,000 = $1,000
دا محاسبه پروژې ته دا زمینه برابروي چې مالي خطرونه سره پرتله کړي او پرېکړه وکړي چې کوم ته باید بودیجه ځانګړې شي.
د ارقامو کمښت چاپیریال کې د معلومات کارونه:
حتی که دقیق عددونه شتون ونه لري، د ساحوي تجربې پر بنسټ سرسري اټکلونه هم کولی شي د پرېکړو ملاتړ وکړي.
بېلګه:
په نیمروز کې د اوبو لېږد پروژې:
· خطر : د سونتوکو د بیو لوړوالي له امله د اکمالاتو ځنډ
· ساحوي ټیم اټکل کوي چې 30٪ احتمال شته چې بیې دومره لوړې شي چې $2,000 زیات لګښت رامنځته کړي
· EMV = 0.3 × $2,000 = $600
دا اټکل شوې مالي اړیکه مرسته کوي چې پروژه پریکړه وکړي چې په راتلونکي کې تېل واخلي که بودیجه تنظیم کړي.
قوت (Strengths) :
• پر معلوماتو ولاړه او عیني ده
• خطرونه د پیسو په ژبه سره پرتله کوي
• د بیمې، بودیجې او تمویل کوونکو سره د خبرو لپاره ګټوره ده
محدودیتونه: (Limitations)
• د معلوماتو، وخت او مهارت اړتیا لري
• اټکلونه په ناپېژنده شرایطو کې ممکن ناسم وي
• ټول خطرونه د عددونو له لارې نهشي اټکل کېدای لکه د اعتبار زیان