اخلاقي پوښتنې:
• که لاس رسی نشته، آیا له محلي شریکانو سره همکاري کولی شو؟
• که یو ځای خطرناک وي، آیا نږدې سیمو کې خدمت وړاندې کولی شو؟
• که پراخه برنامه نشي عملي کېدای، آیا ازرونې یا نقدي مرسته له لرې ترسره کولی شو؟
بېلګه:
په یوه جنوبي ولایت کې د تاوتریخوالي زیاتېدو پر مهال، یوه موسسه خپل نړیوال کارکوونکي وایستل، خو د محلي شریک یا پارتنر له لارې خدمتونه روان وساتل. د خطر انتقال او هوښیار پلان جوړونې مرسته وکړه چې اړتیا لرونکو ته خدمتونه دوام ومومي.
۵. په نازک چاپېریال کې عملي وسایل او طریقي
په نازکو، شخړهځپلو یا طبیعي آفتونو ته زیانمنو چاپېریالونو کې کار کول انعطافپذیر او د وضعیت مطابق وسایلو ته اړتیا لري. دا وسایل له سازمانونو سره مرسته کوي چې خطرونه ښه درک کړي، د بېباورۍ لپاره چمتووالی ونیسي او له سیمهییزو خلکو سره ښکېلتیا ولري. که دا وسایل په مؤثر ډول وکارول شي، نو د عملیاتو امنیت او د وړاندې کېدونکو خدمتونو کیفیت دواړه لوړوي. لاندې جدول هغه عملي وسایل ښيي چې په بېثباته شرایطو کې ډېر ګټور تمامېږي.
ګټور وسایل:
|
کارول |
وسیله |
|
د سیاسي، ټولنیزو او شخړو بدلونونو تازه ارزونه |
Rapid Context Assessment |
|
د خطرونو، لوبغاړو، او خوندي ساحو لیدیزه نقشه |
Local Risk Mapping |
|
د غوره، منځنۍ، او بدترینې پېښې لپاره چمتووالی |
Scenario Planning |
|
د مستفیدینو له خوا د خطر پیژندنه |
Community Feedback Mechanisms |
|
د شریکانو د اعتماد وړتیا ارزونه او ملاتړ |
Partner Vetting and Support |
د بشرپاله او پراختیایي پروژو په شرایطو کې، د خطر مدیریت باید انعطافپذیره، د محلي واقعیتونو پر بنسټ، او د “زیان مه رسوه” پر اصل ولاړ وي. دا چاپېریالونه غوښتنه کوي چې پلانونه آسان ، پرېکړې غیرمتمرکزې، او د ټولنو او شریکانو سره دوامداره اړیکې وي. خطر باید نه رد شي، بلکې له اخلاقي، خوندي او انعطافپذیره طریقو سره اداره شي. د محلي معلوماتو، سناریو پلانونو، او احتیاطي میکانېزمونو شاملول، د پروژو مقاومت پیاوړی کوي او بشري اصول ژوندي ساتي، حتی په ناپایدارو شرایطو کې هم.