Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت څوارلسمه برخه دوهم درس

.   د خطر د ویش جوړښت  (Risk Breakdown Structure – RBS)

د خطر د ویش جوړښت  یوه منظمه وسیله ده چې خطرونه د منبع یا ډول پر بنسټ ډلبندي کوي. دا لکه د کار وېش جوړښت (WBS) په پروژه‌مدیریت کې، مرسته کوي چې خطرونه د لیدلو او منظم شي او هیڅ خطر له پامه ونه غورځي.

عمومي وېش:

  • ستراتیژیک
  • عملیاتي
  • تخنیکي
  • مالي
  • قانوني/تطبیقي
  • چاپېریالي/بهرنی
  • امنیتي/خوندیتوب

هره ډله بیا نور هم په جزئیاتو وېشل کېدای شي. د بېلګې په توګه:

عملیاتي خطرونه:

عملیاتي خطرونه د سازمان له دننه راټوکېږي او د داخلي سیستمونو، خلکو، یا پروسو سره تړاو لري. دا ډول خطرونه کولای شي ورځني فعالیتونه ګډوډ کړي، د پروژې تحویلي وځنډوي، یا د خدماتو کیفیت ته زیان ورسوي. د عملیاتي خطرونو مؤثر مدیریت پیاوړې همغږي، پلان جوړونه، او د داخلي عملیاتو دوامداره څارنه غواړي.

  • د کارکوونکو کموالی
  • د تدارکاتو ځنډ
  • د تجهیزاتو خرابېدل

چاپېریالي خطرونه:

چاپېریالي خطرونه د طبیعي پېښو یا د چاپېریالي بدلونونو له امله رامنځته کېږي. دا خطرونه زیاتره د سازمان له کنټرول څخه بهر وي، خو کولای شي د پروژې د تطبیق پر بهیر ژور اغېزې وکړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د طبیعي افتونو له خطر سره مخ دي. د دې ډول خطرونو لپاره مؤثره پلان جوړونه، چمتووالی، احتمالي سناریو ته د بدیل پلان لرل، او د وضعیت منظم څارنه تضمینوي.

  • سېلاب
  • وچکالي
  • زلزله

واقعي مثال:

د تغذیې پروژې ټیم لاندې خطرونه وپیژندل:

  • ستراتیژیک: د تمویل‌کوونکي د پالیسیو بدلون
  • عملیاتي: د مستفیدینو د ثبت ځنډ
  • چاپېریالي خطرونه: ناڅاپي سېلابونه
    دې کار له ټیم سره مرسته وکړه ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ مهمه د خطر کټګورۍ له پامه نه ده غورځول شوې، او هر خطر د څارنې لپاره مناسبې مسئولې ډلې ته سپارل شوی دی.

ګټې:

·       بشپړه او منظمه خطر پېژندنه تضمینوي

·       پېچلي خطرونه واضحو ګروپونو ته تنظیموي

·       د څانګو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي

یادونه:  RBS  هم د ونې (tree) شکل کې او هم د جدول په بڼه وړاندې کېدای شي.

۴.  د وسایلو یوځای کارونه

د خطر مدیریت وسایل هغه مهال تر ټولو اغېزېمن وي چې په منظم او همغږي ډول یو له بله سره یوځای وکارول شي. هر وسیله یوه ځانګړې دنده ترسره کوي—لکه د خطر پېژندنه، ارزونه، لومړیتوب ټاکل، یا څارنه—خو د دې وسایلو ګډ او همغږي کارونه یو بشپړ، مؤثر او انعطاف‌پذیر د خطر مدیریت سیستم رامنځته کوي. د دې وسایلو یوځای کارول مرسته کوي ترڅو هېڅ مهم خطر له پامه ونه غورځېږي، او د مخنیوي یا کمولو لپاره کړنې پر خپل وخت او په اغېزېمن ډول ترسره شي.

څه وخت وکارول شی

اصلي موخه

وسیله

د پروژې په ټول دوران کې

د انفرادي خطرونو څارنه او مدیریت

د خطر ثبت جدول

د ارزونې وروسته

د خطر لومړيتوب ټاکنه

احتمال-اغېزېه جدول

د پلان جوړونې پر مهال

د خطرونو منظم ګروپ بندي

خطر ویش جوړښت

 

یوځای تطبیق شوی سناریو:

یو NGO د هلمند په کلیوالو سیمو کې د زده‌کړې پروژه پرمخ وړي:

  1. خطرونه د RBS له لارې وپیژندل: ترانسپورت (لوجستیک)، د ماشومانو امنیت (امنیتي)، د ښوونکو ساتنه (بشري منابع)
  2. هر خطر د احتمال-اغېزېې جدول له مخې وارزول شوه
  3. ټول خطرونه د خطر ثبت جدول کې ثبت شول
  4. جدول میاشتنی بیاکتل کېده، نمرې او کړنې تازه کېدل

پایله: کله چې سړکونه د سېلاب له امله خراب شول، د زده‌کړې مواد له مخکې نږدې سیمو کې ساتل شوي وو—د خطر مدیریت له امله.

خلاصه

د خطر مدیریت وسایل لکه د خطر ثبت جدول (Risk Register)، د احتمال او اغېزېې جدول (Probability-Impact Matrix)، او د خطر وېش جوړښت (Risk Breakdown Structure) سازمانونو ته دا زمینه برابروي چې خطرونه په منظمه، مؤثره او شفافه توګه مدیریت کړي. د خطر ثبت جدول د انفرادي خطرونو او د هغوی د کمولو کړنو د څارنه لپاره کارول کېږي. د احتمال او اغېزېې جدول ټیمونو سره مرسته کوي چې خطرونه د رامنځته کېدو احتمال او د اغېزې شدت له مخې لومړیتوب‌بندي کړي. د خطر وېش جوړښت ډاډ ورکوي چې هېڅ مهمه د خطر کټګورۍ له پامه ونه غورځول شي. دا وسایل چې یوځای او منظم ډول وکارول شي، د غوره پلان جوړونې، حساب‌ورکونې، او انعطاف وړتیا سبب ګرځي. کله چې دا وسایل په دوامداره ډول وکارول شي، سازمانونه له ناڅرګندتیاوو سره په مؤثره توګه مقابله کولای شي، د پرېکړو کیفیت لوړوي، او حتی په سختو شرایطو کې هم د باور وړ پایلې ترلاسه کوي.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).