د متخصصینو مرکې، یو له بل سره یا کوچنۍ ډلهییزې مرکې دي چې له هغو اشخاصو سره ترسره کېږي چې پوره تخنیکي پوهه یا د موضوع اړوند تجربه لري. دا کسان کېدای شي تخنیکي متخصصین، ساحوي کارکوونکي، ځایي مشران یا د شخصي سکتور ځانګړي مشاورین وي.
دا څنګه کار کوي؟
· پوښتنې له مخکې چمتو کړئ
· له هغو اشخاصو سره مرکې وکړئ چې اړوند معلومات لري (لکه لوجستیک، مالي، روغتیا، ټولنیز مشران)
· پېژندل شوي خطرونه ثبت کړئ او له نورو تخنیکونو سره یې پرتله یا تایید کړئ
بېلګه:
په بادغیس کې د لومړنۍ روغتیا خدمتونو یوې پروژې له پیل مخکې، له یوه غیر دولتي مؤسسې د ولسوالۍ له یو تقاعد شوي ډاکټر او یوې دودیزې قابلې سره مرکې وکړې. هغوی خبرداری ورکړ چې د فصلونو له بدلون سره خلک ګډه کوي او دا د کلینیکونو د مراجعینو پر حضور اغېزې کوي. په نتیجه کې د کلینیک مهالوېش او پرسونل سره تعدیلات ترسره شول.
قوت (Strengths):
· د ځایي، تخنیکي یا په شرایطو پورې اړونده پوهه وړاندې کوي
· نادر خو لوړ اغېزې لرونکي خطرونه راښکاره کولی شي
· انعطافپذیره او د شرایطو سره عیارېدونکې ده
محدودیتونه (Limitations) :
· وختخوړونکې ده
· کېدای شي د شخصي تمایلاتو اغېزې پکې وي
· ډېر یې د مرکېکوونکي پر مهارتونو متکي وي
په عمل کې، یواځې یو تخنیک بسنه نه کوي. ډېری ادارې، د خپلو شرایطو، وخت او منابعو له مخې، څو تخنیکونه یو ځای کاروي. یو عملي ترتیب کېدای شي دا وي:
د خطر پېژندنه د اغېزېمن خطر مدیریت دروازه ده. د سمو تخنیکونو کارونه دا یقیني کوي چې مهم خطرونه له پامه ونه غورځېږي. Brainstorming خلاقیت او ډلهییز فکر رامنځته کوي، پداسې حال کې چې Checklists له تیرو تجربو او معیاري پروسو ګټه اخلي. SWOT تحلیل داخلي او خارجي لیدلوري سره یوځای کوي، ترڅو ستراتیژیک ګواښونه وموندل شي، او Expert Interviews ژور او د شرایطو سره تړلي معلومات برابروي. هر تخنیک خپل ځانګړي ځواکونه او محدودیتونه لري، او د دوی ګډ کارونه اکثر تر ټولو اغېزېمنه لاره ده. د سم تخنیکونو په انتخاب او تطبیق سره، ادارې کولی شي د خطرونو یو بشپړ، دقیق انځور ولري او ځان ته مخکې له وخت چمتووالی برابر کړي.