Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت اوله برخه اول درس

موخې

د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:

·       د خطر مدیریت بنسټیز مفاهیم درک کړي؛

·       د خطر تعریف د سازماني او پروژوي شرایطو له مخې بیان کړي؛

·       وپوهېږي چې د خطر مدیریت ولې د ادارو د برياليتوب لپاره اړین دی؛

·       د خطرونو بېلابېل ډولونه تشخیص کړي؛

·       پدې وپوهېږي چې د خطر مدیریت څنګه له لاندې مواردو سره مرسته کوي:

o      د ناڅرګندتیاوو اټکل

o      د پرېکړو پیاوړتیا

o      د کارونو اعتبار او سرچینو ساتنه

·       د واقعي ژوند بېلګې او د افغانستان د شرایطو اړوند مثالونه وکاروي، ترڅو زده‌کړه اغېزېمنه ترسره شي.

 

۱.  خطر څه دی؟

په ساده توګه، خطر هغه امکان ته ویل کېږي چې یوه پېښه یا حالت رامنځته شي، داسې پېښه يا حالت چې د موخو په ترلاسه کولو اغېزې وکړي.  دا اغېزې مثبت هم کېدای شي (فرصت) او منفي هم (ګواښ)؛ خو په ډېری ادارو کې پاملرنه پر منفي اغېزېو وي، چې زیان، خنډ یا ناکامي رامنځته کولای شي.

 

د خطر کلیدي ځانګړتیاوې:

·       نامعلوموالی:  خطرونه د ناڅرګندو یا راتلونکو پېښو سره تړلي وي؛

·       اغېزې:  خطرونه پر موخو اغېزې کوي، لکه مالي، د کار اړوند، اعتباري یا نور؛

·       احتمال:  خطرونه د پېښېدلو له مخې يو له بل سره توپیر لري، له نادره پېښو نیولې بيا آن تر نږدې حتمي حالتونو پورې؛ او

·       له شرایطو سره تړاو:  یو څه چې په یوه ځای کې خطر بلل کېږي، کېدای شي په بل ځای کې خطر نه وي.

 

بېلګه:
په یوه بشري مرستندویه پروژه کې، د باراني موسم پر مهال د توکو لېږد له خطر سره مل وي. لکه د سړکونو بندېدل، د توکو ځنډ او د خوراکي موادو خرابېدل. دلته د باران امکان لوړ دی او دا وضعیت د پروژې بریا ته جدي ګواښ بلل کېږي.

 

منبع:  د ISO 31000:2018 سرچينې له مخې، خطر داسې تعریفېږي: “پر موخو د نامعلوم حالت اغېزې.” دا تعریف د ناڅرګندتيا اهمیت او د خطر او موخو تر منځ اړیکه روښانه کوي.

 

 

۲. د خطر مدیریت څه دی؟

د خطر مدیریت یو منظم بهیر دی چې پکې د خطرونه پېژندل، ارزول، اولويت بندي او ځواب ویل شامل دي. دا بهیر له موږ سره مرسته کوي چې ادارې د ناوړه پېښو احتمال راکم کړي، او که پېښې شي، د هغوی منفي پایلې محدودې کړي.

 

د خطر مدیریت بنسټیزې برخې:

·       د خطر پېژندنه:  د احتمالي ګواښونو تشخیص؛

·       د خطر ارزونه:  د اغېزې او احتمال ارزونه؛

·       د خطر ځواب:  د تګلارو جوړول لکه مخنیوی، کمول، انتقال یا منل؛ او

·       څارنه او بیاکتنه:  دوامداره څارنه او نوي کول.

د خطر مدیریت یوازې د پروژو یوه برخه نه ده، بلکې یو سازماني لیدلوری دی چې راتلونکو پېښو ته مخکې له واقع کېدو چمتووالی رامنځته کوي.

 

بېلګه:
یوه مایکروفایننس موسسه د اقتصادي ستونزو له امله د پورونو د نه ورکړې له خطر سره مخ وه. د دې لپاره یې د پور ورکولو شرایط آسانه کړل. همدا یو فعال او پر وخت د خطر مدیریت دی.

منبع:  د Project Management Institute (PMI)  په وینا، د خطر مدیریت د پروژو بریا ته وده ورکوي، ځکه چې د نامعلومو حالتونو لپاره منظم او فکري جوړښت رامنځته کوي (PMBOK® Guide, 7th Edition).

 

۳. د خطر مدیریت اهمیت

د خطر مدیریت یوازې د ستونزو له مخنیوي سره تړاو نه لري، بلکې د دې لپاره هم دی چې ادارې وکولای شي په نامعلومو حالاتو کې پیاوړې کارکردګي وکړي، باوري پرېکړې وکړي او اوږدمهاله موخې وڅاري. دا بهیر د خلکو، پروژو او سرچینو د ساتنې سربېره د ادارې اعتبار، باور او پایښت پیاوړی کوي.

د اغېزو عمده اړخونه:

·       د مالي، اعتباري یا کارونې اړوند زیانونو مخنیوی؛

·       د مشرتابه د پرېکړو لپاره د معلوماتو برابرول؛

·       د بدیل پلان جوړونه او چمتووالی؛

·       د تمویل کوونکو او شریکانو باور لوړول؛ او

·       له تېرو تېروتنو زده‌کړه او د راتلونکې کارونې اصلاح.

د واقعي ژوند بېلګه:

په 2020  کال کې، یوې روغتیایي موسسې په افغانستان کې د COVID-19  له ستونزو سره د تعامل لپاره هره اوونۍ خطر ارزونې ترسره کولې، او ګرځنده کلینیکونه یې له نویو مقرراتو سره عیار کړل.  له همدې امله، د خدمتونو وړاندې يو څه اندازه متأثر شول، پداسې حال کې چې نورې پروژې په ټپه ودرېدلې.

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).