د دې برخی په پای ته رسولو سره به ګډونوال و توانیږی تر څو:
• د خطر د ځواب ورکولو څلور اصلي ستراتیژۍ وپېژنئ: مخنیوی (Avoid)، کمول (Treat)، انتقال (Transfer)، او منل (Tolerate) – (4Ts)
• د خطر د نوعیت او شدت پر بنسټ تر ټولو مناسبه ستراتیژي انتخاب کړي
• د سازمان له شرایطو سره سم عملي او هدفمند ځوابونه طرحه کړي
• د ښه پلان شویو ستراتیژیو له لارې د خطر احتمال یا اغېزې کم کړي
• د واقعي مثالونو له لارې د هر ډول ځواب عملي پلي کولو ته لاره ومومي
• دا یقیني کړي چې د خطر ځوابونه د منابعو د مؤثر او مؤجزې استفاده سره مرسته کوي
کله چې خطرونه وپیژندل، و ارزول او لومړیتوب یې وټاکل شو، نو سازمانونه باید پرېکړه وکړي چې له خطر سره څنګه چلند وکړي. د خطر د ځواب ورکولو لپاره څلور معیاري ستراتیژۍ شتون لري چې د 4Ts په نوم پېژندل کېږي:
هره یوه له دې ستراتیژیو نه یوازې جلا، بلکې د اړتیا پر بنسټ یو ځای هم کارېدلی شي.
Avoidance معنا دا چې هغه فعالیت یا حالت چې خطر رامنځته کوي، باید په بشپړ ډول له منځه یووړل شي. که خطر ډېر جدي او د منلو وړ نه وي، یوازینی مناسب ځواب به دا وي چې دا فعالیت ودروي یا یی له اوله پیل نهکړي.
کله باید وکارول شي؟
• خطر جدي یا ناورین دی
• د کمولو لپاره هیڅ معقوله لاره نشته
• فعالیت اختیاري دی یا بیا طرحه کېدای شي
دا باید څنګه وکارول شي؟
• د فعالیت یا موقعیت ضرورت بیا وارزوئ؛
• د بدیلو تطبیقي لارو په اړه غور وکړئ؛
• د خطر د ارزونې له مخې، د فعالیت د مخنیوي توجیه مستند کړي؛
• پرېکړه په واضح ډول له تمویل کوونکو او شریکانو سره شریکه کړئ؛ او
• د خطر ثبتپاڼه (Risk Register) او د پروژې پلان له پریکړو سره مطابق اپډت کړی.
بېلګه:
یوه اداره پلان لري چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یوې داسې ولسوالۍ ته واستوي چې هلته د وسلهوالو نښتو کچه لوړه ده. د خطر تفصیلي ارزونه ښيي چې د کارکوونکو ژوند ته جدي خطر متوجه دی او د خوندي ترانسپورت کومه لاره نهشته. ټیم دا فعالیت ختم کړ او پر ځای یې د ګاونډیو امنو ولسوالیو ثابتو کلینیکونو څخه ملاتړ برابر کړ.
نکتې:
• د مسؤلیتونو د کمښت او د ژوند ژغورنې سبب کېدای شي
• خو کېدای شي د پروژې پوښښ یا اغېزې محدود کړي
• پیاوړې توجیه او د تمویل کوونکو سره شفافې اړیکې ته اړتیا لري