Curriculum
Course: د خطر مدیریت
Login

Curriculum

د خطر مدیریت

0/41
Video lesson

د خطر مدیریت لسمه برخه دوهم درس

.  له شریکانو سره د خطرونو بحث  (Stakeholder Engagement)

په دې برخه کې ونډه اخیستونکي، تمویل کوونکي، ټولنیز مشران، حکومتي ادارې، د کلاستر همغږي کوونکي او نورو سازمانونه شامل دي. له دوی سره د خطرونو په اړه واضح او هدفمنده اړیکه، د باور، همغږۍ او تطبیق؛ د بریا لپاره مهمه ده.

موخې:

       د بهرنیو شریکانو خبرتیا له مهمو خطرونو څخه

       د چمتووالي، حساب‌ورکونې او باور ښودل

       د خطر د کمولو لپاره د همکاریو همغږي

       د تمې مدیریت او د ناڅاپي ستونزو مخنیوی

لارې چارې:

       تمویل‌کوونکي:  د راپورونو په ځانګړې برخه کې د خطرونو ذکر، دوره‌یي ناستې

       ټولنې:  د شوری یا غونډو له لارې د بدلونونو یا ځنډونو وضاحت

       چارواکي:  د لاسرسي، کارکوونکو یا مقرراتو اړوند خطرونه شریکول

       شریکان:  ګډې ارزونې، د خطرونو ثبت‌پاڼې (Risk Registers) شریکول

بېلګه:
یوه مشارکتي پروژه چې په درې ولایتونو کې تطبیقېده، له دې سره مخ شوه چې د مرستو د ناسم وېش شایعات خپاره شول. د بنسټ مشر د ټولنې له مشرانو سره ناسته وکړه، د خطر ارزونې بهیر یې تشریح کړ، او د مستحقینو د ټاکلو ساده معیارونه یې شریک کړل. د دې کار له امله، خنډونه کم شول او پروژه پر خپل ځای پاتې شوه.

سپارښتنې:

       پر حل لارو تمرکز لرونکې رښتینې خبرې وکړئ

        د فرهنګ له مخې مناسبه اړیکه غوره کړئ (لکه شفاهي پر لیکلي باندې)

        شریکان له پیل څخه ښکېل کړئ، نه یوازې د کړکیج پر مهال

۳.  شفافیت او د خطر راپور ورکول  (Transparency and Risk Reporting)

په راپور ورکولو کې شفافیت دا معنا لري چې سازمان باید روښانه کړي، ترڅو:

       کوم خطرونه موجود دي

       کومې کړنې ترسره شوې دي

       او کومو برخو کې مرسته یا انعطاف ته اړتیا شته

شفاف راپور ورکول مرسته کوي چې:

       د تمویل‌کوونکو باور زیات شي

       د ټولنې اعتماد زیات شي

        دننه حساب‌ورکونه پیاوړي شي

        د سازماني زده‌کړې چاپېریال رامنځته شي

طریقې:

       د تمویل‌کوونکو په راپورونو کې “Risk Management” برخه شامله کړئ

       د کلاستر یا سکتوري ناستو له لارې تازه معلومات شریک کړئ

       د خطر ثبتونه (Risk Logs) په تفتیشونو او ارزونو کې وړاندې کړئ

بېلګه:
په جوزجان کې د خوراکي توکو د وېش پروګرام پر مهال د ګودام غلا پېښه شوې وه. دا پېښه په شفاف ډول د درې میاشتني راپور برخه وګرځېده. د NGO له خوا کړنې تشریح شوې، لکه د امنیتي شرکت بدلون، د CCTV نصب او د خطر د کنټرول تدابیر. تمویل‌کوونکو د شفافیت له امله ستاینه وکړه.

غوره کړنلارې:

       ستونزې پرته له ځنډه ومنئ

       د زده‌کړې او اصلاح شواهد وړاندې کړئ

       د خطرونو جزئیات باید متوازن شریک شي — نه ډېر او نه لږ

       حساس معلومات (نوم، ځای، امنیتي وضعیت) باید په مناسب ډول خوندي شي

This website uses cookies and asks your personal data to enhance your browsing experience. We are committed to protecting your privacy and ensuring your data is handled in compliance with the General Data Protection Regulation (GDPR).