(SWOT)، Strengths یعنی قوت، Weaknesses یعنی ضعفونه، Opportunities یعنی فرصتونه، او Threats یعنی ګواښونه. دا یو مشهور ستراتیژیک ابزار دی چې له ټیم سره مرسته کوي ترڅو د پروژې په بریا باندې اغېزې لرونکي داخلي او خارجي فکتورونه وڅېړي—پدې کې احتمالي خطرونه او د خطر ځوابي لارې هم شاملې دي.
دا څنګه کار کوي؟
· یو فلیپچارټ، فورمه، یا ډیجیټل سند په څلور برخو وویشئ:
o Strengths: هغه داخلي قوتونه چې د پروژه ملاتړ کوي
o Weaknesses: هغه داخلي نیمګړتیاوې یا محدودیتونه چې پروژې ته خنډ دي
o Opportunities: بهرني یا بیروني شرایط چې د بریا فرصت برابروي
o Threats: بهرني یا بیروني فکتورونه چې د پروژې لپاره ګواښ رامنځته کوي
· د ټیم غړي، شریکان یا د ټولنې استازي راوبلئ، ترڅو د هرې برخې لپاره مشخص نظرونه وړاندې کړي
· د Weaknesses او Threats برخې د خطر ثبتپاڼې لپاره د خطرونو د پېژندنې سرچینې وګورئ
· د Strengths او Opportunities برخې د خطر ځوابي ستراتیژۍ وکاروئ، ترڅو د مقاومت ظرفیت لوړ شي
د SWOT کارولو له لارې د خطر پېژندنه:
· Weaknesses، داخلي خطرونه څرګندوي، لکه:
o د تخنیکي مهارتونو یا تجربې نشتوالی
o د بشري یا مالي منابعو محدودیت
o کم زورې اړیکه یا همغږي
o غیر واقعي مهالوېش یا فرضیې
o ټیټ کیفیت یا بېباوره سیستمونه
• Threats ، بهرني خطرونه څرګندوي، لکه:
o د تمویل کوونکو شرایط یا تګلارو بدلون
o سیاسي بېثباتي یا د لاسرسي محدودیتونه
o طبیعي افتونه یا د چاپېریال تخریب
o د بازار بېثباتي یا انفلاسیون
o قانوني یا مقرراتي نامعلوم حالت
د دې برخو تحلیل له موږ سره مرسته کوي چې یوه بشپړه او د شرایطو سره سمه د خطر ثبتپاڼه جوړه شي چې هم داخلي کمزورتیاوې او هم بهرني ګواښونه راونغاړي.
په عین وخت کې، Strengths او Opportunities دا کارونه هم کوي:
· د داخل ظرفیتونو په وسیله د خطر کمولو ستراتیژي جوړول
· له موجودو همکاریو یا تمویل فرصتونو څخه د مقاومت جوړول
· د پروژې پایله او انعطافپذیري لوړول
بېلګه: د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه – کندهار
|
موندنې |
SWOT برخه |
|
د ټولنې قوي باور، تجربهلرونکې ښځینه روزونکې |
Strengths |
|
د انټرنېټ محدود لاسرسی، د بیکاپ برېښنا سرچینو نشتوالی |
Weaknesses |
|
د ډیجیټلي شمولیت او موبایلي زدهکړو لپاره د تمویل کوونکو علاقهمندي |
Opportunities |
|
محافظهکار غبرګون، سیاسي نامعلوم حالت، محدود خوځښت |
Threats |
· په هغو سیمو کې چې د چاپي موادو کارول محدود وو او هلته د انټرنېټ لاسرسی هم کمزوری وو، د مشرانو ښکېلتیا د Threats او Weaknesses برخې د پروژې د خطر ثبتپاڼه بشپړه کړه، په داسې حال کې چې Strengths او Opportunities د خطر د کمولو د ستراتیژیو په ټاکلو کې مرسته وکړه.
د خطر په مدیریت کې د SWOT قوت او محدودیتونه
|
محدودیتونه |
قوت |
|
که سمه لارښوونه ونه شي، پراخ یا عمومي خطرونه تولیدوي |
د داخلي او خارجي فکتورونو په اړه منظم، ستراتیژیک فکر هڅوي |
|
د دقیقو خطرونو استخراج لپاره تجربهلرونکی تسهیلکوونکی غواړي |
د خطر پېژندنه د سازماني ظرفیتونو سره نښلوي |
|
خطرونه کېدای شي د نورو غیر اړوندو ستراتیژیکو موضوعاتو تر سیوري لاندې راشي |
د ګواښونو او فرصتونو دواړو لپاره تحلیل برابروي |
منبع: د USAID Learning Lab وړاندیز کوي چې د پروژې د ډیزاین پر مهال SWOT وکارول شي، په ځانګړي ډول کله چې سیاسي حالت نازک وي د ګواښونو د وختي پېژندنې لپاره ښه مؤثریت لري.