ب) د منابعو محدودیت
ځینې مؤسسې د خطر مدیریت لپاره ځانګړی وخت، کارکوونکي، یا بودیجه نه لري، او د وړاندیز یا تطبیق پر مهال د خطر پلانونه له پامه غورځول کیږي.
ج) د کمزوري خطر کلتور
که چیرې کارکوونکي دا باور ولري چې د خطر راپور به د تنبیه، شرم، یا اضافي کار لامل شي، نو هغوی به خطرونه پټ کړي یا له پامه یې وغورځوي. د مشرتابه چوپتیا هم دا ستونزه نوره هم زیاتوي.
د) د خطرونو ترمنځ پېچلي تعاملات
ځینې خطرونه یو له بله سره تړلي وي (لکه سیاسي بېثباتي چې مالي تمویل او ساحوي لاسرسی اغېزېمنوي)، او دا ډول خطرونه د عادي وسیلو له لارې نه شي تحلیل کیدای.
هـ) د تسلیم فشار
د تمویل له لاس ورکولو ویره کولی شي مؤسسې دې ته اړ کړي چې خطرونه کم وښيي یا “بد خبرونه” پټ کړي. دا د اعتماد لهمنځه وړو او ناسم راپور ورکولو لامل کیږي.
منبع: UNDP (2020) “Risk Management for Development
۲. د خطر مدیریت د خنډونو له منځه وړل
که څه هم د خطر مدیریت له ستونزو سره مخ کېدل یو عام حالت دی، په ځانګړې توګه په پېچلي یا نازک چوکاټ کې، خو دا ستونزې د حل وړ دي. د مناسبو ستراتیژیو په کارولو سره، سازمانونه کولای شي خپل سیستمونه پیاوړي کړي، حسابورکونې ته وده ورکړي، او دا یقیني کړي چې د خطر مدیریت د ورځنیو چارو یو عملي او بشپړ یوځای شوی اړخ وګرځي. مهمه داده چې حللارې باید د ځانګړي چوکاټ سره سمې وي، د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي، او د خطر د مدیریت یو فعال فرهنګ ته وده ورکړل شي.
د موجودو خنډونو سره سره، عملي او موخهمحوره ستراتیژۍ کولای شي سازمانونه د خطر د مدیریت یو پیاوړی، انعطافپذیره او اغېزېناک سیستم ته ورسوي.
الف) ظرفیت لوړونه او روزنه
د خطر د اغېزېمن مدیریت لپاره د کارکوونکو د پوهې او پوهاوي لوړول بنسټیز اهمیت لري. ډېر خطرونه یوازې ځکه بېځوابه پاتې کېږي چې د ټیم غړي نهپوهېږي څنګه یې وپېژني او یا څنګه لازم غبرګون وښيي. مؤثرې روزنې مرسته کوي چې د خطرونو مفاهیم، وسایل او د مسئولیتونو څرنګوالی د سازمان په ټولو سطحو کې یو شان او ګډ درک پیدا کړي.
بیلګه:
یوه کابل مېشته اداره د “د خطر مدیریت اتلان” نومې یو پروګرام پیل کړ، چې له مخې یې د هرې څانګې مهم کارمندان وروزل شول او د یوه ګډ آنلاین سیستم له لارې سره ونښلول شول. دا نوښت د معلوماتو د بهیر د ښه والي او د کارکوونکو د ښکېلتیا لامل شو.
ب) معیاري عملیاتي طرزالعملونه (SOPs)
کړنلارې روښانه او مستندې نه وي، ټیمونه ښايي بېلابېل، له ځنډ سره یا ناسم کړنې ترسره کړي، SOPs دا یقیني کوي چې هر غړی دقیقاً پوه وي چې څه وکړي، څه وخت او څنګه یې ترسره کړي.
• د خطر پېژندنې، ارزونې، کمولو او د خطرونو د ثبت پاڼې (Risk Register) د نوي کولو لپاره معیاري کړنلارې ترتیب کړئ
• په SOPs کې واضحه دندې او مسؤلیتونه تعریف کړئ
• دا کړنلارې د تمویلکوونکو د راپور ورکولو له مهالویش سره همغږي کړئ