د خطر ثبتپاڼه یوه بنسټیزه وسیله ده چې د خطرونو د مستند کولو او څارنه لپاره کارول کېږي. دا د خطرونو د تفصیلي ثبت لپاره منظم چوکاټ وړاندې کوي، لکه احتمال، اغېزې، د کمولو پلان، مسؤل شخص او اوسنی وضعیت.
معمولاً لاندی موارد پکې شامل وي:
· شمیره – Risk ID؛
· تشریح؛
· د احتمال او اغېزې درجه بندي؛
· مسؤل شخص؛
· د کمولو کړنې؛ او
· اوسنی وضعیت.
بېلګه:
یوه بشري مرستندویه اداره ممکن د هرې پروژې لپاره یوه ډیجیټلي د خطر ثبتپاڼه وساتي. د اوسېدو ځای جوړونې پروژې لاندې کېدای شي دا ریکارډ موجود وي: “ د سرحدونو بندېدو له امله د پخلي موادو کمښت“ چې مسؤلیت یې د لوجستیک کارمند ته ورکړل شوی وي او یو بدیل تدارکاتي پلان هم پکې یاد شوی وي.
د خطر مسؤل هغه کس یا ټیم وی چې د یوه مشخص خطر د مدیریت، څارنې، د کمولو د کړنېو د تطبیق او د وضعیت د اپدیت کولو مسؤلیت لري.
بېلګه:
که خطر “د نغدو پیسو له کارتونو ناوړه استفاده” وي، مسؤل به د مالي مدیریت مشرتابه ته اړوند وي، چې د مالي کنټرول، د مستحقو کسانو تائید او د حساب ورکولو د کړنلارو مسؤلیت لري.
د خطر مسؤلیت د حساب ورکولو کچه لوړوي او د ځواب ویلو سرعت ښه کوي.
د کنټرول کړنې، چې د خطر کمولو ستراتیژۍ هم بلل کېږي، هغه مشخص کړنې دي چې د خطرونو د مدیریت لپاره کارول کېږي. دا کړنې د خطرونه مخنیوی کوي، یا یې ژر کشف کوي، یا یې هم اغېزې راکموي.
کنټرول درې ډوله کېدای شي:
· د خطر د پېښېدو مخنیوی کوي (Preventive)
· د خطر د پېښېدو وروسته یې تشخیص کوي (Detective)
· د خطر د پایلو سره مقابله کوي (Corrective)
بېلګه:
د جعلي انوایس خطر لپاره:
• مخنیوی: د عرضه کوونکو مخکې له مخکې تصدیق
• تشخیص: مالي تفتیش
• اصلاح: د جعلي قراردادونو لغوه کول
د مخکې خبرتیا نښې (EWIs) او د کلیدي خطر شاخصونه (KRIs) د خطرونو د فعال څار لپاره کارول کېږي. دا نښې اداره خبروي چې خطر شونی دی یا دا چې موجود کړنې ممکن کافي نه وي.
• اکثر غیرعددي او د مشاهدې وړ نښې وي چې له ساحې یا شریکانو څرګندېږي (EWIs)
• معمولاً عددي او مشخص شاخصونه وي، چې د خطرونو د ارزونې لپاره ټاکل کېږي (KRIs)
د دواړو ترکیب د فعال او انعطافپذیر خطر مدیریت لپاره اساسي رول لري.
بېلګې:
· د کرنې د معیشت په پروژو کې، د تېلو د بیو ناڅاپي لوړوالی، د ترانسپورت د مصارفو د زیاتوالي د خطر یوه نښه کېدای شي.
· که د عرضه کوونکو د تحویلي په وخت کې 30٪ کمښت راشي، دا د عرضې د سلسلې د بېثباتۍ یوه کلیدي نښه ده.
که څه هم د بدیل پلان او د کړکیج د مدیریت پلانونه دواړه د نامعلوم حالت لپاره چمتووالي کې مهم رول لري، خو د خطر مدیریت په چوکاټ کې بېلابېلې دندې ترسره کوي . د دې توپیر درک کول ادارو سره مرسته کوي چې د پېښې د کچې او طبیعت له مخې مناسب غبرګون وښيي.
· که یو مشخص خطر رامنځته شي، مخکې له مخکې د ټاکل شویو کړنېو مجموعه ده. (Contingency Plan)
· د ناڅاپي، لوړ اغېزې لرونکو پېښو لپاره پراخ پلان دی چې عادي عملیات ګډوډوي. (Crisis Management Plan)
دواړه باید مخکې له مخکې جوړ او په منظمه توګه یې کتنه یې وشي.
بېلګه:
|
عمل |
کارول شوی پلان |
حالت |
|
د مهالوېش بدلون او د شریکانو خبرول |
Contingency Plan |
د تمویل ناوخته ترلاسه کېدل |
|
ایستل، له چارواکو سره اړیکه، بدیل دفتر تنظیمول |
Crisis Management Plan |
د دفتر تهدید یا هم خبرتیا |
ادارې یا سازمانونه باید دواړه پلانونه ولري.
د خطر په مدیریت کې، د خطر له پېښې مخکې کړنې ترسره کول او د پېښې وروسته ځواب ویل دواړه مهم دي. دواړه ډولونه بېلابېلې موخې لري، خو ګډ ډول یې د خطر د مدیریت مؤثریت لوړوي.
· هڅه کوي چې خطر پېښ نه شي لکه روزنه، امنیتي پلټنې (Preventive Measures)
· د خطر له پېښېدو وروسته پلي کېږي لکه د تاوان کنټرول او څېړنه (Reactive Measures)
د یوه اغېزېمن خطر مدیریت پلان د دواړو کړنو متوازن ترکیب لري.
بېلګه:
د ژمي لپاره د چمتووالي په پروژو کې:
• مخنیوی: د واورې له اورښت مخکې د تودوخې کیټونو اخیستل.
• غبرګون: د سړکونو د بندېدو وروسته بېړنۍ مرستې وېشل.
ښې پروژې د سرچینو او خطر د لومړیتوب له مخې، دواړه ډولونه پلي کوي.