د خطر تحلیل او ارزونه داسې بهیر دی چې پکې ارزول شوي معلومات تحلیل او یو له بل سره پرتله کېږي، ترڅو پرېکړې اسانه شي. دا له ټیم سره مرسته کوي چې معلومه کړي کوم خطرونه د منلو وړ دي، کوم نه دي، او چیرې عاجلو کړنو ته اړتیا ده. دا بهیر د ارزونې خامو پایلو او عملي لومړیتوبونو تر منځ فاصله له منځه وړي.
الف) د کړنو د لومړیتوب لپاره د خطر معلوماتو تحلیل
یو ځل چې خطرونه و ارزول شي، پایلې باید تشریح شي، ترڅو د پرېکړو لار وښيي. لومړیتوب ټاکنه دا یقیني کوي چې محدود منابع تر ټولو مهمو خطرونو ته ځانګړي شي.
د کیفي یا کمې ارزونې له لارې، لاندې پوښتنو ته باید ځواب ووايئ:
• کوم خطرونه عاجلو کړنو ته اړتیا لري؟
• کوم خطرونه د زغم وړ دي یا یوازې څارنې ته اړتیا لري؟
• کومو خطرونو ته باید ژر کم شي یا د کمولو کړنې پلي شي؟
دا لومړیتوب اکثر د خطر د نمرې ورکولو یا رنګکوډ لرونکو جدولونو له لارې ښودل کېږي، ترڅو ټیم او پرېکړهکوونکي تمرکز پر مهمو موضوعاتو وکړي.
ب) د خطر میټرکېس / د نمرې ورکولو طریقې
Risk Matrix یوه عامه وسیله ده چې ټیم ته دا زمینه برابروي چې د خطرونو احتمال او اغېزې یو ځای کوډ کړي. دا طریقه د خطر معلومات ساده کوي او پرېکړې روښانه کوي. دا په ځانګړي ډول په ډلهییزو ناستو کې ګټوره ده، چیرې چې باید ټول ټیم د خطرونو پر لومړیتوب سلا شي.
د نمرې ورکولو بېلګه:
|
احتمال (1–3) |
اغېزې (1–3) |
نمره = احتمال × اغېزې |
|
1 (ټیټ) |
3 (لوړ) |
3 (منځنی خطر) |
|
3 (لوړ) |
3 (لوړ) |
9 (انتقادي خطر) |
طبقه بندي:
• ټیټ خطر 3-1
• منځنی خطر 6-4
• لوړ / انتقادي خطر 9-7
ج) د خطرونو پرتله کول د Risk Appetite او Tolerance سره
یو ځل چې خطرونه وارزول او درجهبندي شي، اداره باید پرېکړه وکړي چې آیا دا خطر د منلو وړ دی که نه. دا پرېکړه د Risk Appetite او Risk Tolerance له لارې کېږي، چې دواړه د ادارې د منلو ظرفیت ټاکي.
• Risk Appetite هغه عمومي سطحه د خطر ده چې اداره یی منلو ته تیاره ده؛
• Risk Tolerance د خطر ځانګړي حدود دی چې باید اداره ترې وا نه وړي.
د نمرې ورکولو له مخې، خطرونه باید له دې حدودو سره پرتله شي. که خطر له تولو کرښو واوړي، نو باید کم شي، انتقال شي یا له منځه یووړل شي.
د) د نه منلو خطرونو او د کنټرول د اړتیاوو پېژندل
ځینې خطرونه طبیعتاً د منلو وړ نهدي لکه د انساني ژوند خطر، قانوني سرغړونه، یا لویه درغلي. دا خطرونه باید:
• د نه منلو په توګه وپېژندل شي
• د قوي کړنو یا بدیلو کړنو له لارې باید کنټرول شي
• د موجوده کنټرول کمزورتیاوې یې وارزول شي
بېلګه: که د نغدي مرستو خطر لوړه نمره ولري او د مستحقینو د تایید ضعیف میکانېزم ولري، نو د تذکرې کنټرول پیاوړتیا او د دریم اړخ څارنه باید لومړیتوب شي.
چوکاټ:
یوه غیر دولتي موسسه پلان لري چې د ژمي لپاره نغدي مرستې په هرات کې ووېشي. سیمه غرنۍ ده او له دسمبر تر مارچ پورې درنه واوره کېږي.
پیژندل شوي خطرونه:
ارزونې طریقه:
• د کیفي جدول له لارې خطرونو ته لوړ، منځنی او ټیټ درجه ورکړل شوه
• وروسته، یوه ساده کمې ارزونه د ځنډ او لګښت اټکل وکړ
پایلې:
• هم د ځنډ او هم د سړکونو د بندېدو درجه “لوړ” و ارزول شوه
• د سړک بندېدو مالي تاوان تر ټولو زیات و، هره ورځ $3,000 تاوان
• د ټولنې شکایتونه مهم وګڼل شول، خو مدیریت وړ وو
اخیستل شوې کړنې:
• د لوجستیک ټیم بدیل وسایط او ځایي ګودامونه له مخکې تنظیم کړل
• د مالي ټیم له تمویل کوونکي څخه مخکې د پیسو د لېږد غوښتنه وکړه
• د ټولنې همغږوونکي د خلکو د توقعاتو مدیریت لپاره و روزل شول
د ځان–ارزونې پوښتنې
1. آیا په دې قضیه کې کیفي او کمې دواړه کارونه ګټور وو؟
د خطر ارزونه ادارو ته دا زمینه برابروي چې خطرونه د احتمال او اغېزې پر بنسټ درجهبندي کړي. کیفي میتودونه د تشریحي کتګوریو له لارې خطرونه طبقهبندي کوي او د چټکو، ګډو پرېکړو لپاره مناسب دي، په ځانګړې توګه د معلوماتو د کمښت په شرایطو کې کمې میتودونه خطرونه عددي کوي، د مالي تماس اندازه برابروي، او د خطرونو ترمنځ پرتله اسانه کوي. دواړې طریقې هغه وخت اغېزېناکې دي چې یو ځای وکارول شي. د ارزونو پایلې باید د Risk Appetite او Tolerance په رڼا کې تشریح شي، ترڅو منابع د لوړ تماس لرونکو او عاجلو خطرونو لپاره مناسبې شي. په ستونزمنو شرایطو لکه افغانستان کې، د دواړو میتودونو کارونه د پروژې انعطاف او مقاومت پیاوړی کوي.